وفيسر ډاکټرنصيب الله سيماب
پښتو څانګه بلوچستان پوهنتون کوټه
د ډاکټر عبدالروف رفیقي دغه ټولګه “…چي خبري سره وکو” په پښتو ادب کي د تمثیلي شاعرۍ یو ډېر ښکلی او بې ساری مثال دی.که څه هم په پښتو ادب کي عبدالباري جهاني،دروېش دراني هم دا رنګه نظمونه ليکلي دي خو داسي په مکالموي قالب کي په منظم ډول زما په خيال بل چا نه دي ليکلي. په پښتو شاعرۍ کي مکالموي فلسفي نظمونه کم نه دي، خو په منظم ډول د ۳۲ مفاهيمو دا ډول سلسله وار تقابل نسبتاً نوښت بلل کيدای سي. دا اثر د تصوفي شاعرۍ، فلسفي نظم او ټولنيز نقد تر منځ يو پُل جوړوي.دا ټولګه د معاصر فکري شعر په کتار کي د تامل (قابل تقليد) وړ مقام لري، ځکه چي شاعر د احساس تر څنګ استدلال هم کارولی دی.دا نظمونه یوازې شعرونه نه دي، بلکې د ژوند د فلسفې، تصوف او ټولنیزو حقایقو ژور بحثونه دي.دا منظومه ټولګه د مکالموي شعر په قالب کي د انساني وجود، اخلاقي شعور، معرفت، زمان، قدرت، مينه، تقدير او ټولنيز عدالت ژور فلسفي بحثونه وړاندي کوي. شاعر د تضاد پر بنسټ فکري نظام جوړوي؛ يعنې مفاهيم يوازې تشريح کوي نه بلکې سره مخامخ کوي يې. همدا تقابل د دې اثر اساسي تکنيک دی.په دې مجموعه کي “نفس او شيطان”، “عقل او بخت”، “علم او مينه”، “بدن او وجدان”، “اور او نور”، “هوس او عشق” او ورته نورې جوړې د انساني تجربې دوه قطبونه انځوروي. شاعر د دې تضادونو له لاري لوستونکی تفکر ته اړ باسي او له سطحي قضاوت څخه يې ژغوري.لوستونکی نېغ په نېغه د پیښو په منځ کي دروي. هغه “بې ساه” شیانو ته ژبه ورکړې (لکه اور، نور، لرګی، تار، تخت او تخته). دا سبک چي په ادب کي ورته “Personification”(شخصيت ورکول) ویل کیږي، د دې لامل سوی چي پېچلي فلسفي مسایل په ډېره ساده او په زړه پورې بڼه بیان سي چي د فکري او روحاني ژورتیا په پوښ پوښل سوي دي. په دې نظمونو کي د انسان د داخلي کشمکش انځور ډېر پیاوړی دی. لکه د نفس او شیطان مکالمه چي دا یو لوی حقیقت بیانوي. انسان کله کله خپلي ګناهونه پر شیطان ور اچوي، خو په اصل کي د انسان “نفس” تر شیطان هم سرکښه کيدای سي.دی د نفس دا سرکښي د شيطان په خاته کي اچول غواړي. داغه رنګه د عقل او بخت بحث دی چي له ازل تر دې دمه په دومداره توګه په انساني ټولنه کي راروان دی. دا د انسان هغه ازلي پوښتنه ده چي آیا ژوند په تدبیر (عقل) چلیږي که په بخت؟ شاعر دلته د سعدي او رحمان بابا غوندي د عقل پر محدودیت او د بخت پر برلاسي خبره کوي.
د درد او سوز ګډه ژبه: د “تار، لرګي (رباب) او انسان” مکالمه په دې ټولګه کي د یو هنري شهکار حیثیت لري. شاعر دا بیانوي چي په کائنات کي هر موجود له خپل اصل څخه د بېلتون درد لري.لرګی د ونې (اصل) نه د بېلتون له امله ناله کوي.تار د غره له کانه د را ایستلو له امله فریاد کوي.انسان د “جنت” څخه د را جلا کيدو په غم کي دی. دا هغه آفاقي درد دی چي مولانا جلال الدین رومي یې په “نی نامه” کي یادونه کړې وه، خو رفیقي په خپل پښتو انداز کي په ډېر مهارت وړاندې کړی دی.د ټولنیز او اخلاقي اصلاح په خاطر شاعر یوازي په غیبي خبرو بسنه نه ده کړې، بلکې ټولنیز نقد یې هم کړی دی. د “لاروي او کلال” په مکالمه کي هغه د انسان د غرور د ماتولو هڅه کړې ده او دا یې ښکاره کړې ده چي دا خاوره چي ته یې نن تر پښو لاندې کوې سبا به ستا وجود ورڅخه جوړیږي. د ډاکټررفیقي صاحب ژبه خوږه او د خپلي خاوري په رنګ رنګېدلې ده چي هم پکي پخوانۍ اصطلاحات سته او هم عصري رنګ. د هغه په شعرونو کي د “منصوري نعرو” او “سقراطي پوهې” یادونه ثابتوي چي هغه د نړۍ له تاریخي او فلسفي بهیرونو سره پوره بلد څوک دی هسي خبري يې نه دي کړي. په دې اړه که موږ وګورو نو د کتاب فلسفي رېښې درې مهمو سرچينو ته رسېږي:
اخلاقي – وجداني فلسفه: د ضمير، نفس، انصاف او مسؤوليت موضوعات د اخلاقي فلسفې له ميدان يا ساحې سره اړه لري. دلته انسان د خپل عمل په وړاندې جواب ويونکی یا ذمه وار په توګه وړاندي سوی دی.
تصوفي معرفت: د عشق او هوس، نور او اور، مينه او علم بحثونه د روحانيت او باطني تکامل مفاهيم راژوندي کوي. عشق دلته و کمال ته د رسېدو وسيله ده نه تش احساس.
استدلالي فلسفه: د عقل او حقيقت سره تړلي مکالمې د يوناني فلسفې ياد تازه کوي، په ځانګړي ډول د سقراط او افلاطون و مکالموي طرز ته ورته والی لري. شاعر هم حقيقت د سوال او جواب له لاري رابرسېره کوي، نه د مستقيم وعظ له لاري.هم دا ادبي جوړښت او تکنيک يعني مکالموي اسلوب د پښتو معاصر شعر په ډګر کي ځانګړی ځای لري. مکالمه دلته يوازي هنري سينګار نه دی؛ بلکې د فکري تضاد هنداره ده.نفس، وجدان، عقل، بخت، وخت، مينه، اور، نوردا ټول تمثيلي کردارونه او شخصيتونه دي. شاعر تجريدي مفاهيمو ته انساني بڼه ورکوي تر څو بحث ژوندی سي او ژورتيا پيدا کړي،دا افسانوي رنګ يې نظم ته ځلا بخښي. بله خوبي يې دا ده چي هر نظم د دوو مفاهيمو تر منځ جدلي حرکت لري. دا جدليت د هېګل (تسز، انټي تسز، سنتز) په شان فکري پرمختګ رامنځته کوي، که څه هم شاعر دا چوکاټ په مستقيم ډول نه يادوي. د کتاب په ټولو نظمونو کي ژبه ساده کارول سوې ده خو مانا يې ډېره ژوره ده.هر ټکی د نورو ټکو په مرسته معنویت ته ځان رسوي چي د شاعر له ټکو سره کلتوري تړاو او ياري څرګندوي. شاعر له پېچلو فلسفي اصطلاحاتو ډډه کړې او مفاهيم يې د تصوير، تمثيل او عاطفې له لارې بيان کړي دي. همدا ځانګړنه اثر د عام او خاص لوستونکي دواړو لپاره د فهم وړ ګرځوي.که ټول نظمونه په موضوعي لحاظ وويشو، څلور غتي ساحې ورڅخه جوړيږي:
- انساني باطن – نفس، وجدان، عقل، زړه
- اخلاق او ټولنه – ظالم او مظلوم، تخت او تخته، قلم او توره
- زمان او هستي – پرون، نن، سبا؛ ژوند او مرګ
- معرفت او روحانيت – علم او مينه، اور او نور، عشق او هوس
دا څلورګونې څانګې په ګډه د انسان د وجود بشپړ تصوير وړاندې کوي.
ټولنيز او فکري ارزښت: دا مجموعه يوازې شاعرانه تأمل (عکاسي) نه دی؛ بلکې ټولنيز انتقاد هم لري. د طاقت، شتمنۍ، ظلم، غرور او بې انصافی موضوعات د معاصر انسان دردونه بيانوي. شاعر لوستونکی د ځان محاسبې، فکري ويښتيا او اخلاقي اصلاح لور ته رابولي.په همدې دليل دا اثر د نصيحت ساده بيان نه دی؛ بلکې فکري تحريک دی.دا ۳۲ منظومې مکالمې د انسان د ځان پېژندنې سفر دی. شاعر لوستونکی له نفس څخه تر وجدان، له عقل څخه تر عشق، او له قدرت څخه تر زوال پوري فکري مزل ته بيايي. دلته هر نظم يو پوښتنه ده او هره مکالمه د حقيقت لټون.دا اثر لوستونکي ته يوازې خوند نه ورکوي، بلکې هغه د فکر، قضاوت او اخلاقي مسؤوليت مرحلې ته رسوي. همدې ځانګړتيا ته په کتو دا مجموعه د فلسفي، ادبي ارزښت له مخې د جدي مطالعې وړ ده.دا د هغو خلکو لپاره یو غوره کتاب دی چي غواړي د ژوند د تضادونو (لکه خیر او شر، عقل او عشق، مرګ او ژوند) په اړه په شاعرانه بڼه پوه سي.
د “نی” او “رباب” ناله (له رومي څخه تر رفیقي)
کله چي موږ د تار، لرګي او انسان مکالمه لولو، نو بې اختیاره د مولانا رومي د “ني نامې” پیل را یادیږي. خو رفیقي صاحب دا بحث په یو بل هنري ابهام کي وړاندې کوي. هغه “رباب” په دریو برخو ویشي لرګی، تار او بیا هغه انسان چي دا رباب غږوي.لرګی د خپل باغ او شنې ونې څخه د جلاوالي فریاد کوي:“زما هغه باغ او بوستان بيخي ياديږي / چي مي نن له هره رګه درد څڅيږي”
تار د غره د کان او د اور د سوزش قصه کوي.دا ښیي چي په کائنات کي هیڅ شی بې درده نه دی. رفیقي دلته د “وحدت الوجود” هغه پټ رنګ کارولی چي هر موجود د خپل اصل په لټه کي دی.رفیقي صاحب په دغو مکالمو کي انسان د یو داسې مسافر په توګه انځوروي چي له جنته “بې آبه” راوتلی دی. د هغه په نظر، د انسان هر فعالیت، هره شاعري او د هنر هره ننداره په اصل کي د هغه ورک شوي کور (جنت) په لټه کي یوه هڅه ده.د انسان په ژبه دا وینا چي
“خوی او بوی مي له دې مځکي نه سميږي / موسمونه د جنت مي ډېر ياديږي”
دا ثابتوي چي د رفیقي شاعري یوازي د مځکنیو غمو کیسه نه ده، بلکې دا یو مابعدالطبیعاتي (Metaphysical) درد دی چي د انسان روح یې له امله ناارامه دی. درد د معرفت وسیله ګرځوي،د ټپ او درد په مکالمه کي، شاعر درد ته شخصیت ورکوي. دلته درد یو منفي احساس نه دی، بلکې هغه “همراز” دی چي ټپ ته معنا ورکوي. رفیقي صاحب وایي چي که درد نه وي، نو د ټپ شتون بې معنا دی. دا په تصوف کي د “دردِ دل” هغه مقام دی چي انسان له ځانپالنې څخه باسي او د کائناتو له روح سره یې نښلوي.په دې بحث کي بل مهم ټکی دا دی چي درد ولې پیدا کیږي؟ رفیقي صاحب په خپلو مکالمو (لکه د بدن او وجدان) کي دا روښانه کوي چي درد د “فاني” (بدن) او “باقي” (وجدان) ترمنځ د جنګ نتیجه ده. بدن د مځکي په مادیاتو پسې ژاړي، خو وجدان د ابدیت په لټه کي دی. دا تضاد د درد هغه تودوخه پیدا کوي چي د شاعر په کلماتو کي نڅیږي.