یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د البرکامو ژوند او اثارو ته لنډه کتنه

د البرکامو ژوند او اثارو ته لنډه کتنه

له نن څخه ۶۵ کاله پخوا د ۱۹۱۳ د نوومبر په ۷مه فرانسوی لیکوال البر کامو (Albert Camus) د الجزایر په یوه کلي کې وزېږېد.

دی لا یو کلن نه و چې پلار یې، چې یو بېوزله کارګر و، په لومړۍ نړیواله جګړه کې ووژل شو.

د ده مور، چې هسپانیايي الاصله وه، د خلکو په کورونو کې خدمتګاري کوله.

کامو په ۱۹۵۷ کې د (The Stranger (1942)) «پردی» په شان اثارو په خاطر د نوبل د ادبیاتو جایزه وګټله.

په ۱۹۱۸ کې کامو ابتدايي ښوونځي ته داخل شو او له ښو طالعو ښه ښوونکي یې په برخه شول. یو له هغو څخه (Louis Germain) و چې په ۲۰۲۳ کې یې د الجزیرې په لېسه کې ده ته د سکالرشیپ (بورس) په ورکولو کې مرسته وکړه.

په ادبیاتو او فلسفه کې له زده کړو وروسته یې په الجزایر کې معلمي پیل کړه خو څه موده وروسته یې تدریس پرېښود او تیاتر ته یې مخه کړه.

کامو د جرماین نیکي تر پایه په یاد وه او له همدې کبله یې د نوبل د جایزې د ترلاسه کولو په مناسبت په وینا کې خپله جایزه جرماین ته وقف کړه.

البر کامو له ورزش سره ځانګړې مینه لرله، په تېره بیا له فوټبال، لامبو او سوکلوبې سره خو په ۱۹۳۰ کې په نري رنځ اخته شو. دې ناروغۍ نه یوازې د ده په مطالعه کې خنډ و ځنډ پېښ کړ بلکې د سپورت له دنیا یې د تل لپاره جلا کړ.

ده په ۱۹۳۵ کې د اکیپ په نوم د تیاتر ډله جوړه کړه. څه موده وروسته د افریقا په شمال او بیا په پاریس کې خبریال شو. په همدې موده کې یې د جګړې په اړه اثار خپاره کړل چې ده ته یې شهرت ورپه برخه کړ.

کامو ډېر کلونه د سارتر نژدې ملګری او همکار پاتې شوی او په دوهمه نړیواله جګړه کې د فرانسې د اشغال په مهال د مقاومت غورځنګ غړی شو.

کامو له ۱۹۳۳ څخه د کومبا (Combat) په نوم پټه ورځپاڼه چلوله او په ۱۹۴۶ کې یې، چې جرمني ماته وکړه او فرانسه خپلواکه شوه، خپل ژورنالیستي او ادبي کارونه ښکاره کړل.

ده د خپلو مقالو لومړۍ ټولګه (The Wrong Side and the Right Side) «ناسمه او سمه خوا»* په ۱۹۳۷ م کال چاپ کړه.

د مقالو دوهمه ټولګه یې (Nuptials) «واده*» په ۱۹۳۸ کې خپره کړه.

کامو په ۱۹۴۷ کې د طاعون (1947; The Plague) ناول خپور کړ چې د ده له شهرت سره یې نوره مرسته وکړه. دا ناول تر ۱۹۶۰ پورې ۵۰ زره ټوکه وپلورل شو.

کامو نه یوازې ناولونه لیکل، بلکې مقالې او ډرامې یې هم کښلې. په ۱۹۵۰ م کال یې د سیاست، ټولنې او ادب په اړه خپلې هغه مقالې راټولې او د کتاب په بڼه چاپ کړې چې د ۱۹۴۴ او ۱۹۴۸ کلونو ترمنځ یې لیکلې وې.

کامو په ۱۹۵۱ کې باغی *(The Rebel) چاپ کړ. دا کتاب د روسیې د انقلاب شننه ده. د دې کتاب له خپرېدو سره له سارتر سره د کامو دوستي وشلېده.

د کامو او سارتر مناظرې او قلمي مشاجرې، چې د ۱۹۴۸ او ۱۹۵۳ کلونو ترمنځ یې لیکلې وې، په ۱۹۵۳ کې په دوو ټوکونو کې چاپ شوې.

کامو په ۱۹۵۳ کال بېرته تیاتر ته مخه کړه، د فاکنر او داستایفسکي ډارمې یې تیاتر ته چمتو او ډایرکټ کړې. یو کال وروسته (۱۹۵۴) یې د لنډو کیسو ټولګه چاپ کړه او له دې سره هممهاله په ایکسپریس ورځپاڼه کې په کار بوخت شو.

البر کامو په ۱۹۵۷ کې د خپلو ۶ لنډو کیسو ټولګه (Exile and the Kingdom) «جلاوطني او سلطنت*» خپره کړه. په همدې کال یې د نوبل ادبي جایزه هم وګټله.

دی تر ټولو کم عمره لیکوال (۴۴ کلن) و چې د نوبل ادبي جایزه یې وګټله.

کامو د نوبل د جایزې له ترلاسه کولو ۳ کاله وروسته د ۱۹۶۰ کال د جنورۍ په ۴مه د ۴۶ کلونو په عمر په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو.

البر کامو له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د یوه ناول لیکوال، ډرامه لیکونکي او سیاسي نظرخاوند په توګه نه یوازې د فرانسې بلکې اروپا او په نهایت کې نړۍ د خپل او راتلونکي نسلونو ویندوی شو.

د البر کامو ځینې اثار تکړه لیکوال حیات ژوند پښتو ته ژباړلي دي.

ایرانیانو د کامو ډېر اثار ژباړلي دي.تر ټولو ښه ژباړه یې جلال ال احمد کړې ده. ده د کامو (پردی) ناول ژباړلی دی.

په دې لیکنه کې له بریتانیکا څخه ډېره استفاده شوې ده.


د کامو د کتابونو فرانسوي نومونه:

ناسمه او سمه خوا ( L’Envers et l’endroit)

واده (Noces)

باغي (L’Homme révolté)

جلا وطني او سلطنت (L’Exil et le royaume)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب