Homeخبرونهد اوپن اې‌آی او انتروپیک پخوانی څېړونکی: سوپر انټېلیجنس د فضايي موجود...

د اوپن اې‌آی او انتروپیک پخوانی څېړونکی: سوپر انټېلیجنس د فضايي موجود د رابللو په څېر دی

تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۵ مه) د اوپن اې‌آی او انتروپیک پخواني څېړونکي جیکب کوکسن خبرداری ورکړی چې د خورا هوښیارې مصنوعي ځیرکتیا (AI) د جوړولو هڅه داسې ده، لکه انسانان چې غواړي یو فضايي موجود راوبولي.

هغه ویلي، د سوپر انټېلیجنس جوړول په حقیقت کې د داسې یو ذهن رامنځته کول دي چې انسانان یې ښايي پوره درک نه شي کړای او د کنټرول ډاډ یې هم نه شي ورکولی.

د راپورونو له مخې، کوکسن په دې وروستیو کې له انتروپیک شرکت څخه جلا شوی، هغه شرکت چې د «کلاډ» چټ‌باټ جوړونکی دی. د هغه خبرداری په داسې حال کې دی چې د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختګ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. ځینې د دې برخې کارپوهان ان باور لري چې که اوسنی چټک پرمختګ دوام وکړي، ښايي د روانې لسیزې تر پایه د بشریت د له منځه تلو خطر رامنځته کړي.

کوکسن په یوه ټلوېزیوني خپرونه کې ویلي، د سوپر انټېلیجنس تصور د یوه فضايي موجود له رابللو سره تشبیه شوی او دا چې انسانان د داسې یوه «پردي ذهن» په اړه بشپړ درک نه لري، په خپله د جدي اندېښنې لپاره کافي دلیل دی.

هغه لومړنی کس نه دی چې د مصنوعي ځیرکتیا د احتمالي خطرونو په اړه خبرداری ورکوي، خو د هغه څرګندونې ځکه مهمې بلل کېږي چې د ټکنالوژۍ د برخې پر مهمو مشرانو هم اغېز کوي.

د انتروپیک اجرائیه رئیس ډاریو اموډې، د اوپن اې‌آی اجرائیه رئیس سام آلټمن او د «ګروک» مشر ایلن مسک په ګډون د ټکنالوژۍ ځینو مشهورو څېرو هم د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ د چټکتیا د کمولو په اړه خبرې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارماني (ارماني) ځانګړتیاوې| غني حسن

(خاکه) په کندهار کي څلور تنه نعمت الله نالان، محمدیار یار،  سیداحمد او محب الله ارماني او یو بل ملګری په نیمروز کي محمدعوض محمدي؛...