فلکلوري او دیواني ادبیات د یوې ژبې او فرهنګ مهمې برخي دي او د ادبیاتو بېلابېل اړخونه پکې موجود دي.
څرنګه چې فلکلور (ولسي ادبیات) د عامو خلکو له ژونده او دودونو جوړ شوی، تر ډېره شفاهي بڼه لري. په هره سیمه یا وخت کې د انتقال پر سبب لږ بدلېږي رابدلېږي هم او دې ادبیاتو ته د ټولنې مشترکه ژبه هم ویل کېږي.
دیواني ادبیات برعکس د یوه لیکوال یا شاعر له خپل فکر، هنر او یا شخصي تخلیقه جوړ ادبیات دي.
که په فلکلوري او دیواني ادبیاتو کې د معشوقې انځور ته ځېر شو، که په یوه سیمه کې په یوه وخت هم یو شاعر وي او هم فلکلوریک ادبیات، د دوی تر منځ به د معشوقې په انځورولو کې توپیر حتما وي.
په فلکلور کې معشوقه تر ډېره واقعي او له ټولنیز ژوند سره تړلې انځورېږي، خو په دیواني ادب کې شاعر د معشوقې انځور پراخ او سمبولیک بیانوي. په ډېرو شعرونو کې معشوقه یوازې یو انساني محبوب نه وي، بلکې عرفاني او فلسفي ماناوې هم لرلی شي.
مثلا خوشال بابا وایي:
چې د باغ سروې یې ټیټې تر قامت دي
پښتنې په قامت سترې نه دي څه دي
او کله چې د قامت خبره په ټپه کې راشي:
د نجلۍ څانګې وانګې ونه
ربه زموږ په کور یې راولې ښاخونه
که د خوشال بابا بیت ته ځېر شو بېلابېلې ماناوې په یوه وخت ترې اخیستلی شو، هلته قد د ټپې غوندې یوازې د ښایست په مانا نه دی راغلی، بلکې د ټولو پښتنو ښځو د استقامت، صبر او حوصلې کیسه راته کوي او په دې مو پوهوي چې په دیواني ادب کې کله کله د خوشال بابا غوندې حسن پرست شاعر هم فقط د معشوقې د ښکلا بیان نه دی کړی.
ځینې د ښځو د حقونو مبارزین پر شعر دا نیوکه لري چې په ټوله کې شعر یوازې د ښځو ظاهري ښکلا ته پام کړی دی او هغه څوک چې وایي ښځه لطیف جنس دی دوی ورسره ځکه مخالف دي چې دا خبره د ښځو د کمزوري په مانا ده.
په فلکلوریک ادب کې مبالغه کمه ده، کله چې مبالغه کمه شي نو شخصیت ورسره ریالیسټک کیږي او د هغو خلکو ګیله هم تر ډېره را کموي چې وایي په شعر کې د ښځینه جنس اړوند مبالغه زیاته ده او تر ډېره خیالي انځور شوې.
مثلا لنډیو کې لولو:
نجلۍ له برې بانډې راغله
په تور ټیکري یې شومبلو لارې کړې دینه
خالونه درې په زنه کېږده
ستا به ښکلا شي زما به مینه ماته شینه
تر دا کټ کټ خندا دې جار شم
لکه ماشین چې په بخمل وچلوینه
په تورو بد مه وایه مورې
تور خو لونګ دې پاچاهان یې بویوینه
که دغو لنډیو ته وګورو، مبالغه پکې کمه ده، واقعیت ته نږدې دي، انځورونه یې ساده دي او موږ یې ځکه ښه حسولی شو چې له دې تصویرونو سره موږ په ورځني ژوند کې مخ یو او د یوې پښتنې ټولنې معشوقه یا د هغې ښکلا یې د ښاپېریو له نړۍ په څو ساده تشبهاتو را بېله کړې او زموږ سترګو ته درولې.
له ښکلا ور هاخوا په ځینو نورو موضوعاتو کې هم په ټپو کې مبالغه کمه تر سترګو کېږي.
یو ځلې لاس په لاس کې راکړه
دا لاس نیوی به دې تر ډېره یادومه
د دې ټپې په اړه استاد غضنفر صاحب وایي چې دلته یې داسې نه ويلي چې ټول عمر یادومه، مبالغه نشته پکې (تر ډېره یادومه) یعني شاید یو وخت یې یاد نه کړم، خو که په دېواني شاعري کې وي نو بیا شاعر وایي چې:
سهار راشم او بېګا درپسې مړ شم
را ژوندی شمه او بیا در پسې مړ شم
پس له مرګه به زارۍ درته کومه
را ژوندی مې کړه چې بیا درپسې مړ شم
~ محمد عالم بسمل
د ديواني او فلکلوریک ادب تر منځ دغه توپیر په دې معنا نه دی چې یو پکې ښه یا بد وبلل شي، مګر توپیر حتما دی.
څرنګه چې فلکلوریک ادبیات د یوې ټولنې ژبه بلل کېږي، کله دا ژبه ترخه شوې هم ده او کله ناکله د ځینو عامو خلکو غوندي ناترسه شوې هم ده.
په دیواني ادبیاتو کې یو شاعر بیا هڅه کوي چې ټولنې ته داسي څه وړاندي نه کړي چې مستقیم پرې نقد ته لاره جوړه شي، خو کله کله په لنډیو کې عام فکر ځای نیولی وي، هغه که ښه وي یا بد:
هلک که تور وي ښه ښکارېږي
نجلۍ چې توره شي بنګړي دي خرڅوینه
دا جګې جګې دي واده شي
دا ټیټې ټیټې دې واړه کراروینه
د لور یې ګرده مرده ونه
مور یې خوشاله ده چې پېغله لور لرمه
په داسي ټپو کې د ټولنې هغه عام فکرونه لیدل کېږي چې د غندلو دي، یو ډول توهین پکې دی. یعنې که د ټولنې د ښکلا په معیار برابرې نه وي، نو هغوی دي بنګړي خرڅوي؟ یا دي ماشومان کراروي؟ خو برعکس په شعر کې بیا داسي نه ده. اسحاق ننګیال په یوه نظم کې وایي:
دا د زړه کار دی لالیه د زړه کار دی
کنه زما دلبره خدایکه ښاپېرۍ وه
بس چې زړه یې له ما یوړ نو یې یوړ…
او د نقیب احمد عزیزي یو بیت دی چې:
نه دي غواړي عشق د جانان سترې معجزې له ما
دا د غریب زوی دې خپله سیاله کا کلاله کا
همدغسي په ځینو نورو مسایلو کې هم شاعر پام کړی چې ټولنې ته مضر څه وړاندې نه کړي، خو په ټپو کې بیا دغه حد ته پام نه دی شوی:
د زورور د کور میرمنې
شل ځله کونډه دي له خدایه وغواړمه
خو دروېش وایي:
موږ یو په هر حال کې پلویان د ژوند
غوښتی مو رقیب ته هم مرګی نه دی
یا هم له صابر صاحب اورو:
که څوک مې وژني لاس یې هم نه نیسم
زما په یو حالت کې شر نه لګي
په دیواني ادبیاتو کې شاید د یوې نجلۍ ښکلا ته پام ډېر وشي او هم په خیالي ډول زیاته انځور شي، خو په ټپو کې له ښکلا ور هاخوا د هغوی د ژوند نورو برخو ته هم پام کېږي. لکه څرنګه چې ټپې د ښځو له لورې زیاتې ویل شوې نو دغه پام په ډېر ښه ډول ورته شوی.
یار مې د خدای په میاشت کې مړ و
زه د روژې په پنځلسم خبره شومه
دي تا چې شنې شولې پخېږي
ما به مرغې په ژړا ستړې کړي میینه
خرڅه دي کړم ښاده دي نه کړم
شیرینه وروره و دي مه وځه ارمانونه
ارمان ارمان د دادا کوره
له ډکه شکوره به چاپېره تاوېدمه
څنګه دي خواره کړمه خدایه
چې ګاونډیان مې د خولګۍ تمه لرینه
په دغو ټولو ټپو کې د ټولنې د یوې ډېرې لویې برخې خوښي و فریاد نغښتی دی، له مینې نیولې، د پلار د کور تر محرومیته، له وروڼو ډک زړه وتل یا هم د خسرګنۍ په کور کې د پلار د کور د ډېر کم څه ارماني کېدل او هم د یوې داسې نجلۍ فریاد چې په ټولنه کې ځان ډېر بې هویته ورته ښکاره شوی.
دغسې په زرګونو لنډۍ شته چې په هغه کې د ښځو له ښکلا پرته د هغوی په ټول ژوند خبرې پکې نغښتې، خو دیواني ادب لا هم ترې ناخبره دی، یا یې ځان بې خبره نیولی او د هنر ښکلا یوازي د ښکلا په ستایلو کې ورته ښکاره شوې، ځکه خو یې لا هم د لنډیو غوندي بشپړ بللی نه شو.
پای.