د طوفان ګټي ته ناست
اجرائيه رئيس، د سولي د عالي شورا رئيس او يا هم د خلکو په عامه اصطلاح مشهور سوی ګل مرجان يو سپين ږيری خوش مشربه متنازع کس دئ. که څه هم هغه په ځوان او شوخ مزاج او په رنګارنګ ښو لباسونو اغوستلو ډېر مشهوره دئ، هغه اوس په دې لټه کي دئ، چي څنګه به بين الافغاني مذاکرات کاميابه کړي او هغه سوی، چي ده غلى کړی، هغه ارمان ئې پوره سي. له ده سره بخت هيڅ ياري و نه کړه. له تېرو تقريباً دوو لسيزو راهيسي هغه په ټولو انتخاباتو کي د رئيس جمهور د کېدو کوښښ وکړی، مګر نه بخت ياري ورسره وکړه، نه بهرنيانو.
امريکايانو په څو ځله انتخاباتو کي په دې تېر ايستلی وو، چي دا ځل دا او ها ومنه، بل ځل ته خپله رئيس جمهور يې. مګر هر ځل ئې ناغېړي ورسره کړې وه. مګر دا ځل د رياست جمهورۍ او ده تر منځ واټن او هيڅوک نه وو.
که څه هم ده دا ځل په انتخاباتو کي خپله بريا خپله اعلان کړې وه او د تحليف مراسم ئې هم اجرا کړي وه، مګر امريکايانو په دې تمه، چي د سولي د عالي شورا رياست وکړه، ځان منډيلا کړه او د موقتي ادارې جمهور رئيس سه او موقف به دي هم د هيواد د دوهم کس وي؛ پر شا کړی وو.
دی د کابل په کارته پروان کي د خپل پلار، چي د شاه د وختو سناتور وو او خلکو به ويل، چي پلار ئې نه دئ؛ پلندر ئې دئ؛ اوسېدی او خپلي ټولي سياسي چاري ئې له همدې ځايه سمبالولې.
دی له ډېرو پخوانيو لوبغاړو څخه دئ. د بن په کنفرانس کي هم وو او د امريکايانو سره ئې د افغانستان ته راتګ تړون هم امضاء کړی وو.
هغه د خپل کور د کونج په ډبرين اطاق کي، چي د ده د ناستي مخصوص اطاق دئ؛ ناست وو. يو خوريی ئې چي د اقتصاد وزير دئ او بل خوريی ئې چي سياسي فعال دئ او تر ټولو پخوانی همکار او د راز سړی ئې، چي مشاور ئې هم دئ او قلم مخصوص ئې هم، چي له نږدېترينو خلکو ئې دئ؛ هم ناست دي.
د سولي د شورا مشر وويل: بده سودا مو نه ده کړې، په حکومت کي مو خپل خلک هم وساتل او د سولي ټول پکيج مو واخيستی. د حکومت کيسه ختمه ده. نړۍ ته نور تر حکومت سوله اوليت لري. د هيچا نور حکومت او حکومتدارۍ ته نه دئ ور پام. مذاکرات په کابل کي کوو، دلته پر زورور يو؛ هر څه په منلای سو. موقته اداره نيسو، په لويه جرګه کي اساسي قانون تعديلوو. بيا نو دوی مجبور دي، چي يا صدراعظمي وکړي، يا رياست جمهوري. يو به حتماً زموږ وي. خو دوی د مشرتوب شوقيان دي، صدارت به ټول عمر زموږ په لاس کي وي.
حکومت کي دننه خپلو ټولو خلکو ته احوال ورکړئ، چي اماده اوسي. د حکومت کيسه خلاصه ده. اماده اوسئ. اوس ولايتونه مخالفينو ته پاتيږي. موږ به کوښښ وکړو، خپلي سيمي وساتو.
د اقتصاد وزير، چي د ده خوريی هم وو، وويل: زما ئې پيسې او امکاناتو ته پام دئ. د حکومت تر ټولي بوديجې د سولي د پروسې پيسې زياتي دي. درې خو يواځي د سولي ارګانونه دي. د سولي وزارت، د سولي عالي شورا او مذاکراتي ټيم پنځه سوه ميليونه ډالر يواځي امريکا بوديجه د سولي عالي شورا ته اعلان کړې ده.
او بل د مذاکراتي ټيم ټول مصارف هم بايد سم کنټرول سي.
د شورا رئيس وويل: تا مخکني حسابونه په بهر کي کنټرول کړل؟
وزير وويل: هو، د اماراتو اکاونټو او کاروبار سم روان دئ. د هند ملکيتونه او دوکانونه هم سم دي. د ترکيې حسابونو ته بايد يو واري خپله ولاړ سم او د سويس بانک اکاونټ خو دي ته او خاله جانه (د شورا د رئيس مېرمن) کنټرولوي.
