چهارشنبه, نوومبر 20, 2024
Home+د ټایټانیک د ماڼو ساعت په نژدې ۲ میلیون ډالره وپلورول شو

د ټایټانیک د ماڼو ساعت په نژدې ۲ میلیون ډالره وپلورول شو

تاند – د سرو زرو یو جېبي ساعت چې د هغه کپتان یا ماڼو د زړورتیا او هڅې یادونه کوي چې د ټایټانیک د ۷۰۰ مسافرو ژوند یې له ډوبیدو وژغوره، په یوه لیلام کې نوی ریکارډ ثبت کړ.

دغه طلایي جېبي ساعت، چې د ټایټانیک کښتۍ کپتان ته ډالۍ شوی و، په لیلام کې په نژدې ۱.۸ میلیونه یورو (1900287 ډالر) وپلورل شو او د دې مشهورې ډوبې شوې بیړۍ د پاتې شویو اثارو د پلور په برخه کې یې د بیې ریکارډ مات کړ.

د سروزو دا ۱۸ عیاره ساعت چې د ټیفاني (Tiffany) شرکت له خوا جوړ شوی و، کپتان آرتور روسترون ته د RMS کارپاتیا مسافر وړونکې کښتۍ د لارښوونې په بدل کې ډالۍ شوی و. دغه کښتۍ په ۱۹۱۲ کال کې د خپل اعظمي سرعت په کارولو سره په شمالي اتلانتیک سمندر کې له کنګل غره سره د ټایټانیک بیړۍ د ټکر او ډوبېدو ځای ته ورسېده.

دغه ارزښتناک ساعت د جان جېکب آستور کونډې له خوا، چې په دې ناورین کې له وژل شویو شتمنو کسانو څخه و، او د نورو دوو شتمنو سوداګرو کونډو له خوا ډالۍ شوی و چې په دې پېښه کې ډوب شول.

د هنري آلډریج اېنډ سان (Henry Aldridge and Son) لیلام اداره، چې د شنبې په ورځ یې دغه ساعت په ۱.۵۶ میلیونه پونډه (۱.۸۶ میلیونه یورو) په متحدو ایالتونو کې پر یوه خصوصي کلیکسونر وپلوره، اعلان وکړ چې دا تر اوسه د ټایټانیک او د هغه د مسافرو د پاتې شویو شیانو لپاره تر ټولو لوړه بیه ده چې پرې ورکړل شوې ده.

پر دغه ساعت دا جمله توږل شوې: «د ۱۹۱۲ د اپریل په ۱۵ مه د ټایټانیک له درو ژوندي پاته کسانو د زړه له کومې مننې او قدرونې لپاره.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب