Homeخبرونهع. مجاهد: که پاکستان د اوربند سرغړونه وکړي، بې ځوابه یې نه...

ع. مجاهد: که پاکستان د اوربند سرغړونه وکړي، بې ځوابه یې نه پرېږدي

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۲۸ مه) د طالبانو د حکومت دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد په یوه تلویزیوني مرکه کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ په دوحه کې د ترکیې او قطر په منځکړتوب د اوربند د موافقې په اړه ټینګار وکړ چې دا موافقه د نړیوالو منځګړیو هېوادونو په ضمانت شوی او د ماتېدو لپاره یې نور هېڅ ځای نه شته.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې «څه ضمانت شته چې پاکستان به بیا برید ونه کړي؟» وویل: «هغوی د قطر او ترکیې په حضور کې ژمنه کړې ده. که بیا برید وکړي، افغانستان به متقابل اقدام وکړي.»

دفاع وزیر وویل، د موافقې  له مخې به د دواړو هېوادونو سوداګري اړیکې بېرته عادي حالت ته راګرځي او د افغان کډوالو موضوع هم د خبرو برخه وه.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه: «موږ پر دې ټینګار وکړ چې له پناه‌ غوښتونکو سره باید انساني چلند وشي.»

د افغانستان حاکمیت د معاملې وړ نه دی

ښاغلي یعقوب مجاهد له دې جلا په نورو څرګندونو  کې د پاکستان د اندېښنو په اړه چې د کابل او نوي‌ډیلي د اړیکو په اړه یې کړې وې، وویل: «افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه حق لري له هر هېواد سره اړیکې ولري، او هېڅوک باید زموږ د بهرني سیاست د سانسور هڅه ونه کړي. هېڅوک دا جرات نه لري چې د هند اړیکې زموږ پر وړاندې د بحث موضوع وګرځوي.»

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پاکستاني چارواکو، په تېره بیا پوځ توقع لرله چې دوی به د هند په براعظمګي کې د انګرېزانو د استعمار د مهال په شان د افغانستان بهرنۍ پالیسي دېکته کوي.

دفاع وزیر ښاغلي مجاهد د ډیورند کرښې په اړه وویل چې دا موضوع د دوحې په تړون کې نه ده شامله شوې، او پرېکړه کول یې «د افغانستان د خلکو واک» دی.

قطر، چې د خبرو اترو کوربه او منځګړی و، په خپل سر د اوربند په موافقه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډریوند فرضي کرښې ته د «پولې» کلمه کارولې وه، خو وروسته یې اصلاح کړه.

د دوحې د اوربند له موافقې د «پولې» کلمه وایستل شوه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مشاور: دا یو دیپلوماټیک بری دی

په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سلاکار، ذاکر جلالي، د دوحې د اوربند موافقه د «افغانستان دیپلوماټیک بری» وباله او ویې ویل: «پاکستان د منځګړیو په حضور کې ومنله چې له دښمنانه کړنو او د مخالفو ډلو له ملاتړ څخه ډډه وکړي؛ دا د کابل د اصولي دریځ یو ځل بیا تائید دی.»

د طالبانو حکومت تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره کې داعش ته پناه ورکړې چې د افغانستان ترڅنګ په نورو هیوادونو کې تروریستي بریدونه وکړي خو پاکستان بیا ادعا کوي چې افغانستان ټي ټي پي ته پناه ورکړې چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار واخلي. د طالبانو حکومت په ځلونو د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.

د دوحې خبرې د پاکستان او د طالبانو د حکومت د استازو تر منځ د اوربند، د سوداګریزو لارو د پرانیستې، او د امنیتي ادعاوو د څېړلو لپاره د ګډ میکانیزم د جوړېدو په هدف ترسره شوې.

ټاکل شوې ده چې د خبرو بل پړاو د اکتوبر په ۲۵مه په استانبول کې ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...