شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبژبه او لیکدودپه غږپوهنیزو څېړنو او لیکنو کې د لیندیو کارونه

په غږپوهنیزو څېړنو او لیکنو کې د لیندیو کارونه

لیکوال: عصمت الله شینواری

یاداښت: د دې لیکنې ځینې برخې په انګرېزۍ ويکيپيډیا کې له (Phonetic Transcription) لیکنې څخه راژباړل شوي دي.

ژبپوهنه او په تېره غږپوهنه فونیټیکي لیکنې ته په دې اړتیا لري، چې د ډېرو ژبو هغه ستونزې چې د دوی په لیکدودونو او د غږونو په برخه کې شته، د فونیټیکي لیکنې له لیارې هوارېږي. د بېلګې په ډول؛ د سر) کلمه په د پښتو په اوسني دود شوي عربي پاړسي لیکدود کې په دوو تورو(س) او (ر) کښل کېږي؛ خو د غږونو د سم تشخیص او پېژندلو لپاره اړتیا ده، چې په هغو فونیټیکي تورو ولیکل شي، چې د فونیټيک نړیوالې ادارې له لوري د نړۍ ګرده غږونو ته ټاکل شوي دي. 

[sar]

په پورته فونیټیکي لیکنه کې وینو، چې دا دوه غږه نه، بلکې درې غږه دي؛ نو دغسې ستونزو حل او د خپلې ژبې د غږونو سم کښلو لپاره فونیټیکي لیکنې ته اړتیا ده.

زموږ پښتو ژبپوهانو هم ځینې فونیمیکي الفبې جوړې کړي دي، چې زموږ د ژبې او په تېره بیا د پښتو غږپوهنې لپاره ډېرې ارزښتمنې دي؛ خو دغه الفبې یوازې د پښتنو او پښتو ژبې دننه د ګټې اخیستنې وړ دي. په پښتو کې د فونيټیکي لیکنې لپاره نړیواله فونیټیکه الفبې ځکه اړینه ده، چې له یوې خوا نړیواله فونیټیکه الفبې د نړۍ ټولو ژبو لپاره کره او سم سمبولونه او نښې ټاکلې دي، له بلې خوا د ټولو ژبو لپاره د یوه واحد او سم فونیټیک سیستم د اړتیا له مخې نړیواله فونیټیکه الفبې د ټولو ژبو واحد سیستم دی او پښتو هم باید د دغې الفبې څخه په ګټه اخیستنې سره نړیوالو ته دا اسانتیا برابروي، چې پر دغې ژبې پوه شي. په دې الفبې کې د فونیټیک نړیوالې ادارې په نړۍ کې شته ټول غږونه راټول کړي دي او هر غږ ته یې ځانګړې نښه ټاکلې ده. 

خو مهمه خبره دا ده، چې زموږ ژبپوهان او غږپوهان چې کله هم فونیټیکه لیکنه کوي؛ نو د لیندیو کارونې ته پکې پام نه کوي او ټول غږونه که د مانا، وینګ، یا هم له بل لوري څېړي، یوازې یې په په دغو () ساده لیندیو کې نیسي. اړینه ده، چې هر غږ چې له کومې خوا څېړل کېږي، باید په هغه لیندۍ کې ونیول شي، چې نړیوالې فونیټیکې ادارې ورته ټاکلې ده او په دې سره د یوه واحد او نړیوال پښتو فونیټیک ښه ښکارندویي وشي. راځو او دغه لیندۍ هر یوه په خپل وار سره څېړو، چې هر لیندۍ څه وخت او کوم غږ یا کلمه پکې ونیول شي.

لومړی: […] لیندۍ

دغو لیندیو ته مربعي (څلورکونجه) لیندۍ Square Brackets وايي. په پورته ښودل شوې لیندۍ کې هغه وخت موږ یو توری یا توري نیولی شو، چې غواړو په لیندیو کې د نیول شوي توري یا تورو غږ یا غږونه د فونيټیکس له مخې وڅېړو، چې زیات تمرکز پکې د غږ پر وینګ یا تلفظ باندې وي. د بېلګې په ډول؛ موږ د <پ> د توري غږ د فونيټیکس له مخې تر څېړنې لاندې نیسو، باید داسې یې ولیکو: [p]. همدارنګه په دغو لیندیو کې بلغږونه (الوفونونه) هم لیکل کېږي، ځکه چې د یوه غږ بله بڼه څېړل پخپله د فونيټیکس موضوع ده، د بېلګې په دول؛ د [p] بلغږونه [ph] او [p˺]. د فونیټیکس له مخې څېړل په دې مانا چې د غږ د ادا کولو ډول، زېږځی، غږیز وصف او د غږ نورې فونيټیکي ځانګړنې تر څېړنې لاندې نیول کېږي. په لنډ ډول کله چې زموږ موخه د یوه غږ فونیټيکي څېړل وي او یا هم موخه مو د غږ وینګ وي؛ نو باید په دغو [] لیندیو کې ونیول شي.

