پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+اشرف مفتون ژوند ته هم له فلسفي عینکو ګوري| حفيظ الله بشارت

اشرف مفتون ژوند ته هم له فلسفي عینکو ګوري| حفيظ الله بشارت

اشرف مفتون چې ځینې یې له غني بابا هم قوي فلسفي شاعر بولي، داسې بیتونه به يې کم مخې ته راشي چې په هغه کې یې د ژوند یوه مانا نه وي لټولې.

دلته موږ د نوموړي څو ګوته په شمار هغه بیتونه شاربو چې د ژوند د مانا څرکونه پکې ښکاري:
ژوند د احساساتو، رومانس او د ځوانۍ د مستۍ سره ځینې شاعران داسې تړي چې مانا یې سراسر په جذباتي احساساتو ولاړه وي. اشرف مفتون ځکه وایي چې ژوند یوازې هغه وخت خوند لري، چې زړه کې امید، خیال او حرکت وي:
“ژوندون خوندناک وي چې جوش ځواني وي
زړه کښې مستي وي، خیال روماني وي”
ژوند ته اصلي رنګ و مانا عقل نه، بلکې مينه او رومان ورکوي:
“د عقل په منطق او دلایلو پسې مه ځه!
دا مينه ده چې ژوند کې څه رومان پیدا کوي”
له ژوند کله ناکله یوه فلسفي معما جوړه شي، ځکه نو د مفتون غوندې شاعر وايي چې د ژوند مقصد روښانه نه دی، انسان نه پوهېږي څه ته او ولې پیدا شوی دی:
“مقصد د ژوند څه دی؟ څه ته پیدا یم؟
دغه خبره څه معما شوه”
کله ناکله یو انسان له ژونده خوښي، ښکلا او مينه غواړي، خو ژوند ورته د غمونو او وسواسونو خزان راوړي. دلته نو شاعر انسان اړ کېږي چې د ژوند مانا د ناحلو خواهشاتو او محرومیتونو په رڼا کې بیان کړي:
“زه ترې ګورې زلفې، تودې شونډې، خندا غواړم
ژوند راته غمونه، وسواسونه راکوي”
ژوند چې کله د مجهول حقيقت بڼه خپله کړي، بیا یې نو پیل او انجام له سړي ورکېږي. شاعر انسان ته بیا دا شک یو وجودي شک ښکاري:
“نه د اغاز نه، د ژوند خبر څوک
نه خبر ژوند کې، څوک د انجام دی”
ژوند یو نامالوم سفر دی، مسافر ته پکې خپل منزل تیاره ښکاري، ځکه نو ژوند په داسې شېبو کې یوه بې مانا پدیده ایشي:
“د ژوند مقصد او مدعا څه ده؟
کوم مې منزل، چرته روان یمه زه؟”
ژوند یو کاروان دی. کاروان تل روان وي، خو لوړاوی د عشق او مينې له رويه پیدا کوي. ژوند په اصل کې د معنوي نشې نوم دی:
“دلته مقصد په لوري درومي، کاروانونه د ژوند
د ارتقا عشق کې نوشېږي، شرابونه د ژوند”
ژوند وخت ناوخت د توازن او احساساتو استثنايي حالت ته هم ځي. په داسې وخت کې نو شاعر انسان ورته د موسیقۍ، اوبو او طبيعي حالاتو په ژبه ماناداره موسیقي غږوي، کله یې په شور راولي، کله ورته خاموشي اختیاروي، کله ترې طوفان جوړوي او کله ترې د خصا اوبو ډنډ:
“ژوند چې وي بې تاله، خو یا زور وي او یا شور وي
ژوند چې تال کې راشي، ښکلی ترنګ ښکلي سرونه شي
ژوند چې په قرار وي، په مثال د سخا ډنډکی وي
ژوند چې بې قرار شي، سمندر شي، غورځنګونه شي”
شاعر چې له نورو انسانانو یې احساسات او عواطف نري وي، خودغرضي، خودبیني او تنګ نظري یې پر وړاندې ورته تونده ښکاري:
“ستا اخلاق خود غرضي ده، خودبیني، تنګ نظري ده
زما ښه نیت، ښه اخلاق دي، یو ښه ژوند ته تياري ده”
ژوند خو اصلن له کړاوونو او سختیو مالامال وي. نر هغه دی چې له دې ټولو حالاتو سره وجنګېږي. مرګ خو هسې هم هغه ژوندون دی چې په مخکې هېڅ ډول جنجال نه لري، ځکه هېڅ ډول فتنې، غمونه او شخړې نه ور رسېږي، نو د ژوند اصيله مانا د غمونو او اندېښنو پر وړاندې له زغم او مقاومته رازیږي:
“ژوند چې وي، ژوند ډک د بې شمېره جنجالونو وي
مرګ هغه ژوندون چې د جنجال نه خبر نه دی”
په مينه باور لرونکي شخص ته د ژوند رښتینې نشه او مانا د یار د یادونو او د لټون په طوفان کې پرته وي، په داسې حال کې چې د دې لټون کښتۍ تل د تشویش او شک په ګردابونو کې نښتې وي. مطلب دا چې ژوند د مینې له خوږو احساساتو سره تړلې پدیده ده، خو له دې سره سره همزمانه بې مانایي او مشکوک اړخونه هم لري:
“د ژوند نشه د یار غمونو کې ده
د جستجو په طوفانونو کې ده
زما د ژوند دا بې مقصده کشتۍ
ګیره د شک په ګردابونو کې ده”
ظاهراً خو د ژوند هر څه ښکلي ښکاري او ډېری کسان ژوند د رب یو بې پايانه رحمت یادوي، خو حقیقت بیا د دې برعکس دی. ژوند یو همېشنی زحمت دی، ښکاره یې هر څه ښایسته، خو تر شا يې بيا لوی لوی چېلېنجونه، خپګانونه او ستونزې پټې وي:
“ما وې ژوندون جوړ د خدای رحمت دی
خو حقیقت کې یو لوی زحمت دی”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...