پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeټولنیزد کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم

د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم

 لیکوال: محمد محق

په دیني مفکوره کې سیاسي عامل (1)

سیاست یعنې له قدرت سره د تعامل اوزار، هم د هغو کسانو لپاره چې واک او ځواک لري او هم د هغو کسانو لپاره چې د قدرت د دستګاه پر وړاندې ولاړ دي. د سیاست مطالعې – هم د سیاسي علومو له نظره او هم له فلسفي منظره – ښودلي دي چې قدرت په ډېرو فکري او فرهنګي تحولاتو باندې مهم او نه انکارېدونکی نقش لرلی دی. قدرت ان هغه کسان هم ځان ته تابع کړي دي چې د قدرت د دستګاه له عیبونو او فساده یې شکایت کاوه، ورسره مخالف وو او د هغې مهارولو یا نسکورولو ته یې ملا تړلې ده. مانا دا چې دا کسان باید د قدرت او توانایۍ په ابزارو ځان سمبال کړي چې وشي کولای د قدرت پر وړاندې د قدرت په مورچه کې ودرېږي.

د قدرت منطق ته د غاړه ایښودلو یوه مانا هغو معیارونو او موازینو ته تسلیمېدل دي چې د قدرت نظام یې غواړي. د قدرت د نظام لپاره څه چې مهم دي، د اقتدار او تسلط بقا او پراختیا ده او هر شی چې دغه بقا او پراختیا ته خطر پېښوي، دښمن ګڼل کېږي او د زغملو نه وي. څه چې د قدرت دستګاه ته لږ اهمیت لري، معرفتي او د حقیقت پلټلو مفکورې دي. له دې نظره قدرت د مطلق حقیقت مظهر دی او هر شی چې له دوام سره یې مرسته ونه کړي او یا یې پر خلاف وي، هغه د حقیقت خلاف ګڼل کېږي.

دغه ځانګړنه په ټوټالیټر نظامونو کې جوته ښکاري، البته په نورو نظامونو کې هم په مختلفو ډولونو شته. د قدرت نظام له نورو مقولو، بنسټونو او دستګاوو لکه فرهنګ، دین، هنر، علم، اقتصاد او نورو سره په خپله ګټه تعامل کوي. د قدرت د نظام په سترګو د هر یوه ارزښت په دې پورې اړه لري چې دغه مقولې څومره د قدرت د غوښتنو او هدفونو په تحقق کې په کارېږي.

سره له دې چې د قدرت نظام مطلق واک نه لري چې هر څه له خپلې خوښې سره سم وکاروي او هر څه د هغه په خوښه وي خو د هغو لوبغاړو په منځ کې چې په عمومي حوزه کې فعاله دي، د قدرت نظام غالباً تر نورو بر دی او په تحولاتو کې یې نقش تر ټولو زیات دی.

د قدرت نظام غواړي نورو بنسټونو ته د اوزارو په سترګه وګوري او د خپلو هدوفونو د پوره کولو لپاره یې استعمال کړي. نور بنسټونه ذاتاً خو داسې نه دي خو بالعرض پر همدې لاره استعمالېدای شي. مثلاً کله چې د قدرت نظام غواړي علم کاملاً خپل خدمت ته وګوماري او یا دین د وسیلې په توګه وکاروي، غالباً دا کار په اسانۍ سره کېږي.

علم اساساً د حقیقت د کشفولو لپاره رامنځته شوی دی او ذاتي غوښتنه یې د جهل او بې خبرۍ د ټغر راټولول او له تیارې سره مقابله ده. که علم ازاد وي او خپله لاره ووهي، هره ورځ یو نوی حقیقت څرګند کړي، جهل او ناخبري کم کړي، نو کېدای شي دا بهیر د قدرت نظام په راپرځولو ختم شي. دین هم چې اساساً دې ته راغلی چې انسان د نورو وګړو، ارواحو، ګوندونو او مختلفو سیاسي واکمنیو له بنده ګۍ او غلامۍ خلاص کړي،  همداسې دی. که د دین پر لاره خنډ جوړ نه شي او ورسره مخالفت ونه شي، کېدای شي لوی بدلون رامنځته شي چې د قدرت نظام به هم رانغاړي. د اسلام پیغمبر همدې حقیقت ته اشاره کړې ده او ویلي یې دي: إن الله یرفع بهذا الکتاب أقواما و یضع به آخرین” یعنې: خدای د دې کتاب (قران) په وسیله، ځینې خلک لوړوي او ځینې له خپلو مقامونو راکوزوي. (8)

په همدې وجه، د قدرت نظام چې پر اوضاع واکمن دی، د هر بدلون مخه نیسي او په ټول وس یې پر وړاندې درېږي. کله چې کمزوری شي او مجبور وي چې دې بدلانه ته غاړه کېږدي، نو دا ځل هڅه کوي چې د جوړ جاړي له لارې یې خپل خدمت ته وګوماري او پر هغه لاره یې بوځي چې پخپله یې غواړي.

دا دقیقاً هماغه څه دي چې د اسلام په تاریخ کې پېښ شوي دي. اقبال لاهوري د دې تاریخي پېښې وصف داسې کړی دی:

عرب خود را به نور مصطفی سوخت

چراغ مرده‌ی مغرب بر افرواخت

ولیکن آن خلافت راه گم کرد

که اول مومنان را شاهی آموخت

یعنې هغه لاره چې لومړنیو مسلمانانو د دین په مرسته د سلطې له نظام څخه د ژغورنې په خاطر غوره کړې وه او پر وړاندې یې بغاوت کړی و، لومړي سر کې یې په تاریخ کې یو نوی فصل پیل کړ او د پرګنو لپاره یې نوې لاره پرانیستله خو لا ډېر وخت نه و تېر چې قدرت د یوې امپراتورۍ په بڼه د قدرت هماغه پخواني منطق ته ستون شو او زړو نظامونو بیا په نوي قالب کې سرونه پورته کړل.

د اسلام د تاریخ تقریباً ټول څېړونکي دا مني چې د راشده خلافت تر دورې وروسته، د حکومت او سیاسي سلطې په ډګر کې ډېر بدلونونه راغلي دي. البته د عواملو او علتونو په اړه یې مختلف نظرونه او رنګارنګ بحثونه مطرح شوي دي.

دلته مهمه ده دې ته پام وکړو چې وروسته له دې چې د اسلام په تاریخ کې د قدرت په نظام کې بدلونونه راغلل، دا ځل د دین او د قدرت د جوړښت تر منځ تقابل نه و، بلکې هر حاکم به هڅه کوله او مجبور و چې خپل مشروعیت د دین له لارې ترلاسه کړي. سره له دې چې د اقتدار ستنې پر نورو عواملو لکه قومي – قبیلوي جوړښت، اقتصادي عواید (خراج، مالیات او …)، هم ولاړې وي خو په دې منځ کې دین عمده برخه درلوده.

دا ځل د قدرت نظام په دې لټه کې شو چې د دیني تعلیماتو هغه برخې ترویج کړي چې د نظام د ستنو په ټینګولو کې یې مرسته کولای شوه او هغه دیني تعلیمات څنګ ته کړي چې د نظام مشروعیت یې ننګاوه.

د قدرت د نظام د ټینګولو لپاره د دین د اتسخدامولو او پر دیني مفکورې د اغېز ښندلو هڅو د اسلام په تاریخ کې مختلف رنګونه او ګڼې جلوې درلودې.

تر اوسه پورې د اسلامي مفکورې په رامنځته کېدا کې د سیاسي عامل او قدرت د نقش په اړه محدودې نظري هڅې شوې دي (9) یو دلیل یې دا دی چې دا ډول هڅې د واکمنو نظامونو له هرکلي سره نه مخ کېدې، بل دلیل یې دا و چې د علم خاوندانو د واکمن نظام په اړه پرمختللی تصور نه درلود.