دویم: /…/ لیندۍ

دغو لیندیو ته سلشونه Slashes وايي. په دغو لیندیو کې هغه وخت یو توری یا توري نیولی شو، چې غواړو په لیندیو کې د نیول شوي توري یا تورو غږ یا غږونه د فونولوجۍ (مانا او دندې) له مخې وڅېړو. د بېلګې په ډول؛ موږ د <پ> د توري غږ د فونولوجۍ یا مانا او دندې له مخې تر څېړنې لاندې نیسو، باید داسې یې ولیکو: /p/. د فونولوجۍ یا مانا او دندې له مخې څېړل په دې مانا چې یو فونیم یا غږ څه ډول په یوه ويي یا کلمه کې خپله مانا ښندي او څه ډول دنده اجرا کوي. د بېلګې په ډول؛ د /پ/ فونیم د <تور> په ویي کې د /ت/ فونیم ځای نیسي او د ټولې کلمې مانا اړوي او نوی ویی <پور> زېږي. دلته /پ/ او /ت/ بېل بېل فونیمونه دي او په کلمو کې بېله بېله مانا ښندي او یا یې هم دندې ور اړوي. په لنډ ډول کله چې زموږ موخه د یوه غږ فونولوجیکي څېړل وي یانې د مانا او دندې له مخې د غږ څېړل وي؛ نو باید په دغو /…/ لیندیو کې ونیول شي.

درېیم: <…> لیندۍ

دغو لیندیو ته زاویه یي لیندۍ Angle Brackets وايي. په دغو لیندیو کې هغه وخت یو توری یا توري نیولی شو، چې غواړو په لیندیو کې د نیول شوي توري یا تورو لیکلی شکل (ګرافیم یا پخپله توری) تر څېړنې لاندې ونیسو. د بېلګې په ډول؛ د <س> توري ته چې د غاښونو پر سر درې ټکي کښېښودل شي، د <ش> توری ترې جوړېږي. په لنډ ډول کله چې زموږ موخه د یوه توري لیکلې بڼه څېړل وي؛ نو باید په دغو <> لیندیو کې ونیول شي.

څلورم: {…} لیندۍ

دغو لیندیو ته لویې لیندۍ Curly Brackets وايي. په دغو لیندیو کې ګړونه یا مورفیمونه نیول کېږي. د بېلګې په ډول؛ د مېږتون تړښتي (ترکیبي) ويي له مخې له {-تون} مورفیمه په ګټه اخیستنې نوې جوړونې لکه پوهنتون، زېږنتون، روغتون او نور ویونه جوړ شوي دي. کله چې زموږ موخه د یوه مورفیم څېړل وي؛ نو باید په دغو {} لیندیو کې ونیول شي.

پورته یادې شوې څلور لیندۍ په فونیټیکس او فونولوجۍ او په ټوله کې په ژبپوهنه کې مشهورې دي او په ژبپوهنیزو او په تېره په غږپوهنیزو څېړنو کې باید ولیکل شي، تر څو په لیکنه خپل مفهوم څرګند او زموږ لیکنه او څېړنه په نړیواله کچه پر معیار برابره واوسي. لکه مخکې چې یادونه وشوه، زموږ زیاتره ژبپوهان دغه (…) لیندۍ کاروي، چې دا په هر ډول علومو او څېړنو کې په یوه مانا کارول کېږي او د یانې او یا پر ځای د لنډون په خاطر او هم په ځینو مواردو کې، چې د کارونې د ځایونو یادونه یې ډېره شوې ده، کارول کېږي.

ماخذونه

  1. Linguistic Notation Conventions, English Speaking Cultures, Universitat Bremen, access link: http://www.fb10.uni-bremen.de/anglistik/linguistik/pdf/notation-conventions
  2.  Phonetic Transcription, from Wikipedia, the free encyclopedia, access link: https://en.wikipedia.org/wiki/Phonetic_transcription

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب