Homeخبرونهپر پاکستان د پخوانیو افغان پوځیانو د ملاتړ ادعاوې کېږي؛ پاکستان یې...

پر پاکستان د پخوانیو افغان پوځیانو د ملاتړ ادعاوې کېږي؛ پاکستان یې ردوي

تاند (شنبه، د لړم/ میزان ۲ مه) د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د امریکا د پخواني دیپلومات زلمي خلیلزاد هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکي اسلام‌اباد پخواني افغان پوځیان د طالبانو د حکومت او د هغوی د ملاتړو وسله‌والو ډلو پر ضد جګړې ته وسلوال کوي. دغه وزارت دا ادعاوې بې‌بنسټه او د ناسمو معلوماتو خپرول بللي دي.

دغه وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي چې د خلیلزاد څرګندونې پر اټکلونو ولاړې دي او د دوی په وینا، د طالبانو د حکومت د ملاتړ لپاره د هغه شخصي اجنډا څرګندوي.

وزارت ټینګار کړی چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد عملیات د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد دي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې فعالیت کوي او د پاکستان د وګړو امنیت ګواښي. دغه وزارت هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکي پاکستان په افغانستان کې د جګړې لپاره افغانان ګوماري یا د وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي.

د پاکستان د ملي جرګې غړي او د پښتونخوا عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، په بلوچستان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر او بلوڅو مشرانو هم ویلي چې د پاکستان پوځ د افغانستان د ملي اردو پخواني غړي د بلوچستان د بېلتون غوښتونکو او همداراز د افغانستان د طالبانو د حکومت پر ضد په جګړه کې استعمالوي.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د ملګرو ملتونو د څارونکو ډلو پر پرله‌پسې راپورونو هم استناد کړی او ویلي یې دي چې په دغو راپورونو کې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او القاعدې په ګډون د وسله‌والو ډلو د حضور او فعالیتونو یادونه شوې ده.

دغه وزارت زیاته کړې چې پر پاکستان تورونه لګول د طالبانو د حکومت پام له دې مسوولیته اړولی شي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره ونه کارول شي.

وزارت همداراز ادعا کړې چې د هند له خوا ملاتړ کېدونکې ډلې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان له خاورې د وسله‌والو فعالیتونو موضوع باید وڅېړل شي.

په همدې حال کې یویارک ټایمز ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو د هغو وسله‌والو ډلو له مشرانو سره اړیکې نیولې دي چې د افغان طالبانو مخالفې دي، څو د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د پوځي او امنیتي ترینګلتیاوو د زیاتېدو په ترڅ کې ورسره د مرستې وړاندیز وکړي.

ورځپاڼې د پاکستان د یوه استخباراتي چارواکي، د یوه پخواني امنیتي چارواکي او د طالبانو د یوې مخالفې ډلې د غړي په ګډون د باخبره سرچینو په حواله لیکلي چې په دغو خبرو کې له وسله‌والو ډلو سره د مرستې پر بېلابېلو لارو چارو بحث شوی دی. خو لا روښانه نه ده چې پاکستاني چارواکو په دې اړه د عملي اقدام وروستۍ پرېکړه کړې ده که نه.

نیویارک ټایمز: پاکستان د طالبانو له مخالفو وسله‌والو ډلو سره د مرستې خبرې کړې دي – تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

وچه پاڼه| آرين تسل

وړه او شنه پاڼه غلې وه. تر څنګ یې لویې پاڼې ته وکتل او ویې ویل: — ولې خفه یې؟ غټې پاڼې ځان راټول کړ؛ داسې...