شنبه, اکتوبر 5, 2024
Home+قلندر/ محمد فیصل ځلاند

قلندر/ محمد فیصل ځلاند

د جارو نري غږ د کوټې چوپتیا ماتوله، ځوان جارو ته داسې په ملا کړوپ و لکه په ځمکه چې کوم شی ترې ورک وي او یوې و بلې خواته پسې ګرځي. کوټه غټه وه، اوږدوالی یې تر پنځلس مترو کم نه و له یوه سره تر بله خړې غالۍ پکې هوارې وې په غالیو کې اوږده ګلان ښایسته ښکارېدل، ښایي په لاس به اوبدل شوې وه. په مخامخ دېوال یو غټ تصویر راځوړند و، څنګ ته یې بیا یوه نسواري رنګه چپنه او خړه قره قولي په یوه مېخ راځړېدل. د مچ بننننننګ شو، د کړکۍ په پاسنۍ ښيښه ولګېد، ځوان جارو ودروله، مچ ته یې وکتل، په ښيښه یې ځان داسې ټینګ کړی و لکه کوم خواږه یی چې موندلي وي. د کوټې ور باد وواهه، ځوان جارو کېښوده، خپل بوټ یې وره ته کېښود بیرته راغی، په دېوال راځوړند خړ عکس ته یې پام شو، غټ هډور سړی په نسواري رنګه چپنه کې ولاړ و، شاته یې طلایي مناره ښکارېده. ده وخندل، چاودلې شونډې یی وخوځېدې:

— ښه شوې چې لاړې، بې ناموسسس..

خبره يې په نیمایي کې پرې شوه، د وره خوا ته یی وکتل، سره ژبه یی د د کنډاسو غاښونو منځ ته سيخه کړه:

— د نايي زو خوله دې په واک کې کړه، که یی دې غږ واورېد دا مزدوري دې هم له خولې وځي.

عکس ته یې تندی تریو کړ، لاړې یی په خوله کې سره ټولې کړې، لکه څوک چې یو ناڅاپه په خوب کې رابیدار شي، سترګې یی په ورخطایئ پورته کش کړې:

— توبه مې دې وي.

جارو یی ور واخیسته، بیرته یی ملا کړوپه کړه، له ځان سره په خبرو شو:

— خدایکه دې وبښم، د حیوان په سترګه دې نه راته کتل، ټوله ورځ به لکه ماشین درته چالان وم، خر به دومره کار ونکړي لکه ما چې کاوه، ستا په خانۍ کې زه په وچه ډودۍ لا موړ نه شوم، که د نايي زوی وم، مسلمان خو وم.

سترګې یی ډکې شوې، غږ یی ورو شو:

— هۍ د تیر کال پیسې دې هم نه راکولې، چې مزدوري دې پرېنږدم، مور مې ناروغه وه، پیسې نه وې، څه مې کړي وای، تا به زما درد څنګه لیده. آخ د مرګ په ورځ يي هم زه ستا د غواګانو په ځای کې لګیا وم.

خبرې یی غریوو واخیستې، لږ غلي و، بیا شونډې وخوځېدئ:

–ښه شوې چې خدای ور واخیستې، د زوی دې بلا درباندې وګرځه، تر تا خو ښه و، یوه ورځ یی نقدې درې نيم سوه راته ونیوې.

سر یی وخوځاوه:

— های د سپیره نایي بچو؛ چې خدای دې کومه دعا قبوله کړه، اوس به لږ په نس موړ شې، د حاجي زوی بد سړی نه دی، د ابا پشان یې سپکې سپورې نه دي زده.

