د ختيځ نظمونه
د ختيځ نظمونه
لکه په نادرا دفتر کي ولاړ
خواجه سرا
په دوه کي حيران دي!
ايا پر پيژند پاڼه
د ځان جنډر
نر و ليکم که ښځه؟
د ختيځ نظمونه
لکه بې مالکه ښځه
د لويديځ د شاعرانو سړو جنګونو يي
ټنډې خیټې
د جديت په تيرو نوکانو زيان کړې
د ختيځ نظمونه
لکه بې “بوټي” غرونه
د تخيل له بارانونو
محرومه
پنډ دي
د ختيځ نظمونه
لکه د “هبشانو” ميرمنې
د جوارو په يوه تال
د پردو
بستر ته خيژې
د ختيځ نظمونه
لکه مايوسه تتلۍ
د وچ شوي ګلاب پر سېنه مړه دي
د ختيځ نظمونه
لکه “هوا ته پرته شمع”
هيڅکله لمبه نه شوه
***
وجود
زه د “ډانټي” د کامیډي په خیرنو پاڼو کي شکیل “بن آدم”
د دوزخي او جنتي فکر له ډاره
د “درویش” په “ویرلړلي داستان” کي
داسي تحریر شوی وم
لکه
“مرسو او سیسیپس” چي
د “البرټ کامو” د ناقبلِ قبول وجود و غاړه ته
د “نیچه” له ډارونونکو بریتونو جوړ کړی
پړی واچوي
او بیا ئي
د “فوقو یاما” په identity کي
د نن او پرون
د ناتمام بحث تر عنوان لاندي
د “حوزي ساراماګو” “The blind ” ناول
کرکټرونو ته حواله کړي
***
د جنډرونو شناخت
هو!
زه هغه شپه هم پټ شوم
د خاموشۍ په چیغو کې
د پردیو مخونو
له یوه داسي کړاوجن ماحوله
کوم چي زما د حافظې په کړکۍ کې
د هغه چا له وجود سره
همبسترۍ ته بربنډ ولاړ وه
څوک چي د جنډرونو له شناخته
ماورا وو