جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

د طوفان پاڅوونکي

تر څو چي لوبه د بل وي او ته د لوبوونکي له پاره لوبېږې، هيڅ کله به پوه نه سې، چي چا څنګه او ولي ولوبولې. خو ډېر ښه به هم لوبېږې، مګر ستا هدف به هيڅ مهم نه ګڼل کيږي. هغه څه به درباندي کول کېږي، چي لوبوونکی ئې غواړي.

کله چي امريکا په سيمه کي پر له پسې تلفات درلودل، نو يوه نوې پروژه ئې ايجاد کړل او په خپله خوښه مستقيم او په خپلو امکاناتو ئې ډېر خطرناک او تر خپلي مستقيمي ادارې لاندي ځواکونه ئې و روزل. دوی د ډېرو امتيازاتو په بدل له زړه ډک، په وجود تکړه او په مغزو کلک دنګ دنګ ځلمي له هره ځايه ټول کړل او د صفري قطعاتو په نوم ئې د خپلو خاصو قوتونو په توګه و روزل او تربيه ئې دا وه، چي هدف ته له ننوتو سره ټول ژوندي شيان بايد وويشتل سي.

هغوی همداسي و روزل سول، لکه ماشين؛ په سترګو کي ئې ډار نه وو. له يوې خوا لوړ معاشات، له بلي خوا پرمختللي وسايل او له بلي خوا ورپېښه اوږده جګړه. او اکثره ئې خپله د امريکايي ځواکونو له خوا په داسي ټابليټونو اموخته سول، چي د انسانانو وژل ورته تفريح وګرځېدل. معلومداره خبره ده، چي په ډېرو کي به د وطن مينه او خروښ هم وو، مګر په خپله اراده  نه سوای چلېدلای. هر څه د پلان پر اساس ورکول کېدل او د پلان پر اساس ئې فعاليت کاوه.

ننګيالی له ځوانۍ سرکښه او ياغي ځوان وو. پر لاسونو به ئې خالونه وهل. ښايسته ځواني ئې وه. ده به هم ځان د هندي فلمونو د مشهور جنګي اداکار سنجيدت نوم ايښی وو.

شينکو بيا تر ده لا انتيکه انسان وو. شنې سترګي، ژړ وېښتان او جګ قد ئې وو. هر وخت به ئې جنګ ته بهانه غوښتل. اصلي نوم ئې بل شی وو، خو د شنو سترګو له امله ټولو شينکو بلی.

نن د آرين واده وو. آرين بيا د دوی ترجمان هم وو او د ګروپ غړی ئې هم وو. دوی ټوله د صفري قطعاتو کومنډويان هم ول. د آرين واده له ښاره ليري په يوه صحرايي منطقه کي وو. ځوانان ټول راټول ول او د غرو رغو کيسې ئې کولې. نن مجلس ته راغلي اکثره د دوی نظامي ياران ول. نور خلک له دوی هم بېرېدل، له مخالفينو هم. چي دوی ته نږدې هيڅوک ئې نه پرېښول.

بالاخره کيسې ولاړې ولاړې، عملياتو او نظامي کيسو ته خبره ودرېده. په دې وخت کي مرزوقی، چي د دوی خوستی يار وو؛ پر شينکو ږغ وکړی، ول: دا قومندان مو څنګه وويشتی؟ تاسي هم بلا خلک ياست.

شينکو سګرېټ پوچ کړی، ول: کيسه خو نوره اوږده ده، زه به ئې لنډه درته وکړم. دوه انډيوالانو ته مشرانو ټارګيټ ورکړی، چي ولاړ سئ په ښار کي دغه کس وولئ. هم به مو پرکټيس سي او هم به مو امتحان. هغوی ولاړل، موږ په کېمرو کي ليدل. سړی له کوره را ووتی، دوی وويشتی. په دې وخت کي له دوی موټرسېکل چپه سو او پوليس پر را ورسېدل، خو بالاخره دواړه ئې ونيول. موږ تماس له ولايت سره ونيوی. دوی تماسونه ونيول، خو کيسه ولاړه، رسمي سوه؛ تر څارنوالۍ او محکمې ورسېدل. موږ خو پر قومندانۍ نه حمله کولای سوای، نه تعرض؛ رسوايي جوړېدل. نو تصميم دا سو، چي په محکمه کي به ئې ځني را پورته کړو.

