Homeخبرونهد کډوالو نړیوال سازمان د پاکستان له لارې افغانستان ته د افغانانو...

د کډوالو نړیوال سازمان د پاکستان له لارې افغانستان ته د افغانانو د شړلو پلان وغانده

تاند (دوشنبه ، د لړم/ عقرب ۱۱ مه)  د کډوالو نړیوال سازمان د ټرمپ ادارې هغه پلان غندلی چې له مخې به یې یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، د ټرمپ اداره د امریکا له بېلابېلو سیمو څخه افغانان د لویزیانا ایالت یوه توقیف‌ځای ته راټولوي، څو د دوشنبې له ورځې څخه یې د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږي.

نیویارک ټامیز ورځپاڼې د جمعې په ورځ د درو امریکايي چارواکو په قول راپور ورکړی و چې امریکا د نوومبر په دوهمه (نننۍ دوشنبه) یو شمېر افغانان پاکستان ته لېږي. د هغوی په منځ کې یوه چارواکي ویلي و چې ۱۵۰ کسان به واستول شي.

د کډوالو نړیوال سازمان د اعلامیې له مخې، د امریکا د ادارې یوه چارواکي ویلي: «موږ په رښتیا پروا نه لرو چې له هغوی سره څه کېږي.» د کډوالو نړیوال سازمان وايي، دا څرګندونې د هغو اوسنیو تګلارو بنسټ څرګندوي چې له مخې یې د پناه غوښتونکو د عادلانه اورېدنې حق تر پښو لاندې کېږي، هغوی او د اوږدې مودې اوسېدونکي په غیرانساني شرایطو کې ساتل کېږي او کډوال هغو هېوادونو ته شړل کېږي چې هلته له خطر سره مخ دي.

دغه سازمان د ټرمپ ادارې تګلاره د امریکایانو له ګټو سره په بشپړ ټکر کې بللې او وايي، د امریکا ډېری وګړي د دې هېواد له خوا د کډوالو د منلو ملاتړ کوي، په ځانګړې توګه د افغانانو د پناه غوښتنې ملاتړکوي.

ځینې راپورونه وايي، د ټرمپ اداره د دې لپاره نن (د نوومبر ۲ مه) دا افغانان باسي چې سبا (سې شنبه) د امریکا د کانګریس منځمهاله انتخابات دي او د کډوالو د ایستلو موضوع تر سیوري لاندې راځي.

د اعلامیې له مخې، د نورو هغو پټو هوکړو په څېر چې د درېیمو هېوادونو له لارې د کډوالو د شړلو لپاره کېږي، د پاکستان له حکومت سره د شوې هوکړې په اړه هم ډېر جزییات نه دي روښانه. خو دا معلومه ده چې د افغانانو د لېږدولو الوتکه به په داسې هېواد کې ښکته کېږي چې په تېرو وختونو کې یې په پراخه کچه افغانان په زور له خپلې خاورې ایستلي دي.

پاکستان په تېرو دوو کلونو کې تر دوو ملیونو ډېر افغانان په زوره له خپلې خاورې ایستلي یا یې وتلو ته اړ ایستلي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان له امریکايي چارواکو غوښتي چې د افغانانو د لېږدولو دا او راتلونکې الوتنې ودروي؛ ځکه د دوی په وینا، دغه اقدام د کډوالو د هغو نړیوالو ژمنو سرغړونه ده چې له مخې یې باید هېڅوک داسې ځای ته ونه لېږدول شي چې هلته د ځورونې، شکنجې یا نورو جدي ګواښونو له خطر سره مخ وي.

دې سازمان افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنول په ځانګړي ډول له دې کبله ناسم عمل بللی چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له خورا لومړني حق یعني زده کړو محرومې دي او پر ښځو د کار په شمول راز راز محدودیتونه لګول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارماني (ارماني) ځانګړتیاوې| غني حسن

(خاکه) په کندهار کي څلور تنه نعمت الله نالان، محمدیار یار،  سیداحمد او محب الله ارماني او یو بل ملګری په نیمروز کي محمدعوض محمدي؛...