Homeخبرونهپه افغانستان کې نن د پولیو ضد عمومي واکسیتاسیون بیلېږي

په افغانستان کې نن د پولیو ضد عمومي واکسیتاسیون بیلېږي

تاند (دوشنبه، لړم/ عقرب ۱۱ مه) په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د واکسیناسیون نوی کمپاین نن (دوشنبې/ د لړم یوولسمه) پیلېږي.

له پولیو»پاک افغانستان ادارې له کورنیو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته د واکسین په ورکولو سره د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي او په هېواد کې د هغې د له منځه وړلو په هڅو کې ونډه واخلي.

دا واکسیناسیون له دې کبله هم مهم دی چې سږ کال تر تېرو کلونو په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ډېرې ثبت شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې، سږ کال تراوسه پورې په افغانستان کې د ګوزڼ ۴۲ پېښې ثبت شوي دي. دا په داسي حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د افغانستان پرتله په پاکستان کې د ګوزڼ ډېرې پېښې ثبت کېدې.

سږ کال په پاکستان کې د پولیو ۸ پېښې ثبت شوي دي. وروستۍ پېښه پرون په خیبرپښتونخوا کې ثبت شوه. تراوسه په خیبرپښتونخوا کې د پولیو ۶ قضیې څرګندې شوې او دوې نورې په سند پورې تړاو لري.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د د پولیو ویروس پکې لا هم محوه شوی نه دی.

نامنظم واکسیناسیون او په یو وار د ډېر شمېر کډوالو راتګ په افغانستان کې د پولیو ویروس د خپرېدو اصلي عوامل بلل کېږي.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د وروستي راپور له مخې، چې د سې شنبې په ورځ یې خپور کړ، له ۲۰۲۳ م کال څخه له پاکستان او ایران څخه ۶ میلیونه او ۳۰۰ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مشهور سندرغاړی ګلریز تبسم په حق ورسېد

خبریال: داوود جبارخېل (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۷ مه) د پښتو موسیقۍ سندرغاړی ګلریز تبسم د ۷۶ کلونو په عمر مړ شوی دی. نوموړي...