د باندې ټوخی شو، ده جارو خلاصه کړه، د باندې ووت، ګڼ کلیوال په انګړ کې ولاړ وو، یوه ځوان د لاس په اشاره د مرسل ګلان ور ښودل:

“دا مې د پلار د لاس دي، ډېر په ناز یی ساتل”

ده خلکو ته وکتل، لکه شماري یی چې، د ننه انګړ ته روان شو، سړه ساه یی وایسته:
— دومره خلک ډوډۍ ته راغوښتل کېدل خو زما پلار نه، څه ګناه یی کړې، نایي دی.
درې څلور دقیقې به وتلې وې، کوټه له خلکو ډکه شوه، اوږد دسترخوان هوار شو، څو خوراکونه پرې تقسیم شول، لږ وروسته د ټولو خولې خوځېدې. دی د وره شاته ولاړ و. دسترخوان ټول شو، د جومات ملا اوږد ټېغ ویست، لاسونه يې لپه کړل، د ده سره یو ځای ټولو کلیوالو لاسونه د دعا لپاره پورته کړل:

— خدای یې دې پسې ورسوي، حاجي ښادي خان بې جوړې سړی و.

ټولو کلیوالو د کوټې په منځ کې ناست ځوان ته کتل، کيڼې خواته ناست سپینږیري غږ پرې وکړ:

— قلندره ته دې د پلار ځای ناستی یی، د پلار په لاره دې قدم ږده. ځوان د درناوي سر ورته وخوځاوه.

دی د وره له شا راولاړ شو، د باندې ووت. ګرمي وه، د چوترې لاندې ګلان مړاوي ښکارېدل، دی دغواوو ځای ته ور وګرځېد، ټولې پرتې وې، یوې غوا شخوند واهه، بلې د مالګې ډبره څټله. دی د اخور په نرۍ ژۍ ورته کېناست، ستوني یی صاف کړ:

— چې دا د وږي زامن ووتل، دی به یوازې ووینم؟ د پلار به ورته ووایم، که یی ومنله، کار خو یی هسې هم زه کوم.

وخت وتلی و، دی بیرته د غواو له ځایه راغی، په سيمنټ شوو زینو پورته وخوت، کوټه تشه وه، خلک وتلي وو. دی لا ولاړ و چې ځوان یی شاته ودرېد، د ده کنډاسه خوله خندنۍ شوه:

— میلمانه پخير لاړل!

ځوان یوازې سر وخوځاوه، روان شو، ده له شاه پسې غږ کړ:

— قربانو زما یوه خبره په زړه کې وه.

ځوان ودرېد، ده ته یي مخ کړ:

-وایه

— ما ویل پلار مې که دلته راسره په کار شي، سپینږیری دی، اوسو ولاکه څوک سرونه هم پرې خریي…

ځوان يې په خبره کې ور ولوېد:

— د پلار دې مخ ورک شه، دا دې څه د نیکه ماڼۍ ده، چې خلک پکې په کار ګمارې.
د ده څېره له حیرانۍ ډکه شوه، لکه د داسې خبرې تمه یی چې نه درلوده، ځوان روان شو، دی کوټې ته ننوت، پيالې یې په دوو پتنوسونو کې سره ټولې کړې، له ځان سره وډونګېد:

— مخکې خو داسې نه و، ده هم لکه چې د حاجي غوندې فرعون شو، چې له لوږې هم مړ شم، اتي ترې ځم.

د پیالو ډک پتنوس یی پورته کړ، د کوټې په ښيښه د مچ بنګاری شو، ده ورمېږ کوږ کړ:
— د بدبخته زو ته لا هم دلې یې.

په پتنوس کې د پيالو شرنګ په کوټه کې انګازه وکړه، دی ووت، مچ لا هم په ښيښه سرېښ و، جړ غږ یې ته، بنننن ننن نننننګ.

2 COMMENTS

  1. ځلاند صيب مننه چې پر موږ دې ښه کيسه ولوسته. تر هر څۀ دمخه کيسه ډېره عالي انځور شوې وه. او پۀ کيسه کې پۀ ټيته طبقه د ظلم او جبر ښه انځور و. همداسې دا برخه چې ډېر پښتانه او. م…يان د نس ډکولو پۀ خاطر پۀ حقيقت سترګې پټوي او بله دا چې واک او لاسبري له انسان لار ورکوي. ما دا پکې وموندل.

    • بريال صاحب مننه، د کیسې مهمې برخې ته مو اشاره کړې ده.
      ستاسو نظر لیکلو خوشحاله کړم.
      کور اباد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب