دوې درې ورځي مخکي د طالبانو غایب مشر ملا هبت الله، چي په بنده ګي قدرت او واک یې قناعت نه دی حاصل سوی، اعلان وکړ چي د ده امر باید د خدای او رسول د امر په څېر ومنل سي. ده به حتماً د قرآن شریف په هغه مبارک آیة تمسک کړی وي چي د الله ج او رسول ص او د اولی الامر اطاعت فرض ګڼي. خو ده دا خبره هېره کړې ده چي د ده رهبرانو مولوی محمدنبي، مولوی یونس خالص او د هغو ملګرو د ظاهر شاه اوشهید داوود خان د مشروع حکومتونو په مقابل کي نه یوازي بغاوت وکړ بلکه د افغانستان غلیم هیواد پاکستان لمني ته یې ځانونه واچول او زموږ ویاړلی هیواد یې د تل لپاره د پاکستان د منحوسو استخباراتو ځاله وګرځوله. د غایب ملا حکومت، د ده له طرفدارو طالبانو پرته، هیڅ افغان نه دی منلی. هیڅ ډول مشروعیت نه لري او د هغه په مقابل کي سر اوږغ پورته کول د هر شریف افغان ملي او وجداني وظیفه ده.
رویبار نن راته راوړی له وطن څخه پېغام دی
چي لښکر د ابوجهل غوره کړی بل مقام دی
ابوجهل اعلان کړی چي زما امر د خدای حکم
څوک چي نه مني زما حکم د هغه سزا اعدام دی
خدایه تا مي په تندي کي دا یوه سجده لیکلې
دې د خټو خدای اخیستی له شیطان څخه الهام دی
پر دې مځکه داسي ډیرو د خدايی جامې ګنډلي
چي دعوه د خدایی وکړي نیل یې برخه او انجام دی *
دې مېږي ته خدای په قار دی چي وزر یې دی ورکړی
خپل ټبر ورڅخه هېر دی په پردي سېل کي سرسام دی
لا تر څو راته په خوب کي شرنګوې پاني پټونه
مصلی د میر ویس خان ده باندي ناست پردی غلام دی
فرشتو په توره شپه کي زموږ د بخت قلم وهلی
بلا ډېر کلونه تیر سول په ماښام پسي ماښام دی
خدای مي غاړه بنده مه کړه کله شک راته پیدا سي
چي غایب زموږ له وطنه که پردی ملا امام دی
پر پردیو کنډولیو چي لوی سوی وي پردی وي
د بادار د رمو مل دی زموږ شپانه هسي بدنام دی
جهاني په دې وطن کي له قلمه پرهېر ښه دی
کام په برخه د ګونګیانو ژبور پکښي ناکام دی.
د ۲۰۲۶ کال د اپرېل د میاشتي دریمه، ویرجینیا.
* فرعون چي د خدايی دعوه کړې وه بالآخره له خپل لښکر سره د نیل په سیند کي ډوب سو.