د لبناني_ امریکايي ادیب ښاغلي جبران خلیل جبران د (پیامبر) پر دري ژباړي د ارواښاد استاد عبدالرحمان پژواک د سريزې پښتو ژباړه اوشننه:
لومړی د جبران خلیل جبران په اړه:
جبران خلیل جبران د لبنان په بشرې کې په ١٨٨٣م کال زېږېدلی دی، اوپه ١٩٣١م کال کې وفات شوی دی.
نوموړي ټولټال ٤٨کاله عمر کړی اوپه دې نسبتاً لنډ ژوند کې يي د فکر او پنځوني په دنیاکې لویه هنري_ادبي شتمني خلق کړې ده، جبران لکه د نورو لویو هنري شخصیتونو په څېر د ژوند د ستړو او تنګلاسیو په لړ کې له لبنان څخه له خپلي کورنۍ سره امریکاته کډوال شوی دی، هلته يي د نړیوالو ژبو د زده کړي په برخه کې انګلیسي او فرانسوي ژبي هم زده کړي دي، او د لیکوالۍ لومړۍ تجربې يي هم په همدې وختونو کې پیل کړي دي، ده د پیامبر د اثر لومړی ذهني طرحه په پنځلس کلنی کې ترسیم کړې ده، چې د نوي زلمیتوب په پیل کې دغه ډول فکر اوتخلیقي درایت د نوموړي پر فکري اوهنري نبوغ ښه دلالت کوي.
جبران هم لکه د نورو فکري_هنري اشخاصو غوندي د ژوند د مادي رنځ له پولو عبور کړی دی او په معنوي دنیاکې يي د انساني ستړي اوتراژیک درد سختي ضربې خوړلي دي، او د ځان په درد نه بلکې د جهان په درد يي ښه ډېر ژړلي دي، جبران د خپلو فکري ملغلرو په پنځولو کې ډېر ژور او اغیزناک عمل کړی دی، د ژوند د ټولو موشګافي اړخونو د سپړلو او نقد کولو یو ظریفانه او ماهرانه متفاوته زاویه يي کارولې ده.
جبران باید هم خپل ځانګړي فکر او نه پوخلاکېدونکي دريځ همداسي په یو یاغي او عصیان ګر دريځ کې له عمومي بهیر نه ګوښي او جدا ساتلی وای، چې همدې باغي یوازیتوب ده ته د لا ژورو فکرونو او تنقیدي دريځونو فرصت په لاس ورکاوه.
د ژوند په باب د جبران فکرونه اودريځونه د یو بکر او ناراض لیدلوري په اډانه کې لا اوس هم د غور او تدقیق وړ دي، جبران یو لوی هنري طوفان دی چې د فکرونو په دنیاکې د نه اېل کېدو او رامېدو خوځنده او ناآرمه څپي وهي او لاهم د زمانې له اوږدېدو سره د خپل نه تم کېدونکي سفر مزلونه کچ کوي.
جبران د وطن په باب وايي: (تاسو دا پوښتنه مه کوﺉ چې وطن ماته څه کوي؛ بلکې دا فکر اوهوډ ولرﺉ چې تاسو د وطن لپاره څه کوﺉ).
داچې هنري رڼا ځمکنۍ پولي نه پېژني او د زړونو او فکرونو جغرافیا فزیکي کرښي نه مني نوپه دې بنا د جبران د فکر جلوې د انساني ارواوو پر محور ور چورلي ځکه دده پنځ له محدودو مصنوعي دایرو اوړي، اود انسان زړه ته لاره کوي.
زموږ د پوهانو او عالمانو دا احسان ډېر لوی او مهم ارزښت لري چې دغه هنري رسالت ته يي په ټول هوډ لبیک ویلی دی او د نړۍ د فکري او هنري دنیا خواږه اوراڼه يي تر خپلو همژبو ولسونو رسولي دي، د مختلفو هنري افکارو د ګډي ژبي او بشپړ درک لپاره يي ښه زمینې ورته چمتوکړي دي، چې دا غوره عمل د یو هدفمند هنري رسالت په حیث لویه لورینه ده.
مرحوم استاد پژواک دغه مهمه فکري_هنري اړتیا لا په هغه وخت کې حِس کړې او درک کړې ده، او دا هڅه يي په ټول ادبي رسالت او هنري لوریني تر سره کړې ده ترڅو د نړیوال ادب هنري شغلې تر خپلو خلکو او خاوري راورسوي، استاد پژواک ددې وطن د یو پیاوړي ادیب او رسالتمند شاعر په توګه د جبران خلیل جبران د هنري اوشاعرانه نثر ژور کیفیتونه په همداسي لوړي شاعرانه قریحې په ښکلې دري ژبه را ژباړلي او ددې خوږې ژباړي په ترڅ کې يي د خپل ژور فکر او لوړ تخیل په مټ همداسي شاعرانه شننه او ارزونه پرې کړې ده.
استاد؛ د جبران د غوره فکرونو او شاعرانه خیالونو د شاعرانه طلسم اغیزوته ملتفت دی او دا عالي او نوښتیزهنري فکرونه يي د خپلو خلکو د ادبي ذوق د پاللو او لوړولو لپاره انتخاب کړي دي، زه دې ټکي ته متوجه یم چې د نړیوال ادب د لاښه پېژند او پیوستون په لړ کې زموږ د هیواد نورو زیارکښو او لورانده پوهانو هم مختلفي ژباړي، شنني او تحلیلونه تر سره کړي دي او داچاره زموږ د ملي ادب د لا پرمختګ او د نړیوالو ادبي تجربو څخه د الهام او ګټي اخیستو په موخه ډېر ښه ترسره شوې ده. چې د دوی ټولو کار او زیار په خپل ځای د قدر اومنښت وړ دی.
د استادپژواک ددې ادبي زیار نوښت او ارزښت په دې کې دی چې نوموړی د خپلو ژورو نړيوالو مطالعاتو په لړ کې د ژباړي او خپلو خلکوته د رسېدو لپاره هغه څه انتخابوي چې په هغه وخت کې هم نوي، جالب او هم ګټور دي، ښه بېلګه يي همدا د جبران (پیامبر) اثر دی، استاد کابو (٧١) کاله پخوا د نړیوال ادب تجربې د خپل ملي ادب سره د شریک کېدلو په موخه را ژباړلي او شنلي دي.
استاد ددې اثر په سرېزه کې موږ ډېرو ښو او نوو ټکوته متوجه کوي چې ټول ټکي يي د نوموړي پر پراخه هنري نړۍ لید دلالت کوي، استاد په دې سرېزه کې د یاد اثر د اغیز په باب خبري لري اوددې کتاب د ښکلا اوعاطفي کشش په موجودیت د خپل اخیستي تاثر یادونه کوي، نوموړی د (ښکلا) پر اهمیت او د انساني تعبیرونو پر آزادی، زغم او متقابل درناوي ټینګار کوي.
همداشان د جبران د فکر د ښه شریحي او ادراک بیان هم وړاندي کوي، د هغه د لیدلوري لنډه پېژندنه هم له خپلو هیوادوالو سره شریک کوي.
استاد پژواک د وطن د یو لوی مفکر ښاعر په توګه د جبران دا اثر یو شاعرانه نثر ګڼي او دا په مکالمه يي پېرایه کې لیکل شوی اثر چې متکلم او مخاطب محوره چهارچوب لري د ډېرو لویو ماناوو او مفاهیمو په محورکې یو پوهنیزه اومعرفتي هڅه بولي.
په ټوله کې په دې لیکنه کې موږ د یولوی نړیوال شاعر پر شاعرانه تخلیق د یو بل دراک او نوښتګر شاعر لوړه شاعرانه کره کتنه او آن تنقید لولو.
زه به دلته د استاد پژواک د همهغي سرېزې پښتو ژباړه تاسو قدرمنو عزیزانوته وړاندي کړم ترڅو د جبران خلیل جبران د یاد اثر په باب د استاد له تلقیناتو او تعبیرونو هم ښه خبر شو.
د ژباړن خبري:
(استادپژواک)
شپاړس کاله پخوا یو دوست د جبران خلیل جبران د (پیامبر) کتاب راته ډالۍ کړ، دا کتاب په انګلیسي ژبه لیکلی و، په لوستلو مې عجیب آغېز خپل کړ، څو ځله مې ولوست او په آخر کې مې فارسي ژبي ته را وژباړﺉ، ښایې کوم فکرونه او عواطف چې په دې کتاب کې شتون لري ډېر لوی ونه اوسي، ولي ښکلي دي؛ که لوی یې و ګڼو نو دا لویوالی يې د ښکلادی، اوکه يې ښکلي وبولو، دا ښکلا يې لویه ده، ما تل د جبران له فکرونوڅخه ددې پرځای چې هغه مې د عقيدې پربنسټ ستایلی وي؛ د خوښېدواوغوره کېدو په خاطر پيروی کړې ده، که څوک دا مسله بل ډول تعبیروي هغه د دوی خپل تعبیر دی. زه تل د نورو تعبیرونه لکه خپل تعبیر داسي خوښوم، په یاد مې دي چې زما د ملګرو څخه کوم یوه يې دا فکرونه د ښکلو پندونو او نصایحو په توګه ګڼل، زه په دې باور نه یم چې جبران په پند ورکولو معتقد و، زه نوموړی داسي استاد ګڼم چې عقیده يې د زده کړي وړ نه بلل.
د نوموړي په نزد ژوند معرفت او پېژندنه ده، پوهه نه ده، کله چې دی وایی داسي وکړﺉ زه فکرکوم چې نوموړی وایی زه يې داسي وینم، که چېري وایې داسي مه کوﺉ؛ داسي ګڼم چې وایې زه يې داسي نه شم لیدلای، د خبرو داسي طرز نصیحت کول نه دي. ما له دې کتاب څخه څه نه دي زده کړي، بلکې څه مې پکې لېدلي دي، بناً زما هیله د لوستونکو څخه څرګنده ده، فکرونه ټول یو ډول نه دي. ښایې عواطف هم همداسي وي، دا فکرونه او عواطف دي چې باید وویل شي، همداشان داسي عواطف هم شته چې باید په چوپتیا و لمانځل شي، او ګیلې باید په خاموشۍ کې وستایل شي، جبران په دې کتاب کې داسي څه نه دي کړي.
زه داسي احساس کوم چې ځیني فکرونه او عواطف چې باید د زړه څخه چې یو رښتینی او حقیقي منزل دی نه وای را ایستل شوي، اما! جبران هغه په دې کتاب کې را ایستلې دي، هغه څوک چې لکه زماغوندي؛ دا نه خوښوي ترڅو د زړه سپېڅلي پروازونه چې انساني روح يې د خپلي سپېڅلي میني په قوت تسلیم کړې ده، او حکومت پرې کوي، ددغسي ځواک ښکاره کول يي هيڅکله نه خوښېږي.
د ټولو رازونو کشفول دادي چې خپل د رازونو دنیا لویه کړل شي، او ژوند اونړۍ کوچیني کړای شي، د یو څيز غندل او د بل شي ستایل د دغه ډول کړنو له جملې څخه دي، سره له دې چې د جبران آسمان ډېر لوړ دی، اما تراوسه يې د غندنو اوستاینو په پراخه نړۍ کې خوځښت نه دی کړی. اولا هم په ټيټ جهان کې بند دی، نو په دې اساس نه شم کولای چې پېروي يې وکړم، ولي! دده د ستورو تر دې ښکلې آسمان بل داسي ښایسته آسمان نه شو موندلای، بناً نه شم کولای چې مینه ور سره ونه لرم او خوښ يې نه کړم. نو! پردې بنسټ ویلای شو چې جبران شاعر دی او خبري يې شعر دی.
د شعر ژباړل جرئت غواړي، چې له ځوانو زړونو پرته يي بل څوک نه شي ترسره کولای، که نن دده دا کتاب ماته رارسېدلای وای، ما داجرئت نه شو کولای چې ویې ژباړم.
ددې ښکلي تېروتنې له کبله چې زه پرې پښېمانه نه یم سبب يې دادی چې داسي زلمي شته چې دا ډول تېروتني خوښوي.
د پخوانیو وګړو څخه مي ددې ډول تېروتنو د جرئت د هیلي حکایت ډېر لږ په آرمان اورېدلی دی، که یو تن هم دا اثر ولولي او ګټه ترې واخلي بیا به هم زما هیله پوره شوې وي، له دې څخه زیات نه پوهيږم چې څه کولای شم.
بيدل ندانم درکِشت الفت
جزدل چه کارم تابر ندارم
پژواک\ کابل\ ١٥\ ثور ١٣٣٤
ماخذونه:
١_ پېشوا: د استاد پژواک له خوا د پیامبر اثر دري ژباړه
٢_ سیندونه او اندونه: د استاد محمداکبر کرګر د ادبي او فلسفي څېړونو د کتابونو دویم ټوک
په دعااودرنښت
همت عمرزوی