په دې وخت کي د شورا د رئيس بل خوريي پکول سم کړی، ول: په تعديل کي بايد د افغانستان پر نوم او فدرالي کېدو هم بايد بحث وسي او ملي سرود بايد په ټولو ژبو سي او بل دا د افغان د نوم کيسه دا وار موږ نه درسره منو.
ما ليستونه ټول راوړي دي. د سولي وزارت د سولي شورا او په مذاکراتي ټيم کي بايد دا خلک ټول ځای پر ځای سي. دې خلکو زموږ سره په انتخاباتو کي ډېر ځغستلي دي.
په دې وخت کي د شورا رئيس ورته وويل: بچيه، لږ کرار سه. سبا او بل سبا ته حکومت زموږ دئ. بيا دي ټول ملک په اختيار کي دئ، چي څه په کوې، کوه ئې. کار به په هنر کوې، آواز به دي کښته وي. کار به دي ډېر وي، د کڼو غوږونه مه ږده.
بيرته ئې د اقتصاد وزير ته وويل: د مذاکراتي ټيم او د سولي د عالي شورا د غړو د موټرونو، کورونو او اکمالاتو له پاره يو مناسب کس وګوره. د دوو درو لارو بېډونه ورکړئ. نرخونه خپله تنظيم کړئ. هغه د رئيس جمهور څڼور د اکا زوی له هغه بل جرمني ګروپ سره ډېر ګرم ګرم کېدل. د هرات وکيل، چي مخکي والي وو؛ د هغه سره خبري وکړئ. هغه او زوی ئې په دې کيسه کي تکړه دي. دا خرچې مرچې سره سمي کړئ. د انتخاباتو يو سلو درويشت ميليونه حساب بايد بيرته سم سي.
د اقتصاد وزير وخندل: له هغه سره مي وختي لا بيرته پوره کړی، اضافه لا يو.
د شورا رئيس ورته وويل: خوله دي چوپه کړه او کار وکړه.
پر دې ټولو وخندل او په دې وخت کي هغه پخواني سپين ږيري مشاور، چي تکيه ئې کړې وه؛ راپورته سو، ول: ستاسي کيسې که خلاصي وي، زه به یو څو خبري وکړم. زه چي دې وضعيت ته ګورم، دونه ساده نه دئ، لکه تاسي چي ورته ګورئ. جنګونه په حوصلو او مرال ګټل کېږي او که چيري مو دښمن ته اوولس ولايته ور ايله کول، دونه مرال به بايلی او هغوی به دونه زړور کيږي، چي پاته اوولس به خپله نيول کېږي. تاسي دلته په ذهنو کي پاچاهۍ نيولي، زه بېرېږم، چي دا ځل به موږ د آمر صاحب قبر هم و نه سو ساتلای. پنجشېر منجشېر به نه وي.
تاسي د جنګونو زور نه دئ ليدلی. دا يوه څپه وي. نابوده او تېزه څپه؛ هر څه ورسره اخلي. هغوی اوس ټول غرني دي او زموږ مقاومتيان اوس په کور او موټر دواړو کي په ايرکنډېشنو اموخته سوي دي.
د سولي رئيس ئې په خوله کي ور ولوېدی، ول: هغه وختونه تېر دي. هيڅوک جرئت نه لري، چي زغروال مسلح قوتونه مات کړي. بيا تر کابله خو هيڅ امکان نه لري، چي راسي. ته تشويش مه کوه.
هغه بيرته ځان بالښت ته ايله کړی، ول: زما ويل وه، درته و مي کړل. نور نو تاسي ښه پوهېږی.
وروسته د شورا رئيس خپل بل خوريي ته وويل، چي نفر تکړه کړه. د حکومت د تضعيف او د سولي د برجسته کولو کيسه جدي کړئ او پخوانی جمهور رئيس پرې نه ږدئ. زما يارۍ ته مه ګورئ. کيسه قومي کړئ، تر څو به دا پښتانه درباندي حاکمان وي. فيسبوکيانو ته دي په بهر کي هم مسيجونه وکړه.
وزير ته ئې لاس ونيوی، ول: د پيسو چاره به ئې دی وکړي، نور نو درځئ، چي دا کيسه سره سموو. زموږ وخت شروع دئ.
طوفان لا غورابي کېدئ او خوراک ئې خپله ځان ورته سموی. د طوفان په وړاندي خلکو ځانونه نه کتل او نه ئې مخه نيول، بلکي کومک ئې ورسره کوی او هر څه ئې ور سپارل. انسان رښتيا هم هري بلا ته خپله ځان په خوله ورکوي.