موږ چي کله د محکمې خوا ته ورغلو، دوه موټره وو، شپاړس نفره. ټوله ورته زنګون کېچ سوو. توبه، اول ورغلو، چي له قومندان سره خبري وکړو، خو قومندان پخواني خلقۍ او کلک اصولي سړى وو خبري يې نه راسره کولې. ول زما کار نه دئ، د محکمې کار دئ. انو بس موږ هم ورته زنګون کېچ سوو. قومندان هم انتيکه شاټ سړی وو. په لس دقيقو کي مو ټول د محکمې مخ ته وويشتل او سړي مو ځني پورته کړل.

مرزوقي ورته وويل: بسته د ښار قومندان مو وويشتی دونه ساده؟

شينکو وخندل، ول: قومندان څه کيسه لري؟ والي ولم، بيا دې څوک زما څخه بازخاص وکړي.

په دې وخت کي ئې عبدالخالق ته لاس ونيوی، ول: دا د کفر زوی وينې، هغه ورځ ئې په غنمو کي خلک حلال کړل. قومندان خو لا زموږ سره وجنګېدی. دوی تللي وه پاشمول ته، هلته ده ته يو چا د طالبانو ويډيو ور استولې وه، چي خلک ئې حلالول. هغه يو بيا دونه نامي وو، چي په رجه ئې خلک حلالول. بيا ده له ګلاب شاه سره شرط تړلی وو، چي ته څوک نه سې حلالولای. دوی هلته ولاړ وه، چي په باغ کي ئې درې کسه ليدلي وه، چي د غنمو لو ئې کاوی؛ دی پسي ورکښته سو، درې سره ئې هلته د غنمو په منځ کي حلال کړي وه، ويډيو ئې هم ځني کړې وه.

عبدالخالق وخندل: ولا دا ارموني اول احساساتي کړم او ما بيا تازه ټابليټ وهلی وو، په پوه سوی لا ولاکه يم. هغه مشر کس ئې خپله راته پرېوتی، ول وراره او زوی مي پرېږده. هغه چي مي حلال کړی، وراره او زوی ئې بد بد کتل، باره مي هغوی هم را چپه کړل.

له دې سره ټولو وخندل. مرزوقي ويل: يو څه وخت مخکي مو خوست کي چاپه درلودل، نخشه ئې راکړه. شپې ويژن مو ووهل، روان سوو. يو وخت ادرس ته ورسېدلو. د کلو پخسه دېوال وو، په دوې لغتو مو چپه کړئ. کرار کرار د هر اطاق مخ ته يو يو ودرېدلو. زموږ او ستاسي مېتود خو نو درمعلوم دئ، چي له ننوتلو سره به ژوندی موجود يا ولې، يا زخمي کوې. اول اطاق ته زه ور ننوتم؛ يو ځوان د يوې نجلۍ سره، چي تازه يې واده کړی وو هغه د مور د ګلانو اميل يې لا پر دېوال ځړېدئ؛ پروت وو. وار د ټکه مي ښور خوړلو ته نه دئ پرې ايښی، سر مي ئې ور غورمه کړی. نجلۍ چي دا وغورځېده، اتمات مي ئې لاس ور مات کړی. د هډوکي د ماتېدو ږغ مي په خپلو غوږو واورېدی.

وروسته چي دباندي راووتم، پوه سوم، چي غلط کس مي ويشتلی دئ. دا د هغه کس، چي موږ پسي راغلي وو؛ ورور وو. وروسته مو هغه ډبې، چي تازه پرون د سړک پر غاړه پيدا کړې، څلور سره مو قطار په برنډه کي کښېنولې. هغه اصلي کس يو بل ورور ئې اکا او د اکا زوی مو ئې پر کښېنول؛ کرنټ مو ورکړی. دا ويني ئې لکه جوس پر دېوالو داسي وپاشل سوې.

چي دباندي راوتلو يوه بغل ته لپتکي سوې. زموږ يوه وارخطا انډيوال د راکټ ټک پر وکړی. چي ور ننوتو، هغه غوجل وو. غوا انداړي په انداړي پرته وه او په خره يوه پښه ځړېده، مګر ولاړ وو. ټولو د خندا له لاسه پښتورګي نيولي وه او د خره پرې سوي پښې ته ئې خندل.

له ميرزوکي سره يو بل نوی ملګری هم راغلی وو. هغه نوبت واخيستی، ول: امر و سو، چي وځو. نو موږ هم مولونه ووهل، ځانونه مو اماده کړل؛ روان سوو. د شپې دوې بجې چي هدف ته ورسېدو، دروازې مو ټولي په بمونو والوځولې. خلک مو ټول را و ايستل. د کور مشر ته مو ويډيو ور ښکاره کړل، چي تېره شپه درې تنه وسله‌وال ستاسي کره وه.

هغه سپين ږيري ئې ويل: دغسي د توپک په زور راغلي وه، لکه تاسي. د غوښي او د اوسپني نو سره څه دي. کله درېشي والا راځي، کله لنګوټې والا.

ما په دې وخت کي يو ښه جانانه بوکس کش کړی. دوه غاښونه خو ئې ما خپله وليدل، چي توف ئې کړل.

وروسته مو ورته وويل، چي درې کسه په خپله خوښه راکړئ. هغوی يو مېلمه، چي اخښی ئې وو او دوه وروڼه، چي د دې مشر زامن وه؛ راکړل. درې سره مو هلته د دوی مخ ته ورته وويشتل. په سبا خبر سوو، چي هغه درې سره د پوهنتون محصلين ول او کور ته په رخصتي راغلي ول.

يوه بل له پکتيا راغلي مېلمه وويل: يوه ورځ مو د سړک سره نږدې ډبه کشف کړل. په شاوخوا کي بل څوک نه وه، يو شپانه پسونه څرول. هر څه مو په وکړل، نه ئې ويل، چي چا ايښې وه. موږ هم نر غوندي ورباندي کښېناوه او وا مو لوزوی.

په دې وخت کي شينکو يوه بل مېلمه ته لاس ونيوی، ول: دې د ناځوانه زوی سقيل (پيکا) پر يوه ځوان زده کړې وه، چي څنګه ويشتل کېږي. هغه چي مو وروسته وکتل د کلي لېونی ئې درې سوه د پيکا مرمۍ ويشتلی وو. موږ خو ناحقه د مرګ قطعات نه بولي.

مرزوقي وويل: ښه اوس څه غوري دي، څه به کېږي؟

شينکو وويل: موږ د امريکايانو چيچان يو. د دوی چي چيري په کار يو، هلته به يو. زما خو د کورنۍ سره د ټولو کار خلاص دئ.

د دوی عمومي قومندان، چي تر اوسه چوپ ناست وو، غاړه ئې تازه کړل. ول: ټول قطعات چي پنځويشت زره تنه کېږي، له ټولو فاميلونو سره يوځای له دوی سره يوځای وځو. نور به بيا دوی ټاکي، چي څه کوو.

يو ناست سپين ږيري وويل: دا وطن، دا ويني، دا ځوانان؛ دا چا ته پرېږدى؟

قومندان وويل: امريکايانو په خپلو پيسو جوړ کړي يو، له ځان سره به مو وړي. د وطن بچيان اردو، عسکر، پوليس، کومنډو، سرحديان او نور دي؛ موږ خو د مرګ قطعات يو. جګړه مو په کرايه وه، بل ځای ته ځان ته جګړه ګورو. له دې سره ټولو په سرو سترګو خمارو اوازونو په هټ هټ وخندل.

طوفان لا په تېزۍ په الوتلو سو. داسي سيلۍ وې، چي هر څه ئې له ځان سره په مخه کول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب