شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهد ټول شموله حکومت جوړولو په اړه د شانګهای سازمان غوښتنې ته...

د ټول شموله حکومت جوړولو په اړه د شانګهای سازمان غوښتنې ته د ذبیح الله مجاهد غبرګون

تاند (شنبه، د سرطان ۱۶ مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د ټول شموله حکومت جوړولو په اړه د شانګهای سازمان غوښتنې ته په غبرګون کې وویل، چې بهرنیان دې په دې اړه نظر نه ورکوي، ځکه دا د افغانستان کورنۍ موضوع ده.

مجاهد ویلي: د ټولګډوني حکومت موضوع یوه کورنۍ موضوع ده، افغانان په هر حالت کې خپلو ملي ګټو ته په پام سره پرېکړه کوي. ګاونډي هېوادونه او لرې او نږدې هېوادونه باید د هغو مسایلو په اړه خبرې وکړي چې له افغانستان سره یې د اړیکو پورې اړه لري.

د شانګهای سازمان د وروستۍ غونډې د پرېکړه لیک تر څنګ د دغه سازمان د دوو مهمو غړو هېوادونو: روسیې او چین مشرانو هم ویلي، چې له طالب رژیم څخه یې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړولو غوښتنې ته دوام ورکړی.

ورته غوښتنې مخکې هم د طالبانو له رژیم څخه شوي، چې د دوی غبرګون ورته همداسې و .

یو شمېر افغان شنونکي بیا باور لري، چې د ټول شموله حکومت پر ځای افغانستان قانونمند او منتخب نظام ته اړتیا لري، چې د بهرنیانو او کورنیو زورواکو له فشار پرته پکې افغانان خپله پرېکړه وکړي او خپل برخلیک وټاکي.

د دوی په باور، افغانان نه د طالبانو په زوره واک ته رسېدلي رژیم او نه یې نورو وسله والو ډلو ته د قدرت سپارلو شوق لري، ځکه دوی نه پخوا او نه اوس د دغه هېواد په خیر دي؛ بلکې افغان مسلکي کادرونه او ملتپال سیاستوال چې د بهرنیانو تر اغېز لاندې نه وي، د خپل هېواد لومړیتوبونه درک او پوره کولای شي.

7 COMMENTS

  1. هرڅوک چه په افغانستان کى ټول شموله حکومت چيغى وهى دا په ښکاره دافغانستان دوښمنان دي دټول ګډون حکومت هدف ددوى دادى
    چه واک دافغانانو سره نه وى بلکه د بهرنيو هيوادو سره وى
    خو الحمدالله اوس افغانان په هرڅه پوه دي دا ددوى شوم هدف او خصمانه عمل به هيڅوک هم ورسره ونه منى

    • هغه خلک چې، د پنجاب مدرسه کې روزل سویو مفعولانو انحصاري ډول ته ګډیږي هم د افغانستان دښمنان دئ. دا هغه لعنتې ډله دي چې، نیم ملت یې د بڼستیزو حقوقو محرومه کړئ. هیڅ افغان د غلو او دی پردیو کرایې ملیشو ملاتړ نه کوئ. دواړه د افغانانو لپاره د مهلکه سرطان حیثیت لرئ.

  2. دا زمکه د ننني افغانستان یواځ له مرکز نه شمال خواته د هزارګانو او جنوب خواته تر اتکه د پښتنو وطن دی، ازبک له ازبکستان نه او تاجک له تاجکستان نه و ترکمن له ترکمنستان نه د غربی اروپا په چل تر عربستان نه پر افغانستان وغزول او خپاره شول چه دایمي ګډوډي په افغانستان کی ګډ وي، هغو معادنو له پاره چه غربیان ۳۲۰۰ کاله مخ کې تر بدخشان پوری ځانونه ورسول او جهان کې یې اور ګډ کړ، د امریکایی لیکوال او متخصص مستند کتاب پر بڼست! هزارګان او پښتانه کوم «ستان» چېرې بل نه لري چه بېرته لاړ شي! تول شمول حکومت پر ځای ټول افغانستان کې اور واچوئ! 1177 B.C.: The Year Civilization Collapsed

  3. وایی له نشتو مېړو ملک شو میرو سم اورغنده ځواب ًدڼړیوالو اصولو او مؤلفو له مخې ویل کیږی کورنی اوبهرنی کورکانې څه مانا لری ؟
    داخبره هغه وخت استحکام لری چز تاسې دملت مشروعیت اخیستی وی

  4. سلامونه ،
    دري کښې یو متل دی : نه به آن شوري شور و نه به این بې نمکي بی نمک!!
    مجاهد صیب خو به خپل جوابونه ورکوي ؛مګر بهرنیان حق نلري افغانانو ته دیکته وکړي چې دا شمول او هغه شمول !! ؛ خپلو دولتونو ته دې وګوري کوم یو مخالف شمولدی؟؟
    او ښاغلي مشر کاسی ساب ته په احترام ؛ پښتانه/افغانان خو بیشکه د دې هیواد اصلي اوسیدونکي او له هر اړخیزونوامیسو مدافعه کوونکي دي ، خو دهزاره ګانو په هکله فکر نه کووم چې له مرکز نه تر شماله ټول هغوی وي.اصلاََ د هلاکو خان د لښکر نه بامیانو کې زر کسیزه کوم کڼډک یا فرقه پاتی وه له هغوې تکثر کړی
    ؛ راغلو دا نورو ولسونو ته فکر کووم د تاجیکانو ځینی شجرې له پښتنو سره شریکې دي ؛همدارنګه پشه یان بلوچان پامیریان، تورکان او نور لږکیان په مرور د زمان پښتنو سره میکص سوي دي.
    دا چې د روس تزار او بیا د کومونست شوروي څخه ځينې ازبیک،ترکمن قرګز، قزاق ،ایماق …زمونږ د احمد شاه بابا لوی افغانستان ته پناګزین شوي او د وخت په تیریدو سره د (افغان) ویاړلي نوم سره مدغم شوي او فکر کووم د بهرنیانو او خوارجو پر ضد ټولو د هیواد او وطن په ڼنګه قربانۍ ورکړي نو اوس داسې نه سو ویلای چې یوازې پشتانه او هزاره ګان د دې وطن هغه دي.البته هغوی چې ځان افغان نه بولي او د خَر آسانستان او نپوهیږم هزارستان !!! خوبونه ویني ؛هغوی ته به د کبیر امیری دا سندره/” بدل به نه شي افغانستان! ” کفایت وکړی. او که بهرنیان د همغو منفورو څهرو بیا ګډون دیکته کوي ؛ ط ط پې ښه پوهیږي!

  5. ټولشموله که د ملیشو واکمني او د سپږو خرڅول ، د خلکو کورونه ورانول ، وژل ، د لنډغرو کوڅه ګشتي ، یا د مظلومو ښاریانو کورونو ورانول وي ، او یا د ژوندي انسان په سر د مېخونو ټک وهل ، د سینو پرېکول او رقص مرده نه مراد وي ، او یا د ع او غ دوه سري حکومتونه او په یوه ورخ دوه تحلیفونه او د ملي او نړیوالو عوایدو چور اوچپاول وي افغانان یې نه غواړي ،
    همدا ډول د ملا غایب په نوم بې قانونه واکمنۍ ، د بېسواده او جاهلو مجهول الهویه کسانو مقرري او واکمنی ، د علم او پوهې په مقابل کې د ټالب دښمني وي ، یا بېکاري ، د ځوانو او مسلکي کدرونو فرارول ، وطن له ځوانانو خلاصول او د قبرونو او هدیرو په سر امارت وي ، دا هم بالکل نه غواړو.
    کار اهل کار ته وسپارئ ، ملکي ادارې غیر سیاسي کړي ، د ادارو په رآس کې مسلکي وطندوسته او بېغرضه کسان و ګماري . د افغانستان ملي حاکمیت ، مځکنۍ بشپړتیا نه ساتنه وکړئ ، د ځوانانو او پېغلو په مخکې د علم او پوهې ، کار او خدمت دروازې پرانیزئ .
    ملي او نړیوالو ارزښتونو ته درناوی وکړئ او هغه په عمل کې پرځان او ټولو یو برابر عملي کړئ . افغانستان د پنجابي ملاغایب له سلطې خلاص او زمونږ هېواد له انزوا نه خلاص کړئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب