Homeخبرونهسارا علي خان: کله مې چې د اداکارۍ پرېکړه وکړه، وزن مې...

سارا علي خان: کله مې چې د اداکارۍ پرېکړه وکړه، وزن مې ۱۰۰ کیلوګرامه و

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۹ مه) د بالیووډ اداکارې سارا علي خان ویلي، کله چې دې په فلمونو کې د کار کولو پرېکړه وکړه، وزن یې شاوخوا ۱۰۰ کیلوګرامه و.

سارا علي خان دا مهال د خپل نوي فلم «اړتا تیر» د تبلیغاتو په چارو بوخته ده. په دغه فلم کې به له اداکار آیوشمان کُرانه سره یوځای راڅرګنده شي.

دواړو فلمي ستورو (اداکارانو) په دې وروستیو کې د انیل کپور په کوربه‌توب د «انډیا ټاپ ون پرسنټ» په خپرونه کې ګډون کړی و. سارا په دې خپرونه کې د خپل هنري سفر د پیل په اړه خبرې وکړې.

هغې د انیل کپور د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، له ماشومتوبه یې د اداکارې کېدو هیله لرله، خو زده‌کړې یې هم ډېرې خوښېدې. له همدې امله یې د امریکا په کولمبیا پوهنتون کې تاریخ ولوست او غوښتل یې د حقوقو سند هم ترلاسه کړي.

سارا وویل، په پوهنتون کې د تیاتر د کورس له بشپړولو او پر سټېج له اداکارۍ وروسته یې په زړه کې د ماشومتوب هغه هیله بېرته راژوندۍ شوه چې یوه ورځ به اداکاره شي. له همدې وروسته یې اراده وکړه چې د اداکارۍ په برخه کې خپل بخت وازمويي.

هغې زیاته کړه، کله یې چې د اداکارې کېدو پرېکړه وکړه، وزن یې کابو ۱۰۰ کیلوګرامه و.

د خپرونې په ترڅ کې انیل کپور له آیوشمان کُرانه هم وپوښتل چې کله یې د اداکار کېدو پرېکړه وکړه؟

آیوشمان په ځواب کې وویل، د انیل کپور په لیدلو یې له اداکارۍ سره مینه پیدا شوه.

هغه د خپل پلار د رول ستاینه هم وکړه او ویې ویل چې پلار یې له ماشومتوبه هنر او اداکارۍ ته هڅولی دی.

د آیوشمان په وینا، په کوچنیو ښارونو کې په دودیزو کورنیو کې د فلمي نړۍ د کار ملاتړ ډېر عام نه و، خو پلار یې تل د هغه د هنري لېوالتیا ملاتړ کړی دی.

نوموړي وویل، نیا یې هم په ګوردواره کې سندرې ویلې او د نورو د غږونو او کړنو د تقلید وړتیا یې لرله؛ هغه زیاتوي چې هنري وړتیاوې یې تر یوه حده له خپلې انا په میراث کې اخیستې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ناشناس وروستۍ مرکه| ډاکترخوشحال حبيبي

ما د ناشناس مرکه (له ناشناس سره مرکه، مالمو سويدن ١١ اپريل ٢٠٢٦) چي تر دغه عنوان لاندي خپره سوې ده او د سويډن...