(خاکه)
په کندهار کي څلور تنه نعمت الله نالان، محمدیار یار، سیداحمد او محب الله ارماني او یو بل ملګری په نیمروز کي محمدعوض محمدي؛ دا هغه پنځه تنه دي، چي اکثریت یې د واکسین د نه ورکولو له وجي فلج ګوزڼ وهلي دي؛ خو په افغاني ټولنه کي به داسي مثالونه خورا ډېر ووینئ، چي وجود یې نیم وي، مانا معلول او یا هم د معیوب کلمه ورته کارېږي، چي دا کسان د ټولني د ناسمو دودونو له وجي، د سم او سالم سیسټم د نشتون لکبله او د واکسین د نه ترلاسه کولو له امله د ګوزڼ له ستونزي سره مخ سوي دي، هغه واکسین چي ښايي د دوی د دې حالت مخه یې نیولې وای.
د ذکر سوو اشخاصو مشاهده مي شاوخوا ۲۰ کاله کېږي، چي مسلسل کړېده، او د دوی په اړه په خورا اطمینان ویلای سم، چي معلولیت د فولادي ارادې ماتېدل نه دي، بلکي مبارزه ده او نورو ته اشاره ده.ځکه د دوی ټولو شپاړس کاله تعلیم او تحصیل، د ژوند له ستونزو سره مبارزه، او بیا داسي کار او روزګار کول، چي ډېر روغ انسانان یې هم د کولو توان نه لري؛ دا د یوه انسان د فولادي ارادې، نه ستړي کېدونکي هوډ او نه ماتېدونکي عزم کیسې دي، کې نه منئ ژوند یې یو واري وڅېړئ او وبه وینئ چي څنګه مبارزین دي او څنګه ئې ژوند په ماهرینو بدل کړی دئ.
خو د درد خبره لا دا ده، چي بیا هم سیسټم ورته اسانتیاوي او خدمات نه دي مهیا کړي، او یا هم د ټولني عامه شعور لا تر اوسه هغه درک نه دئ خپل کړی، د ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګریوان وي، د دې پر ځای چي همکاري وکړي، تحقیر کېږي، ددې پر ځای چي ستاینه یې وکړي ځپل کېږي، ناهیلي کېږي، لا تر اوسه د (ګوډ، شل او …) په نومونو ورته خطاب کېږي، دلته سړي ته مالومېږي، چي اصلي معلولیت د انسان په وجود کي نه، بلکي د ټولني په هغه فکر کي دی، چي انسانان د هغوی د وړتیا پر ځای د هغوی د ظاهري حالت له مخي ارزوي. زه د ذکر سوو، له جملې څخه د (محب الله ارماني) څو ځانګړتیاوي ذکرول غواړم؛ محب الله ارماني هغه وخت چي متعلیم و، کشر و، د کندهار یو بااحساسه ځوان نسیم شریفي هغه وخت (کندهار کافي شاپ) جوړ کړی و، چي پکښي د ځوانانو د ټولېدو، ادبي او فرهنګي هڅو او فعالیتونو خورا ښه مرکز و، په هغه وخت کي شهید سیداغا وطنیار، عبیدالله تسل او محب الله ارماني او ځیني نور ملګري او تنکي ځوانان سره راټولېدل او د (ښوونځی) په نوم مجله یې خپروله. همهغه وخت د ارماني فکر د یو ارمان لپاره وو. همهغه وخت ارماني ثابتول چي معلول نه دئ، او حتي تر جوړو او روغو لا عالیتر او بهتر دئ. د ارماني ځانګړتیاوي خورا ډېري دي، که د داسي زیارکښو، هڅاندو او مبارزینو ژوند وپلټوو نو وبه وینو چي دا قشر بیخي فوقالعاده دئ، د دوی فکر، د دوی د ژوند طرز، د دوی درک او ارادې، هر څه یی په دې لنډه لیکنه کي نسي بیانېدلای خو یو څو یادوني یې لازمي دي:
اول:- تعلیم او تحصیل:
الف:- تعلیم:- پخپل معیوب او معلول وجود یې ۱۲ کاله د تعلیم دوره یاني له (لیسې) څخه یې فراغت وسو، دا ۱۲ کاله پرلپسې حرکت-، استقامت او رسالت هر څوک نسي تر سره کولای، ځکه یې نسي ترسره کولای چي وجود یې روغ وي، په صحت او بدن سالم وي اما بې سواده وي، یا د کورنۍ نه پاملرنه یا هم د ټولني معمول دئ، یا هم داسي څه نسته لکه د غازي امان الله د دورې چي لومړنۍ زده کړي جبري سي. نو ارماني صاحب تا یو هغه ارمان پوره کړ، چي ډېرو په وجود روغو ځوانانو نه دی پوره کړی.
