Homeخبرونهد افغانستان د دفاع وزیر او استخباراتو رييس په دوحه کې د...

د افغانستان د دفاع وزیر او استخباراتو رييس په دوحه کې د پاکستان له دفاع وزیر او د استخباراتو سره خبرې کوي

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۲۶ مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو لپاره د افغانستان له لوري  دفاع وزیر ملا محمد يعقوب مجاهد، او د استخباراتو د رييس ملا عبدالحق وثيق په مشری جګپوړی پلاوی دوحې ته تللی.

د طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد نن، د ميزان په ۲۶مه (شنبه)، په خپله ایکسپاڼه کې ليکلي چې دا خبرې نن د طالبانو د استازو او د پاکستان د چارواکو ترمنځ په دوحه کې ترسره کېږي.

مجاهد زياته کړې چې د طالبانو حکومت پر پکتیکا د پاکستان د تېرې شپې هوايي بريدونه ” ښکاره او تکراري تېری” او د “پاکستاني پوځ جنايت” بللی او په کلکو ټکو یې غندای دی.

نوموړي زياته کړه:

«اسلامي امارت به د غچ‌اخيستنې له اقدامه ډډه وکړي او پر سوله‌ييزو خبرو باور لري.»

په همدې وخت کې، د پاکستان دولتي ټلویزيون هم اعلان کړی چې د دغه هېواد دفاع وزير خواجه آصف او د پوځ د استخباراتو رييس عاصم ملک هم دوحې ته روان دي، څو د طالبانو له مشرانو سره د وروستيو تاوتريخوالو په اړه خبرې وکړي.

دا پرمختګ وروسته له هغه کېږي چې د جمعې په شپه، پاکستان د ۴۸ ساعته اوربند له پای ته رسېدو وروسته، د پکتيکا ولايت پر ځينو سيمو هوايي بريدونه وکړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...