Homeخبرونهد افغانستان او پاکستان د ځوانانو د کرکټ دوهمه سیالي

د افغانستان او پاکستان د ځوانانو د کرکټ دوهمه سیالي

تاند (چهارشنبه، د عقرب/ لړم ۳۰ مه) د افغانستان، متحده عربي اماراتو پاکستان تر نولس کلونو د کشرو لوبډلو د درې اړخیزو سیالیو په دوام کې ټاکل شوې ده چې نن (چهارشنبې) د افغانستان او پاکستان لوبډلې د دوهم ځل لپاره مخامخ شي.

افغانستان خپله لومړۍ مسابقه له پاکستان څخه د سلو منډو په توپیر ګټلې او پاکستان بیا متحده عربي اماراتو ته په لسو ویکټونو ماته ورکړې ده.

افغانستان خپله لومړۍ سیالي له متحده عربي اماراتو د ۱۶۷ منډو په توپیر ګټلې ده.

د افغانستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان په دې سیالیو کې هره لوبډله باید دوه – دوه ځلې له یو بل سره مخامخ شي.

د افغانستان او پاکستان تر نولسو کلونو د کشرې لوبډلې دوهمه سیالي هم د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره کېږي.

د دې سیالیو دوې مخکښې لوبډلې به د نوومبر په ۲۶مه نېټه پایلوبه ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...