Homeخبرونهقرغیزستان وايي، د کاسا زر پروژې خپله برخه یې بشپړه کړې

قرغیزستان وايي، د کاسا زر پروژې خپله برخه یې بشپړه کړې

تاند (پمچشنبه، د غويي/ ثور ۱۶ مه) قرغیزستان پرون (چهارشنبې) وویل چې د برېښنا لېږد په سیمه‌ییزه پروژه «کاسا-۱۰۰۰» کې یې د خپل هېواد اړوند ساختماني کارونه بشپړ کړي دي.

د «اوراسیا د ثبات او پراختیا صندوق» د راپور له مخې، تاجکستان او پاکستان هم خپلې بنسټیزې برخې پای ته رسولې دي، خو د پروژې وروستی پرمختګ اوس د افغانستان د برخې بشپړېدو ته پاتې دی.

په دې ۱۳۰۰ کیلومتري پروژه کې د قرغیزستان ونډه شاوخوا ۴۵۰ کیلومتره ده.

د کاسا-۱۰۰۰ پروژه په افغانستان کې د کندوز له شیرخان بندر څخه پیلېږي او تر تورخم پورې رسېږي، چې له کابو ۵۶۰ تر ۵۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د پروژې تر ټولو مهمه برخه بلل کېږي.

دا پروژه چې شاوخوا ۱.۲ میلیارده ډالر لګښت پرې راځي، د لوړ ولتاژ برېښنا لېږد کرښې د جوړولو لپاره پیل شوې، څو د منځنۍ اسیا برېښنا جنوبي اسیا ته ولېږدوي.

د پلان له مخې، قرغیزستان او تاجیکستان به په دوبي کې خپله اضافه برېښنا افغانستان او پاکستان ته صادره کړي، هغه وخت چې یاد هېوادونه د برېښنا له کمښت سره مخامخ وي.

په افغانستان کې د دې پروژې کارونه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو تر بیا واک ته رسېدو وروسته درېدلي وو. هغه مهال یوازې د برېښنا د ستنو یوه برخه نصب شوې وه، خو ډېری تجهیزات هېواد ته انتقال شوي وو.

دا بهیر له اوږده ځنډ وروسته د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې، د امنیتي تضمینونو له ترلاسه کېدو وروسته، بېرته پیل شو.

د اوراسیا د پراختیا صندوق ویلي چې د افغانستان د برخې بشپړېدا د پروژې وروستي پړاو او تخنیکي ازموینو د پیل لپاره اړین دي.

د دې بنسټ په وینا، که دا برخه بشپړه شي، نو تمه ده چې د سیمه‌ییزې برېښنا لېږد دا پروژه به تر ۲۰۲۷ کال پورې په بشپړه توګه فعاله شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...