دا تش نظمونه نه دي او مه يې د نظمو په نيت لولی بلکې دا يو داسي فکري نړۍ سازوي چي انسان له دننه څخه لړځوي او پر دې فکر يې مجبوره کوي چي د ځان په لټه سي او خپل ځان پيدا کړي.پښتو شاعري د خپل اوږد ادبي سفر په ترڅ کي د احساس، فکر، عرفان او ټولنيز شعور بېلابېلې تجربې خپلي کړي دي. له حکيمانه شاعرۍ نيولې تر عرفاني او فلسفي شاعرۍ پورې، د پښتو ادب هر پړاو د انسان، ژوند او کائناتو د پېژندنې يوه نوې زاويه وړاندې کړې ده. د همدې فکري بهير په تسلسل کي د مکالماتي شاعرۍ دغه ټولګه د معاصرې پښتو شاعرۍ يوه ځانګړې او د پام وړ تجربه ده. د دې ټولګې ځانګړنه دا ده چي شاعر د روايتي غزل او توصيفي نظم پر ځای د مکالمې تکنيک غوره کړی او د همدې هنري وسيلې له لارې يې ژورې فلسفي، عرفاني، اخلاقي او ټولنيزې پوښتنې رااخيستې دي.مکالمه د ادب او فلسفې په تاريخ کي د حقيقت د لټون يوه مهمه وسيله ګڼل کيږي. له سقراط او افلاطون څخه نيولې تر معاصرو فکري مکتبونو پوري، مکالمه د دې لپاره کارول شوې چي د يوې مسئلې بېلابېل اړخونه وڅېړل سي. په دې نظمونو کي هم شاعر حکم نه صادروي، بلکې د ژوند د مختلفو حقيقتونو تر منځ مناظره رامنځته کوي. وجدان له بدن سره خبرې کوي، علم له مينې سره استدلال کوي، حسن له نظر سره مخامخ کيږي، تقدير خپل شکايت وړاندې کوي او حتی مرمۍ د انسان پر وړاندې د خپل بې ګناهۍ دعوه کوي. په دې توګه لوستونکی د يوې فکري محکمې شاهد ګرځي چيري چي هر مفهوم خپل دليل وړاندې کوي. لکه څنګه چي مخ کي ذکر وسو د ټولګې تر ټولو ژور فکري بحث د «بدن او وجدان مکالمه» ده. دلته شاعر د انسان د وجود دوه بنسټيز اړخونه سره مخامخ کوي.دا بحث په نړيواله کچه باندي مختلفو عالمانو کړی دی. امام غزالي په خپل مشهور اثر احياء علوم الدين کي انسان د دوو قوتونو مجموعه ګڼي؛ يو د نفس غوښتني او بل د عقل او روح رهبري. د ده په اند که نفس پر انسان غالب سي، انسان د حيوانيت لوري ته ځي، او که عقل او روح واکمن سي، انسان د کمال درجې ته رسېږي. د وجدان او بدن مکالمه په همدې چوکاټ کي لوستل کيدای سي.همدارنګه مولانا جلال الدين رومي د انسان دننه د روح او نفس دا مبارزه په ډېرو ځايونو کي بيان کړې ده. د هغه مشهور بيت دی:
تن ز جان و جان ز تن مستور نيست
ليک کس را ديد جان دستور نيست
(جسم له روحه او روح له جسمه بېل نه دی، خو هر څوک د روح د ليدلو وس نه لري)
رومي په بل ځای کي وايي:
اين تن قفس شد، روح چون مرغی در اوست
(بدن قفس دی او روح پکي د مرغه په څېر بند دی)
د يوناني فلسفې په تاریخ کي هم افلاطون د انسان روح له يوه سورلۍ سره تشبيه کوي. د هغه په اند عقل د ارابې (موټر) چلونکی دی او خواهشات هغه اسونه دي چي بايد کنټرول سي. که عقل کمزوری سي، خواهشات انسان له لارې باسي.دغه تصور دډاکټر رفيقي د وجدان او بدن د مکالمې له بنيادي مفکورې سره ډېر نزدې دی. علامه محمد اقبال د انسان د «خودي» فلسفه وړاندي کوي. د اقبال په اند انسان يوازې جسم نه دی؛ هغه يوه معنوي او تخليقي قوت لري چي بايد وده ورکړل سي.علامه اقبال دا فکر درلود چي ؛خپل ځان وپېژنه، خپل مقام وپېژنه؛ د هغه په شاعرۍ کي دا مضمون په مکرر ډول راځي.د انسان د مادي او معنوي وجود تر منځ د کشمکش موضوع د اسلامي تصوف، اخلاقي فلسفې او کلاسيکي شاعرۍ له مهمو بحثونو څخه ده. امام غزالي د نفس او عقل تر منځ د توازن خبره کوي، مولانا رومي بدن د روح قفس بولي، رحمان بابا د نفس د مهارولو او د معنويت د پاللو بلنه ورکوي، او افلاطون د خواهشاتو او عقل اړيکه د ارابې او سورلۍ په تمثيل بيانوي. د «بدن او وجدان مکالمه» هم د همدې فکري روايت يوه معاصره شاعرانه بڼه ده چي د انسان دنننۍ مبارزه د مکالمې په هنري قالب کي وړاندې کوي.ډاکټر رفيقي د بدن د مادي اړتياوو استازيتوب کوي او وايي:
ژوندی ځان يم و هر سي ته ضرورت دی
تقدير هيڅ نه وي معلوم صورت و آفت دی
زه خوړو ته ضرورت لرم اوبو ته
زه جامې غواړم د ستر پوټېدو ته
د بدن دغه استدلال د انساني ژوند د مادي اړخونو څرګندونه کوي. خو وجدان د انسان د معنوي رسالت ږغ (غږ) پورته کوي:
زه د حق د قافلې سپه سالار يم
پر دې مځکه خليفه د کردګار يم
خورد و نوش خو د حيوان هم جبلت دی
و انسان ته ضرورت انسانيت دی
دغه مکالمه د انسان د ابدي کشمکش تصوير دی. شاعر نه د بدن غوښتني ردوي او نه وجدان يو مجرد اخلاقي شعار ګرځوي، بلکې د انسان د وجود دنننۍ مبارزه د يوې هنري مناظرې په بڼه انځوروي.د دې شاعرۍ بل مهم فکري بنسټ عرفاني او جمالياتي ليد دی. په «حسن او نظر مکالمه» کي شاعر د حسن او ادراک تر منځ اړيکه څېړي. حسن دلته د مطلق جمال استازی دی او نظر د هغه د کشف تږی سالک.د حسن او نظر مکالمه» فکري بنسټ د اسلامي عرفان او صوفي جمالياتو له مهمو مفاهيمو سره تړاو لري. شاعر حسن د يوې بې پايه او لايتناهي ښکلا په توګه انځوروي او نظر د هغه د درک او کشف تږی سالک ګڼي. کله چي نظر وايي: «حسنه ته له ادراکاتو مبرا يې، بې له شکه بې حدود له هرې خوا يې»، نو په حقيقت کي د هغه عرفاني تصور څرګندونه کوي چي مطلق حقيقت د انساني ادراک له بشپړې احاطې پورته دی. دا ليد د ابن عربي د تجلياتو له فلسفې، د مولانا رومي د عرفاني جمالياتو او د رحمان بابا د الهي حسن له تصور سره فکري تړاو لري. له همدې امله دا مکالمه يوازې د ښکلا توصيف نه دی، بلکې د جمال او ادراک، حقيقت او مشاهده، او عاشق او معشوق تر منځ د اړيکي يوه ژوره شاعرانه څېړنه ده.
زما سوب د بې صبرۍ ښايي چي دا دی
چي مي پيټی دروند په شا ستا د غنا دی
دغو بيتونو کي د عرفان هغه تصور نغښتی دی چي انسان يې د بشپړ درک وس نه لري. هره جلوه د بلي جلوې دروازه پرانيزي او د لټون دا سفر پای نه مومي.
په «د شيطان فرياد» کي شاعر د يوې زړې مذهبي کيسې له نوې زاويې سره مخامخ کيږي. ابليس د خپلې سرغړونې د توجيه لپاره د عشق استدلال وړاندې کوي:
ستا د عشق مي اندازه له دا سه وکړه
ستا په امر مي بې تا سجده نه کړه
زړه مي نه شو بې له تا د بل سجدو ته
ستا له عشقه مي لږ وګوره آرزو ته
که څه هم دا ديني عقيده نه بلکې شاعرانه تمثيل دی، خو شاعر د همدې تمثيل له لاري د عشق، اطاعت او ارادې تر منځ د اړيکو په اړه د فکر يو نوی افق پرانيزي.اخلاقي شعور د دې ټولګې يو بل مهم محور دی. شاعر په وار وار د انسان مسؤليت، عمل او وجدان ته ورګرځي.
د «تقدير شکايت» مکالمه د ټولګې له هغو نظمونو څخه ده چي د انسان د ارادې، مسؤليت، عمل او تقدير تر منځ د اړيکي په اړه يو ژور کلامي او فلسفي بحث راولاړوي. دا موضوع د اسلامي فکر، تصوف او اخلاقي فلسفې له پخوانيو بحثونو څخه ده او د “جبر او اختيار” له مسئلې سره مستقيم تړاو لري.امام غزالي د انسان د عمل او الهي تقدير تر منځ د توازن خبره کوي. د هغه په اند انسان مکلف دی چې هڅه او تدبير وکړي، ځکه حساب د عمل پر بنسټ کيږي، نه د تقدير پر پلمه. همدارنګه شاه ولي الله دهلوي د تقدير او تدبير تر منځ د همغږۍ نظريه وړاندې کوي او انسان د خپلو انتخابونو مسؤل ګڼي.په پښتو شاعرۍ کي خوشحال خان خټک د عمل، همت او ارادې شاعر دی. د هغه په فکر کي انسان بايد د برخليک په تمه نه کښېني، بلکې د خپل ژوند د جوړولو لپاره هڅه وکړي. همدا روحيه د «تقدير شکايت» په مکالمه کي هم څرګندېږي.د «تقدير شکايت» په نظم کي تقدير له انسانه ګيله کوي:
له تدبيره سه منکر شو زه يې غرق کړم
کاهيلي، سستي، لټي کوه په خپله
کار په خپله نه کوي زه يې بدنام کړم
په کوشش دی چي کړي سپکه زما تله
دلته شاعر د تقديرپالنې هغه ذهنيت نقدوي چي خپلي تېروتنې او ناکامۍ پر قسمت ور اچوي. د شاعر له نظره د انسان برخليک يوازې د انتظار په وسيله نه، بلکې د عمل او تدبير په وسيله بدلېږي. همدا فکر په دې بيتونو کي لا څرګندېږي:
په ټينګ عزم ټول جوړيږي تقديرونه
پر آدم باندي لازم دي تدبيرونه
د «تقدير شکايت» مکالمه د انسان د ارادې او مسؤليت په اړه يو ژور فلسفي او اخلاقي بحث وړاندي کوي. شاعر د دوديز تصور پر خلاف، تقدير د شاکي او انسان د مدعی عليه په توګه راولي. تقدير ګيله کوي چي انسان خپلي ناکامۍ، سستي او بې عمليتوب پر ده ور اچوي، حال دا چي ډېري ستونزي د انسان د خپلو انتخابونو او کړنو پايله وي. د «له تدبيره سه منکر شو زه يې غرق کړم» او «کار په خپله نه کوي زه يې بدنام کړم» په څېر بيتونه د همدې فکري دريځ څرګندونه کوي. دا نظم د اسلامي فکر د هغه معتدل ليد استازيتوب کوي چې د الهي تقدير تر څنګ د انساني ارادې او عمل ارزښت هم مني. له همدې امله شاعر د جبر فلسفه نه، بلکې د مسؤليت، تدبير او عملي مبارزې فلسفه وړاندې کوي او لوستونکی دې ته رابولي چې د خپل برخليک په جوړولو کي خپل رول وپېژني.
د علم او مينې مکالمه د معاصر تمدن يو له مهمو فکري بحثونو څخه رااخلي. علم د عقل، منطق او پرمختګ استازی دی او مينه د رحمت، عاطفې او انساني ارزښتونو. شاعر د علم مخالفت نه کوي، بلکې پر هغه علم نيوکه کوي چي له اخلاقو او انساني درد څخه بېل سوی وي. مينه علم ته وايي:
چي کوم علم بې عمل وي داسي ښکاري
لکه غواړې له بې روح بدن سه چاري
او بيا د معاصرې نړۍ د بحران په اړه زياتوي:
علمه تا خو ايجاد کړي بارودونه
و جهان ته دي سپارلي دي دردونه
په دغو بيتونو کي شاعر د تکنيکي تمدن هغه ټرېجډي بيانوي چي علم يې پرمختګ کړی، خو انسانيت ورسره نه دی پياوړی سوی.په نظميه ټولګه کي سياسي او ټولنيز شعور هم په څرګنده توګه ليدل کيږي. د «تخت او تختې مکالمه» فکري محور د واک، قدرت، مرګ، عدالت او د انساني اعمالو د پايلي پر موضوع راڅرخي. شاعر دلته دوه متضاد سمبولونه سره مخامخ کوي: تخت د سلطنت، اقتدار، غرور او دنياوي ځواک نښه ده، او تخته د مرګ، حساب، انجام او ابدي حقيقت استازيتوب کوي. د همدې تقابل له لاري شاعر د قدرت د فاني والي او د عدالت د تلپاتې ارزښت فلسفه بيانوي.دا موضوع د اسلامي، صوفي او اخلاقي ادب له مهمو مضامينو څخه ده. سعدي شيرازي په خپلو اثارو کي په وار وار واکمنانو ته يادونه کوي چې سلطنت دايمي نه دی او انسان په پای کي له خپلو اعمالو سره مخامخېږي. د گلستان يو مشهور پيغام دا دی چې پاچاهي په عدل پاتې کيږي، نه په زور.همدارنګه رحمان بابا دنيا د يوه تېرېدونکي کاروان په توګه انځوروي او انسان ته يادونه کوي چې مقام او شتمني د تل لپاره نه پاتې کيږي. د رحمان بابا په عرفاني فکر کي د انسان اصلي ارزښت په اخلاقو او عمل کي دی، نه په قدرت او منصب کي.په «تخت او تختې مکالمه» کي تخته ظالم واکمن ته وايي:
خو چي دی کله شي مړ اولس خوشال وي
دا بدبخته آخر کار زما په فال وي
د ظالم باچا پر مرګ مبارکۍ وي
خو زما د دې بدبخت پر مرګ سوګلۍ وي
دا بيتونه د شاعر د ټولنيز او اخلاقي شعور څرګندونه کوي. شاعر وايي چي ظالم واکمن که هر څومره ځواکمن وي، مرګ يې له واکه راکوزوي او خلک يې پر مرګ خوشحالي کوي، ځکه هغه د عدالت پر ځای ظلم غوره کړی وي.د دې نظم يوه بله فکري ځانګړنه دا ده چي شاعر د تاريخ محکمې ته اشاره کوي. تخت د لنډمهالي قدرت نښه ده، خو تخته د هغه وروستي منزل استازيتوب کوي چې هلته د ځواک او کمزورۍ، شتمن او غريب، پاچا او رعيت تر منځ ظاهري توپيرونه له منځه ځي. دا تصور د اسلامي عرفان له هغې مفکورې سره تړاو لري چې دنيا د ازموينې ځای او آخرت د حساب ميدان ګڼي. «په بمبار کي د ټپي ماشومې سره د پلار مکالمه» دا نظم له نورو نظمو سره لږ توپير لري. که «بدن او وجدان» وجودي بحث دی، «حسن او نظر» عرفاني او جمالياتي اړخ لري، او «تقدير شکايت» اخلاقي فلسفه څېړي، نو دا نظم د انسانيت، جګړې، درد، هيلې او راتلونکي په اړه خبري کوي. دلته شاعر له مجردو مفاهيمو څخه راکښته کيږي او د معاصر انسان تر ټولو دردناکي تجربې، يعنې جګړې، سره مخامخ کيږي.