ب:- تحصیلي دوره تر هغه تعلیمي یا متعلیمي دورې لنډه ده، خو سخته په دې ده، چي بې پروايي، بې مسؤلیتي، بې سنجشي پکښي نسته، هم مصرف درڅخه کېږي او هم شخصیت باندي حساب کوې، هم خپل اینده سنجوې او هم سختۍ ګالې، هم ټولني ته ګوري او هم خپل ځان په ثمر رسوې، ښاغلي ارماني خپله تحصیلي دوره په کندهار پوهنتون کي د ذوق و شوق، د ژبي او فرهنګ، د ادب او انسانیت څانګه ادبیات ولوستل، په دې سره لیسانس سو او د خپل زده کړو ۱۶ کلنه چکه یی ووهل او لوبه ئې وګټل او یو واري ئې بیا دا ثابته کړه، چي په نیم وجود نه دئ او حتی تر پوره او جوړو بدنونو لا هم بهتر او عاليتر دئ.
دویم:- کار، روزګار او زیار:
محب الله ارماني د خپلي رشتې او څانګې سره سم داسي کار ته ملا وتړله چي هم په معنوي لحاظ تر نورو ښه وه/ده او هم یې په دې برخه کي د نورو ځوانانو لپاره زحمت او خدمت ته ملا وتړله، کله په راډیو کي د خپروني چلوونکی، کله بیا خبریال، کله بیا د مجلې سره همکار، کله بیا په ادبي مجلسونو، غونډو او مشاعرو کي یو فعال شخص و/دئ. مانا ارماني نه له کار مخ اړولی دئ او نه یی هم خپل روزګار لپاره پر چا تکیه کړې ده او نه یی هم خپل زیار ناکام ثابت کړی دئ. د ټولني د اوږو بار یی ځان نه دی ګرځولی، نیمه ډوډۍ د کوټې پای نه مني، بلکي خپله لاسه ګله لاسه او دا یې هم ثابته کړې ده چي د یوه لاسه څخه څنګه ټک نه خېږي کې نه منې ارماني لیکنیز خدمتونو ته سر ور دننه کړئ، چي څنګه ټایپينګ درته کوي، څنګه کمپوز، تحصحیح، ایډيټ او ډیزاین درته کوي، څنګه ژباړه او سروې درته کولای سي.
دریم:- شخصیت:
محب الله ارماني یو هغه شخصیت دئ، چي په مجلس به ئې موړ نه سې، له مالوماتو مالامال، د ټولني په عرف و عنعناتو اګاه، په نزاکتونو پوه او بادرکه، ښه غوږ نیوونکی او لږ خبري کوونکی شخص دئ. له ګیلو، تانو، بې ځایه یادوني او څرګندوني خلاص ځوان دئ. خبري له پر ادب، علم، تاریخ، او فرهنګ و هنر راڅرخي، د ټولني بې سوادي، نادرکي، بد رواجونه او تشدد یې زړه خوړلی دئ تل هڅه کوي په سولي ارمامۍ او مینه ژوند وسي.
څلرم:- ذوق او شوق:
ارماني دوکان ته چی ورسئ؛ نو وبه وینئ ته چي وايی یو موزیم ته راغلم، یو کتابتون ته راغلم، څو پخواني شیان، څو پر سلیقه ایښول سوي رنګارنګ توکي او د مجلس لپاره ښې خوندوري شنې چای او دا ادبي دربار همیشه په ادیبانو، لیکوالانو او استادانو تود و. دا یو دوکان نه بلکي د یو ادبي دربار څانګه ده او په دې څانګه کي د ارماني د ذوق او شوق توکي خورا په نظم ایښول سوي دي، چي سړی به یې سلیقه او علاقه ښه پیژندلای سي.
پایله:
داسي انسانان موږ ته راښيي، چي سالم وجود د بریا یوازینی شرط نه دی؛ بلکي سالم فکر، قوي اراده او نه ستړې کېدونکې مبارزه د انسان د عظمت اصلي معیارونه دي. راځئ چي داسي انسانانو ته د خواشینۍ په سترګه نه، بلکي د درناوي، ویاړ او الهام په سترګه ورته وګورو؛ ځکه دوی د ژوند هغه اتلان دي، چي د ستونزو پر اوږو خپل منزل ته رسېږي. که غواړئ همکاري ورسره وکړئ، ټایپ په وکړئ، تصحیح په وکړئ، ډیزاین په وکړئ او د کار په مقابل کي ورته ښه مزد ورکړئ.
سیسټم/دستګاه دي، په خاص ډول د ښاروالۍ، صحت عامې، معلولینو او اطلاعات او فرهنګ دي دا برخي ته خاصه پاملرنه وکړي؛ چي د دوی لاري باید بېلي سي، هر ځای ته یې د ځینو نه بلکي سلیپ غوندي لاري ورته جوړي کړي. په مترقي هیوادونو کي ورته خاص موټران، موټرسایکلان یا بایسکلان جوړ سوي دي، زما لپاره خو تر دویم، درېیم، څلرم واده یا هم پنځم او شپږم حج دا ښه راته ښه مالومیږي چي د دې ډلي سره داسي همکاري وسي.
د خلیل تر کعبې دا کعبه ده لویه – که آباد کا څوک ویران حرم د زړه