د حکومت او د قدرت د نظام دا تصویر چې هغه په مستقله توګه تر څېړنې لاندې ونیسي، مډرنه پدیده ده او زموږ په تاریخ کې مخینه نه لري. پخوا به د قدرت نظام د حاکم شخص او څو متنفذو څېرو په وجود پورې محدود ګڼل کېده او ټول بحثونه به د اشخاصو پر محور راڅرخېدل، نه د نظام او جوړښت پر محور.

طبیعي ده چې له داسې تصور سره به له دین، فرهنګ او نورو مقولو سره د حکومت رابطه متفاوته بڼه خپلوي او د دې بحث د ځواب له موندلو سره مرسته نه شي کولای.

په دیني مفکوره کې سیاسي عامل (2)

د اسلام په تاریخ کې، ګڼو خلیفه ګانو او امیرانو هڅه کوله چې د مسلمانانو په منځ کې مشروعیت ولري او دا مشروعیت چې عملاً یې پر مختلفو عناصرو تکیه لرله، په دیني رنګ هم ورنګوي. له دیني مفکورې سره د قدرت او سیاسي عامل رابطه له همدې ځایه ټینګه شوه.

په دې منظور د مسلمانو حاکمانو یوه هڅه دا وه چې اهل علم حکومتي دربار ته وروغوښتل شي چې په نظام کې د دوی د جذبولو زمینه برابره شي. ځینو عالمانو له دې بلنې ځانونه ساتل او له اهل قدرت سره له نزدیکته یې ډډه کوله چې خپله خپلواکي وساتي او که په حکومت کې کوم انحراف وویني، ورسره مخالفت او مقابله وکړای شي. معمولاً د اهل علم دغې ډلې ته مسلمانانو درناوی کاوه او ممتاز مقام یې ورته ورکړی و. د دوی ښه نومونه د اسلام په تاریخ کې تل پاتې دي.

خو ځینو نورو عالمانو چې د قدرت له اربابانو سره ناسته پاسته ورته غنیمت ښکارېده، یا به د ښو مشورو او نصیحت په نیت او یا د مادي امکاناتو د خپلولو په نیت، به یې د حکومت بلنه منله. د اهل علم دغه ډله په عربي کې د علماء السطان او په فارسي کې د درباري عالمانو په نامه پېژندل کېدل. د علمي او فکري تولیداتو یوه برخه د همدغه عالمانو په لاس رامنځته شوې ده. سره له دې چې دغه ډله به په کراتو د نورو عالمانو تر نیوکو لاندې راتلل چې علم یې د حکومت او قدرت چوپړ ته ګومارلی دی او په بله وینا دین یې پر دینا خرڅ کړی دی خو له بلې خوا د حکومت ملاتړ د دې سبب کېده چې د دوی اثار لا زیاتو مخاطبانو ته ورسېږي او ژر مشهور شي.

د اهل قدرت او حاکمانو هڅې یوازې همدومره نه وې. دا چې د دیني مسایلو په اړه رنګارنګ تفسیرونه او برداشتونه وو او په تېره بیا په دې چې فرقه یي تمایلات رامنځته شوي وو، دوی ته زمینه برابرېدله چې هغه تفسیرونه او مذهبي فرقې تقویه کړي چې د دوی په ګټه وې. د خاصو فکري تمایلاتو ملاتړ داسې کار و چې اهل قدرت په کراتو ورته لاس پورې کړی چې د خپل حکومت ستنې ورباندې ټینګې کړي او رقیبان او مخالفان پرې کمزوري کړي. کله کله یې په دې وسیله ښې بریاوې هم ترلاسه کړې دي.

البته دا همکاري دوه اړخیزه وه، یعنې څومره چې د خاصو افکارو او اعتقاداتو ترویجول د حکومت په ګټه تمامېدای شول، هماغومره د حکومت ملاتو کولای شول د خاص مذهب او ځانګړې فرقې د شهرت او پیاوړتیا سبب شي.

له ځانګړي مذهب یا فرقې د حاکمانو ملاتړ هر وخت هم د ګډو ګټو او د سره ورته لیدلوریو له مخې نه و ځکه چې یوازې د مختلفو ډلو ترمنځ تفرقه او اختلاف هم د واکمن نظام په ګټه تمامېدای شو او د ډلو تر منځ تضاد به داسې توازن رامنځته کاوه چې ټولې ډلې پرې شنډې شي. په همدې وجه اهل قدرت به غوښتل چې مذهبي او فرقه يي تضادونو ته لمن ووهي چې مختلفې ډلې یوه بله سره مهار کړي، بې له دې چې حکومت ته کوم خطر یا تاوان پېښ کړي.

پر یادو موردونو سربېره، کله کله به حکومتونو بې له چې له هرې فرقې یا ډلې سره هم نظره اوسي، هڅه کوله داسې تمایلات او لیدلوري ترویج کړي چې دوی به یې تقویه کولای شول. کله کله جبرپاله (تقدیر ته مطلق تسلیمېدل) او له دنیا د تېښتې مفکورې د حکومتونو له لوري رواج شوې دي چې خلک خپل برخلیک ته تسلیم شي، تراخه واقعیتونه خپل تقدیر وګڼي او د وضعیت د بدلولو له هر دول فکر څخه فارغ شي او حاکم نظام د ګډوډیو منشأ ونه ګڼي.

تر دې ځایه بحث مو په دې اړه و چې واکمنو نظامونو به د خپلو سیاسي ګټو لپاره له فکري مقولو او اعتقادي چارو استفاده کوله. په بله خوا کې، هغه ډلې چې په مختلفو دلیلونو د واکمن نظام پر وړاندې درېدې، مجبورې وې چې فکري قضیو ته مخه کړي.

په سیاسي اخ و ډب کې فکري او اعتقادي مقولو ته د مخه کولو انګېزې دوې وې: د خپلې ډلې غښتلې کول او مقابل لوری کمزوری کول. د خپلې دلې د تقویې لپاره یې باید داسې فکرونه او باورونه رواج کړي وای چې د غړو ترمنځ یې وحدت زیات کړي، د رهبرانو او بولندویانو اطاعت ټینګ کړي، پیروان د سر او مال قربانۍ ته چمتو کړي، او د مبارزې روحیه غښتلې کړي.

د دې کار لپاره یې باید ځانګړي ادبیات پاللي وای او د دیني نصوصو له منځه یې هغه برخې غوره کړې او ځلولې وای چې دغه هدف ته یې رسولای شوې. که د دې ډول باورنو او مفکورو تقویې ته عقلي علوم په کار وو نو دوی به دیني تعالیم او له دینه بهر موضوعات سره ترکېبول او ګډول، لکه څرنګه چې په لومړیو پېړیو کې ځینو فرقو هڅو وکړه یوناني منطق او فلسفه د خپلې فرقې د باورونو خدمت ته وګوماري. خو که به وضعیت داسې و چې عقلي مبحثونو او له دینه بهر علمونو د فرقې د غړو باورونه کمزوري کول او شکونه یې راپارول نو دوی به له عقلي مبحثونو څخه ډډه کوله او د عقلاني تفکر ور به یې بنداوه. یعنې هم له دیني نصوصو سره او هم له دینه بهر له نورو علومو سره همداسې چلند کېده او دواړه د وسیلو په توګه کارېدل.