په نړيوال ادب کي د جګړې ضد شاعرۍ اوږد تاريخ سته. خليل جبران، محمود درويش او فيض احمد فيض د جګړې او استبداد پر وړاندې د انسانيت غږ پورته کړی دی. په پښتو ادب کي هم د انسان درد او د سولې ارمان د ډېرو شاعرانو د فکر برخه پاته سوې ده.د دې نظم ځانګړنه دا ده چي شاعر د جګړې سياسي يا نظامي اړخ نه څېړي، بلکې د هغې انساني پايله انځوروي. د بمبار قرباني يوه معصومه ماشومه ده. هغې خپل لاس له لاسه ورکړی، خو لا هم د ژوند او راتلونکي هيله لري. ماشومه له خپل پلار څخه پوښتي:
بابا دا لاس به بيرته جوړ شي بابا؟
بيا به بيرته زه قلم په لاس کي نيسم
دا پوښتنه د يو ماشوم ساده سوال ښکاري، خو په حقيقت کي د جګړې پر وړاندې يو ستر اخلاقي احتجاج دی. ماشومه د انتقام، کرکي او نفرت خبرې نه کوي؛ هغه يوازې غواړي چي بېرته قلم په لاس واخلي.د نظم تر ټولو قوي سمبول قلم دی. قلم دلته يوازې د ليک وسيله نه ده، بلکې د علم، تمدن، سولې او بيا رغونې نښه ده. ماشومه وايي:
په قلم به زه ملهم پر ټپو ږدمه
د خوږمن انسانيت زخمي بدن به
يو ځل بيا را رغومه
په دې بيتونو کي شاعر د جګړې او علم تر منځ تقابل رامنځته کوي. بم د بدن غړي پرې کوي، خو قلم د زخمونو د رغولو هيله پيدا کوي. دا تصور د اسلامي تمدن له هغې فکري روحيې سره همغږی دی چي علم د انسان د ژغورنې وسيله ګڼي.دغه نظم د هيروشيما او ناګاساکي ايټمي بمبارۍ، د فلسطين، افغانستان او د نړۍ د نورو جګړه ځپلو سيمو د ماشومانو له درد سره هم فکري تړاو لري. شاعر د يوې ماشومې په ژبه د زرګونو بې ګناه قربانيانو استازيتوب کوي.
په آخر کي به دا ووايم چي د دې ټولګي فکري او هنري ارزښت يوازې په دې کي نه دی چي شاعر نوې موضوعات رااخيستي دي، بلکې په دې کي دی چي هغه د مکالمې تکنيک د يوې فکري وسيلې په توګه کارولی دی. هر نظم د يوې فلسفي پوښتنې، اخلاقي کشمکش، عرفاني تجربې يا ټولنيزې مسئلې هنري تمثيل دی. له همدې امله دا ټولګه يوازي د شعرونو مجموعه نه ده، بلکې د انسان د وجدان، فکر، عشق او مسؤليت يوه شاعرانه فلسفه ده چي لوستونکی د ځان او نړۍ په اړه ژور فکر ته رابولي.همدا ځانګړتيا دا اثر د معاصرې پښتو مکالماتي شاعرۍ په بهير کي يو ارزښتمن او د پام وړ ادبي اثر ګرځوي.