شنبه, مې 18, 2024
Home+په کانکور کې بریالیو محصلانو ته شپږ مهمې سپارښتنې

په کانکور کې بریالیو محصلانو ته شپږ مهمې سپارښتنې

اجمل جنت
پوهنتون چې د شخصیت جوړونې یو له مهمو بنسټونو څخه دی ډېری محصلان چې کله په کانکور کې ورته بریالي شي یوه لویه ستونزه ورته دا وي چې په نوي چاپیریال کې به څرنګه بلدیږي، مخته به ځي او ځان به ورسره برابروي؟
دا د اندېښنې وړ خبره ځکه نه ده چې انسان په لومړي ځل له هر څه سره مخامخ کېږي، د نابلدتیا له کبله ډېر بې زړه وي، خو د وخت په تېرېدو سره یې دا ستونزه حلېږي او بیا نورو ته لارښود شي.
که تاسې او یا هم تاسې ته نږدې کوم بل څوک (ورور، خور، ملګری، خپلوان او …) په کانکور کې بریالي شوي یاست، نو دا سپارښتنې دقیق ولولئ/عملي کړئ باور لرم چې په اړونده څانګه کې به مخکښ یاست او په چټکۍ به پر مخ یون کوئ.
۱. هوډ او پیاوړې اراده ولرئ!
د بریالیو او ناکامو اشخاصو یوازینی لوی توپیر د دوی ترمنځ په اراده او هوډ کې دی.
هغوی چې هر ډول سهولتونه او اسانتیاوې ورته برابرې دي خو چې اراده نه لري، نه شي کولای چې په خپله برخه کې پر مختګ وکړي.
که تاسې هم غواړئ چې په خپل مسلک بې مثاله اوسئ او ساری ونه لرئ نو اړینه ده چې ویلو ته به یې قوي تصمیم لرئ.
۲. شوق او مینه ولرئ!
یو ځای مې لوستي و چې که غواړئ بریالیتوب ته ورسېږئ نو کوم څه سره چې شوق لرئ ترسره یې کړئ او کوم کار چې ترسره کوئ مینه او لېوالتیا ورسره ولرئ.
رښتیا هم پرته له شوق او مینې څخه که موږ هر څومره هڅه او هاند وکړو، رنګ نه راوړي.
هر پوهنځی خپل ارزښت او اړتیا لري هيڅ یو بې ګټې نه دی.
تاسې چې له کوم پوهنځي سره مینه لرئ په دې برخه کې د هغو خلکو مه اورئ چې سپکه یې درته کوي، کم یې درمعرفي کوي او زړه توري کوي مو.
پر اړونده رشتې مو وویاړې، مینه ورسره ولرئ او له خدایه شکر وباسئ چې بریالي یې کړئ، په همدې کې به مو پرته له شکه چې خیر وي.
۳. له لومړنۍ ورځې څخه حاضري ورکړئ!
کوښښ وکړئ چې د نوملیکنې ټول مراحل مو پر وخت پای ته ورسوئ او له اولې ورځې څخه د درس برخوال شئ.
که نور څوک راځي او که نه خو تاسې باید حتما په لومړیو ورځو کې سوبتیا ولرئ او لومړنیو درسونو ته مو ډېر متوجې اوسئ، ځکه همدا مو د مسلک اساسات رانغاړي او  ژورو ته یې ځان ښکته کړئ، ریښې یې وپلټئ، له نفسه یې ځان خبر کړئ، اړتیا،  ارزښت، ګټه او موخه یې وپېژنئ او له اوله له هر څه باخبره/اګاه اوسئ.
۴. پوښتنه وکړئ!
پوښتنه کول څرګنده ده چې لوی زړه غواړي، په یاد ولرئ چې مسلکي او تکړه استاد هيڅکله ستاسې په پوښتنه نه خوا بدی کېږي، چې په هر ځای پوه نه شوئ یا کومه خبره درته ګونګه وه دا د زهرو غړپ وکړئ، تر ویلو دمخه پوښتنه په ذهن کې څو ځلې تکرار کړئ، مناسب کلمات ورته پیدا کړئ، منظمه او جوړه یې کړئ او بیا وپوښتئ، بیا بیا وپوښتئ، په ځان کې د منطق او استدلال قوه رابیداره کړئ، ځان هیڅکله ناپوهه مه پرېږدئ، چې بیا به درته تر اخره هر څه هوایي وي؛ خو په یاد ولرئ چې د پوښتنې وخت، ځای او شخص باید لومړی وپېژنئ.
۵. له خپلو څانګوالو/هم مسلکو سره اړیکې جوړې کړئ!
کوښښ وکړئ چې له تاسې د پورته ټولګیو له زده کړیالانو په تېره له ممتازو محصلانو سره ښې اړیکې جوړې کړئ، دا اړیکې مو درد ته ډېر کله دوا کېږي.
هغوی له چاپیریال، استادانو، درسونو او نورو مسایلو سره له تاسې ښه بلد دي او ښه لارښود درته کېدلای شي.
۶. دوامداره مطالعه وکړئ!
په لومړیو کې له درسونو پرته په نورو مسایلو کې بې ځایه وخت مه تېروئ، هڅه وکړئ چې هره ورځ خپل درسونه تعقیب کړئ، پر زوړ درس ځان پوه کړئ، نوی درس مو ولولئ، مهمې نقطې یې یاداشت کړئ، له ځان سره پرې خبرې وکړئ، پر درسي کتابونو بسنه مه کوئ او په همدې تړاو د نورو لیکوالو اثار هم ولولئ.
زه باور لرم چې د پوهنتون په پای ته رسېدو سره به تاسې هغه څوک نه یاست کوم چې د پوهنتون پر درشل پر لومړۍ ورځ پل واخیست.
هو ستاسې په افکارو، خبرو، کړنو او عادتونو کې به لکه ځمکه او اسمان مثبت بدلون راغلی وي، بریالي اوسئ.

