جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهمجاهد: خپل ځواکونه یې مذاکراتي ټیم ته د درناوي په خاطر له...

مجاهد: خپل ځواکونه یې مذاکراتي ټیم ته د درناوي په خاطر له نوي تحرکاتو منع کړي

تاند ( شنبه د تلې – میزان ۲۶مه) د طالبانو د حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په پکتیکا کې د پاکستان پوځي رژیم هوايي بریدونه په کلکه غندلي، خو له افغان ځواکونو یې غوښتي چې په قطر کې د خپل مذاکراتي ټیم د حیثیت ساتلو او درناوي په خاطر له نویو تحرکاتو ډډه وکړي.

مجاهد په اېکس‌پاڼه لیکلي: “تیره شپه یوځل بیا د پاکستاني فوځیانو لخوا په پکتیکا کې په ملکي ځایونو هوايي بریدونه وشول چې یو تعداد ملکي هېوادوال په کې شهیدان او ټپیان شول. اسلامي امارت د پاکستاني فوځیانو متکرر جنایت او د افغانستان د حریم نقض په تر ټولو سختو ټکو غندي او دا سې کړنې پارونې عمل او د جګړې د اوږدیدو هڅه بولي.”

ذبیح الله مجاهد منلې چې د ملي دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د طالبانو لوړپوړی پلاوی د پاکستان له پوځي رژیم سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی دی.

نوموړي دا هم ویلي چې دوی یوځل بیا تکراروي چې افغانستان په سوله‌ییز حل او سیمه‌ییز امن باور لري، خو کوم څه چې پيښيږي هغه ټول د پاکستاني اړخ د تجازونو له امله دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...