پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+تېرېدنه | محمدمصطفی سمون‎

تېرېدنه | محمدمصطفی سمون‎

زموږ ډېرې غوښتنې د ځاني غوښتنو په دایره راڅرخي، هېڅکله مو دې ته پام نه وي، چې په ځینو برخو کې له ځاني غوښتنو تېر شو او د نورو وګړو غوښتنو ته هم په درانه نظر وګورو، دا ځکه چې ټول انسانان يو ډول خویونه، عادتونه، غوښتنې او لیدلوری نه لري، بلکې توپیر لري.

همدا غوښتنې د انسانانو سره د اړیکو په جوړولو او پرې کولو کې مهم رول لري. موږ تل په ډېریو مواردو کې ځان په حقه ګڼو او د نورو غوښتنو او لیدلوريو ته له هغه زاویې نه ګورو، لکه خپلو ته چې ګورو، د دې څو لاملونه دي، یو دا چې په ماشومتوب کې موږ له داسې ډېرو مواردو سره مخ شوي یو، چې نن یې له نورو غچ اخلو یا د زده کړو په مرحله کې له داسې مواردو سره مخ شوي یو، چې د زده کړې پر ځای مو د کینې او نه زغم درس زده کړی وي.

داسې هم کېدای شي، چې په لویوالي کې هم له داسې مواردو سره مخ شوي یو، چې ذهن مو ټول له عقدو ډک کړی وي، د دې پرځای چې له دې ځاني غوښتنو، شخصي عقدو او هغه مواردو تېر شو، چې د حللارې پر ځای د ستونزو او کړاوونو د پیدا کولو لامل ګرځي باید له دې کړنو لاس واخلو او د تېرېدنې لاره غوره کړو.

تېرېدنه د انسان ارزښت لوړوي، په معنوي لحاظ یې شتنموي د نورو پام ورته را اوړي، بېلګه شخصیت به ترې جوړ کړي او په ټوله کې د تېرېدنې فرهنګ عاموي، د انسانانو ترمنځ د تعامل، تحمل، خواخوږۍ، مینې، درناوي، یو بل منلو، اخلاص، زړورتیا او تېرېدنې درسونه هغه وخت ښه عامېدلی شي، چې یو بل ته وخت ورکړو او غوږ ورته کېږدو.

انساني ژوند ټول په تعامل او تېرېدنې ولاړ دی، دا څیزونه د انساني ژوند سره تړلي موارد دي، چې د انسان ژوند ورسره نظم، موخه او ځواک پیدا کوي.

په تېرېدنه کې د زغم، یو بل منلو او نظم تخم کرل کېږي، چې له دې سره په ټولنه د ښه ژوند او هوساینې لپاره یو ښکلی چاپېریال رامنځته کېږي. دا چاپېریال د ځاني او نړۍ د بدلون لپاره لار هواروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...