میاشت وړاندې سلمانۍ ته ولاړم، نايي راته د نیم سات انتظار وویل، زړه نا زړه پر چوکۍ کېناستم. څو شېبې مې له هېندارو په ډک دوکان کې یوه خوا بلخوا سترګې واړولې، ناڅاپه مې تر څنګ ناست سپینږیري ته پام شو. بوډا مې په لاس کې د استاد منلي په سور رنګه کتاب (د لیک شېبې) ته وچې سترګې نیولې وې.
له سړي سره مې جوړ- پخیر وکړل، د کتاب د اخیستو اجازه یې وغوښتنه، ورمې کړ. له څو پاڼو اړولو وروسته یې خوندوره موسکا وکړه، زه ورته ځیر شوم، د بوډا سترګې د کتاب پر سریزه خښې وې، ښه شېبه وروسته یې کتاب راته ونیو او زیاته یې کړه:
ـــ لیکوال د ټولنې رښتینی استازی دی؛ خو افسوس چې موږ دا ډول ښاغلي ډېر کم لرو…
.
موږ چې کله وایو، لیکوال د ټولنې استازی دی؛ نو د یو ډول شرم احساس کوو او دا تصور راسره وي، چې یره نو که یوه ګړۍ وروسته ناڅاپه له دې سړي (لیکوال) سره مخ شم، څومره درناوی به یې کوم. د دې استازي همدا عظمت بس دی، چې د ټولنې لوستوال بُعد یې له بشپړ درک وروسته د لاسونو ښکولول لوی ثواب ګڼي.
خبره مې د نصیر احمد احمدي تر (پټان) ناوله کوله، چې په دې وروستیو کې له چاپه راووت او تر دې دمه په سلګونه کسانو ولوست.
د پټان پاڼې ما هم واړولې؛ خو دا ځل مې ښې په غور واړولې او د تېر په څېر مې د احمدي په دې ناول کې ډېر نوي څه ولیدل، چې یو هم مینه وه. عشق خو تقریباً د احمدي صاحب په هر ناول کې شته؛ خو په پټان کې هغه محبت دی، چې لوستونکی یې له ژورې مطالعې وروسته، دغه پټان په تمامه مانا د مینې استازی بللی شي.
مینه د انسان هغه دروني کیف دی، چې ټولې بېرونۍ چارې تر کنټرول لاندې راولي؛ خو دا تاثر له خیالي شېبو نه راوځي، بلکې د انساني حیات یو عظیم ضرورت یې بللی شو.
خبره نه اوږدوم. موږ مینه کوو، خو پرې پوهېږو نه. د بېلګې په ډول زه.
زه د ورځې لس/ شل ځایه مینېږم، په پوهنتون کې چې کومه ښکلې نجلۍ ووینم، هماغه شېبه مې له خولې اوږد آه ووځي او هغه د ښایست یوازینۍ ملکه وبولم؛ خو لږ وروسته چې په کومه بله پسې ورمېږ کوږ کړم؛ نو بېرته مې خپله مخکینۍ خبره رد کړې وي…
خو پټان دا ټول تاثرات غیرمنطقي بللي او د ژوند دې ستر ضرورت (عشق) ته یې، هغه د چا خبره سالمه، کامله او تر ډېره منلشوې تیوري وړاندې کړې ده.
د پټان په ټولو صحنو کې محبت په هغه ډول نه دی تعریف شوی، څنګه چې یې موږ پېژنو او هر ډول جمال، د دې تعریف چوکاټ ته ورغورځوو… .
بسیار زیبا بود