د مقابل لوري د کمزورولو لپاره هم عین کار کېده، مثلاً د دې لپاره چې د نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې لاړ شي او د خلکو اطاعت ورنه کم شي او خلک د نظام پر ضد بلوا او پاڅون ته چمتو شي. په دې مورد کې به هم د دیني نصوصو له منځه هماغه برخه یې غوره کېدله چې خلک مبارزې او پاڅون ته هڅوي او پر هغه څه به یې شک کاوه چې واکمن نظام د خپل مشروعیت لپاره ترویج کړي وو. برعکس، که چېرې د یوې ډلې ګټه له نظام سره په روغه جوړه کې وه، نو هغه راویتونه به یې ځلول چې بلوا او بغاوت بد او ناروا ګڼي. دغه کشمکش د دې سبب کېده چې د دیني مسایلو ځینې برخې وځلول شي او ځینې نورې یې له پامه وغورځول شي. دلته په دې توده جګړه کې د دیني تعلیماتو علمي او بې طرفانه څېړنه، د پلویتوب قرباني کېدله.

د مختلفو اسلامي فرقو او مذهبونو د ایډیالوژیکو او فکري ریښو مطالعه، راښيي چې څرنګه پر خاصو مفاهیمو د ټینګار پل له حکومت سره په تعامل کې جوت ښکاري. که یوه فرقه به له حاکم نظامه سره د مقابلې وس نه درلود نو په هره بیه به یې هڅه کوله چې خپله ډله وساتي نو تقیه او پټول به د دې ډلې په دیني تعلیماتو بدلېدل. خو بیا کله چې د وضعیت بدلېدو ته هیله پیدا کېده او د ډلې د بریا احتمال زیاتېده نو د تقیې او پټولو پر ځای به یې د حقایقو څرګندول او بې له وېرې د جابر سلطان جګړې ته وردانګل به یې د چارو په سر کې راتلل. په دې حالت کې به دوی له خاصو نصوصو په استفادې سره، هغه کسان چې مخامخ جګړې ته به یې غاړه اېښوده، د حق د لارې مجاهد او مبارز بلل او ټولو ته به یې بلنه ورکوله چې پر همدغه لاره لاړ شي.

په دې منځ کې د قدرت پر وړاندې د غبرګون یوه بله بڼه هم وه چې د دیني ادبیاتو او مذهبي تفکر پر تولید یې اغېز ښنده. ځینو ډلو چې له دولت سره د نورو ډلو د تقابل په نتیجه کې ګډوډیو ته پام کاوه او دا یې لیدل چې پاڅونونه او فرقه یي بغاوتونه څه نه شي کولای، وضعیت نه ښه کېږي، خلک له لا زیاتو ناخوالو سره لاس او ګرېوان کېږي، او د ټولنې عمومي نظم خرابېږي نو دا به یې غوره ګڼله چې خلک له دې ډول تحرکونو څخه منع کړي او زغم ته یې راوبولي. دوی به وګړي هڅول چې له دنیوي چارو دې لاس په سر شي او اخروي او معنوي خوا دې ونیسي چې له دې لارې په ټولنه کې بېرته کراري راشي او په دنیوي کشمکشونو کې له دیني مفاهیمو سره د لوبې کولو مخه ونیول شي. د اسلام په تاریخ کې ځینو تصوفي ډلو همدا نقش درلودلی دی.

له دیني مفاهیمو سره د تعامل دې بڼې – چې له قدرت او سیاست سره د سلبي تعامل زېږنده وه – د مسلمانانو پر دیني مفکوره یې بله اغېزه کوله ځکه چې د دیني روایتونو او ایتونو هماغه برخې به یې ځلولې چې هدف ته یې په کار راتلې او د ایتونو او روایتونو پر هغو برخو به یې سترګې پټولې چې دا ډول پیغام به په کې نه و نغښتی.

 هغه هڅې چې له قدرت او سیاست سره د سلبي یا ایجابي تعامل په انګېزه شوې دي، که د هرې ډلې له خوا شوې وي، د دیني مفکورې پر تولید اغېزناک او مهم عاملونه وو. دا پدیده په ځانګړي عصر پورې محدوده نه وه، بلکې د اسلام د تاریخ له لومړیو پېړیو پیل شوې او تر ننه پورې دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...