Homeخبرونهد امنیتي وضعیت د خرابوالي له کبله په بلوجستان کې د رېلګاډو...

د امنیتي وضعیت د خرابوالي له کبله په بلوجستان کې د رېلګاډو تګ راتګ ودرول شو

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۲مه) په بلوچستان صوبه کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله له کوټې څخه د پاکستان ټولو سیمو او همداراز په بلوچستان کې دننه د ریلګاډو تګ راتګ تر نامعلومې مودې پورې ځنډول شوی دی.

 د پاکستان د رېللارو (رېلوې) د ادارې چارواکو پرون (شنبې) وویل چې دا ګام د ولس د سر او مال د ساتنې لپاره ضروري دی.

له کوټې څخه پنجاب ته تلونکې جعفر ایکسپریس، کراچۍ ته تلونکې بولان مېل سروس او له کوټې څخه چمن ته تلونکې چمن پسنجر رېلګاډي معطل شوي دي۔ همداراز له پېښوره کوټې ته روان جعفر ایکسپریس په جېکب آباد کې ودرول شو.

د رېللارو ادارې ویلي چې د ریلګاډو د درولو له کبله اغېزمنو مسافرو ته به د هغوی د ټکټ بشپړه بیه بېرته ورکړل شي۔

په بلوجستان کې له تېرو څو کلونو راهیسي امنیتي وضعیت له کنټروله وتلی او په ځلونو پر ریګاډو بریدونه شوي دي.

خو دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان پوځ او رسنۍ ادعا کوي چې د جنورۍ په ۲۹مه، امنیتي ځواکونو د بلوچستان په هرنايي سیمه کې د عملیاتو پر مهال ۳۰ او په پنجګور کې ۱۱ وسله وال مخالفان ووژلي دي۔ امنیتي ادارو له ولس څخه غوښتنه کړې چې د امنیتي وضعیت په اړه بېړنیو لارښوونو ته پام وکړي۔

بلوڅو بېلتون غوښتونکو پر ۹ ښارونو بریدونه کړي

د پاکستان پوځ پرون ادعا وکړه چې د بلوچستان پر ۹ ښارونو یې د بلوڅو بېلتون غوښتونکو حملې ناکامې کړي دي.

پوځ ویلي چې بلوڅانو په کوټه، مستونګ، نوشکي، دالبندین، خاران، پنجګور، تمپ، ګوادر او پسني بریدونه کړي دي او په لړ کې ۳ ځانمرګي او ۹۲ نور حمله کوونکي وژل شوي دي.

د پاکستان امنیتي جارواکو د خپلو ۱۵ پوځیانو وژل کېدا تایید کړې ده.

د پاکستان د پوځ ادعاوې خپلواکو سرچینو او د بلوچستان ازادي غوښتونکو ډلو تایید کړي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...