جمعه, فبروري 27, 2026
Home+خپلې خبرې؛ خپل تعبیرونه | نعمت‌الله صدیقي

خپلې خبرې؛ خپل تعبیرونه | نعمت‌الله صدیقي

موږ که یوه ادیب او لیکوال ته د ادبي تعبیر په برخه کې د خپل ادبي برداشت خبره وریادوو؛ مانا یې دا ده، چې تخلیقي متون خپله خبره، مانا او برداشت لري؛ نورې خبرې او برداشتونه یا په صریحه مانا هر ډول سیاسي او ایډیالوژیک بارونه او باورونه، خبرې او کیسې یې د نورو دي، ادب یا تخلیقي متون د ژوند په اړه یا په ژوند کې د هر ډول فکري او ټولنیز تمایل او یا هم د ساینسي او اجتماعي فکر په اړه خپلې خبرې او خپلې افادې لري.

 

دلته دا خبره هم مهمه نه ده، چې ګنې سیاسي او اجتماعي او یا هم ایډیالوژیک تمایل او مضامین به د ادبي متن برخه وي که نه وي؛ ځکه دا که زه او ته وغواړو یا نه؛ خو د یوه اجتماعي یا ټولنیز ساینس په توګه ادبیات له دا ډول تمایلاتو نه خالي وي او نه داسې له یوې مخې ترې منکرېدای شي؛ بلکې دا یې د طبعي او وجودي جوړښت او رغښت برخه هم وي.

 

خبره بیا هم هماغه ده، چې یو ادبي متن به اول خپلو وجودي شرایطو او اصولو ته لومړیتوب ورکوي او بیا یې که بله خبره هم کوله پابندي یا بندیز پرې نشته. له هنري ارزښت یا د ادبي لومړیتوبونو مانا هیڅکله دا نه ده، چې ګنې موږ به د همدې اجتماعي اړخ یا مسوولیتونو له بوجه متن خلاصوو؛ خو لکه څنګه مو چې یادونه وکړه، ادبیات د خپلو اصولو او اساساتو ترڅنګ د همدې اجتماعي موقف او دریځ لپاره هم یو خپل کلي چوکاټ یا د خبرو کولو لپاره د افادې خپل طرز او میتود لري؛ یعنې که له یوه پلوه یو ادبي متن خپل اصول او لومړیتوب لري؛ نو بل خوا د یوه نسبتاً کامل متن ځانګړنه همدا وي، چې هغې که خبره هم وي، دا به د ادبي جمالیاتو ښکلاییز او هنري ارزښت په چوکاټ کې به داسې رغېدلی وي، چې ادبي حیثیت به یې ثابت وي. دا برداشت هیڅ منطقي نه ده، چې ګنې موږ په دغسې یوه موقف ادبیات له ټولنیز یا اجتماعي مسوولیت وراخوا ګڼو؛ بلکې موخه دا ده، چې یو ادبي متن دې د یوه ادبي متن په توګه ایجاد، تحلیل او ولوستل شي.

 

زه د خپلې خبرې د ښه وضاحت لپاره یوازې د استاد شاعر رحمت شاه سایل نوم ته منسوب شعري متون یادولی شم، چې څنګه یې پنځګر یعنې سایل صاحب د معاصرو سیاستونو او نظریو په منځ کې حتی تر لسیزو له یوه ملتپال ګوند سره هم پاتې شو؛ خو په دغه شعري متونو کې یې لومړیتوب یا اولیت ادبي هغه دی؛ نه له ادبه بهر داسې ډېر یا سوچه سیاسي او ایډیالوژیک!! ښایي همدا علت وي، چې د سایل صاحب شاعرانه او ادبي تعبیرونه ډېرو خلکو ته د منلو وړ هم دي.

 

اصلاً غېر دغسې ادبي متون هغه وخت متنازعه یا جنجالي شي، چې په لوست یا قضاوتونو کې یې هم علمي او تمایلاتي خواوې سره خلط ملط یا ګډوډې شي، یو متن یو لوستونکی له یو فکر سره تړي او بیا یې په اړه قضاوت کوي، بل لوستونکی په همدې فکري او نظرباتي تناظر کې له متن زیات د همغه فکر و نظریې په محدوده کې اختلاف کوي؛ اختلاف به بد عمل نه وي؛ خو له متنه بهر یا په خارجي توکي متن متنازعه یا جنجالي کول هم ادبي دیانت نه دی.

 

د معاصر تیوري اساس نقد په وخت کې یو ادبي متن یا تخلیقي پنځونې په فکري، سیاسي، تاریخي او ساینسي تمایلاتو یا تول او ناپ ګز کول او بیا یې په اړه قضاوت کول، اصلاً له همدې ادبي متن سره د اختلاف یو ناحل کېدونکی خارجي یا د ادبیاتو کور ته پردی او ناحل شوی جنجال راوړل دي، تاسې به حتماً لوستي او لېدلي وي، چې ډېر کله زموږ لوستونکیو (نه نقادانو) د یوه شاعر شعري متن په اړه د هغه شاعر د ژوند او فکري تمایل په اساس تحلیل کړی وي او یا یې هم د یوه ځانګړي فکر او ایډیالوژۍ پر بنسټ په یوه اړخ کې درولی وي، موږ په تېره لیکنه کې هم د پنځګر په دغه شخصي تمایل د یوه متن د محدودولو خبره کړې وه؛ خو اوس یې دا دی د لوستنې په اساس هم د متن د محدودیت خبره کوو، چې که یوه ادبي متن په یوه ځانګړي فکر او سوچ لولو او بیا یې په اړه قضاوت کوو، مانا متن محدودوو. ځکه خو نوی یا معاصر نقد د لوستنې په برخه کې که د خپل تعبیر یا خپل برداشت خبره هم کوي؛ نو موخه یې همغه د یوې لوستنې ده.

 

د یوې لوستنې بله پیدا دا هم ده، چې په دې کې که یوه خبره یا سوچ یو لوستونکی د هر فکر او نظریې په اساس هم کوي؛ کولای یې شي او دا لوستنه د لوستونکي په تمایل پورې غوټه ده، چې که هغه سیاسي وي؛ نو دا لوستنه به سیاسي وي او که فلسفي یا ادبي لوستنه وي دا به ادبي او فلسفي وي، مطلب د خبرې دا ده، چې هره لوستنه ادبي نه وي؛ بلکې ادبي لوستنه د ادبي اصولو، نښو او ځانګړنو په اساس ادبي وي.

 

له دې خبرو مو منظور دا هم دی، چې ادبي متون که څوک په هر لوست لولي، باک او بندیز پرې نشته؛ خو دا تفکیک یا توپیر یې ځکه هم لازم دی، چې ادبي هیت او ماهیت یا مجموعاً هویت یې باید مسخه یا نفي نشي؛ بلکې لکه څنګه چې خوځنده او ثابتې خپلې خبرې لري، همداسې یې باید خوځنده او ثابت خپل تعبیرونه هم وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

جانداد جهاني څنگه پښتو ژبه جهاني کوي؟

پوهندوی آصف بهاند لومړی احمدولي اڅکزی او اوس یې بل‌ملگري جانداد جهاني داسې پروژه چې ټول کارکونکي یې له کاره راضي دي (د مورنۍ‌ژبې نړیواله‌ورځ ــ ۲۰۲۶...