3 COMMENTS

  1. ګرانه په دی لیکنه او ضروری مشور دی ډیر خوشحاله شوم ډیر ښه ټکی دی ورته ویلی، خو یوه بله مشوره هم وراضافه کړه:
    که پوهنتون کی مو کوم خپلوان، د پلار یا کاکا او ماما دوست اوآشنا استاد وی، احتیاط کوئ چی د فراغت تر ورځې ځان ور معرفی نه کړئ او نه ورڅخه کومه تمه – توقع ولرئ چی ژوند به مو تبا شی یعنی بیا به د واسطی خبره پیدا کیږی. په خپل همت او زحمت ځان کامیاب کړی او لوړی نمری واخلئ، له هیچا د واسطې تمه مه کوئ ، نقل اوواسطه په درد نه خوری دواړه محصل ته زهر دی پوهنتون کی مو واسطو او نقل زړه راجوولی و.

  2. سلامونه،
    روکی جنت اجمل جانه ۶ډیرې ضروري لارښوونې دې نویو بریالي شویو زده کړالیانو ته په ګوته کړي
    د ډیر محترم استاد پوهاند صاحب دودیال وړاندیز هم چې له تجربې چینه اخلي ډیر مهم دی.۷
    زما یاد ته خپل د پوهنتون یا یونیورسیټۍ لمړنیو وختونو خاطره راغله او هغه دا چې : یو څو میاشتې دروڼټه د ڼنګرهارطب پي سي بي او بیا د ترکییي بورس استانبول طپ فاکولته سې کې د درسونو او لیليې سره د ځان بلدولو او تقسیم اوقاتونو مراعاتولو سره ، د طبیعت او فزیالوژيکي شرایطو له کبله ،نا خود آګاه د ښکلیو نجونو تر تاثیر لاندې د عشق یا مينې په تارونو زنګیدل هم راپیښ شول ؛هماهاغه و چې د هغه کنترول هم ډیر مشکل کار و!!!!.و.غ.حه
    ۸-نو زما وړاندیز نوي مجردو ځوانانو ته دا ده چې د درسونو سره د مينې او علاقې سره سره، که د مینو نورو ډولونو سره مخامخ شوئ ،له پوره عقل، اسلامي ،کورنۍ او کلتوري ا.د.ن اساساتو او مشورو په اساس مخکې لاړ شۍ ؛ مقصد چې داسې نه شي نه د دین شۍ نه د سادین!!
    البته هغوی څې پخوا ودونه کړي ، بیغمه دي او له دې وړاندیزه مستثنی دي.
    له ځیر کیدلو مو مڼنه او د ټولو خورکیو او روکیانو د پوهې ،زدهکړو او بریالیتوبونو په دعا او امیدونو.

  3. سلام
    خو له دې اوچته په ټوله کې وایی ګاو در حال مردن وقصاب در غم چربو! پوهنتو ن له سیاست، احسا ساتی سیالیو، تش په نوم خودخواهیو او خالی قباله روباه کاغذ لاس ته راوړلو ، هردول لاس وهنو څخه بهر یو ه علمی موسسه ده او خانګړی حاکمیت لری . دپوهنتون تعلیمی نصاب او چاپیریال په کمیت او کیفیت ولاړ ځان ته تعلیمی نظم او دسپلین جوړوی دلته له محصیلنو مخکې استادان ، داستادانو اهلیت اوشخصیت ،محیط، ، ماحول او نور ابزار ډیر مهم دی ……… چې دمحصلینو به روزنه کې تولیدی ارزښت لری او دهردول غیر علمی ، ناجایزه فرهنګ ،هیاهو اوهسې په احساستو ولاړوعواملو څخه ډډه کوی. له بده مرغه دافغانستان تعلیمی سیستم له ستر کړکېچ سره هغه وخت مخ شو کله چې دلته روسانو مداخله وکړه او هره شپه به دقدرت د تمثیل په خاطر بې حسابه محصلین زندان ته وړل کیدل او تر نن پورې تری تم شول خو داتل توب ادعا هم زه او ته کوو. دګلم جو وخت کې دلته انډوخر وه،
    ستا دلایل سم دی خو راځی موږ دابل نمایشی اړخ ته هم وګورو دپوهاند ، پوهندوی ،پوهنمل ،پوهنیار او پوهیالی او نورو شالید اوابتکار دنړۍ له پوهنتونو سره مقایسه کړو او دپوهنتون عمومی تصویر ته دیوه عینی معیار او ستندرد په کچه وګورو نه لوبو او تش به نوم جعل کاریو .موږ لا دزاړه فرهنګ په درانه خوب ویده ولس یو! دلته پوهن او تون دواړه مړه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب