یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبشعربیرغ ته دوه شعرونه

بیرغ ته دوه شعرونه

بیرغ 

سیدجیلاني جلان

***

ما  په اوږو مه اچوئ

ما په سینو مه ټومبئ

زما په  تور سره زرغونه وجود کې

د حماسو سیندونه 

دنمایش  په تورو ولې وژنئ؟

ستاسې له دغې مینې

یو نه 

یو زر ځلې مننه کوم

مګر د خدای ظالمو!

نو مینه داسې کیږي؟

د چا عظمت ساتل همدغسې وي؟

ویاړونه  دا رنګې وي؟

چې زه او ګل وطن مې

د  اولادونو  په سرو وینو کې 

غرقاب ولاړ یو 

د اجلونو د  دوزخ  په خوله کې

د سرو دردونو په تناب ولاړ یو

***

نو ما په اوږو مه اچوئ 

ما په سینو مه ټومبئ

ځکه زه اوس 

ددروغجنو 

بې وجدانو 

وطن پلورو 

نماینده نه یمه

زه د پیړیو وړاندې

د دې نړۍ شهزاده 

زه د پیړیو وړاندې

د لوی او ستر افغانستان فخر وم

د هر افغان فخر وم

ان د انسان فخر وم

***

سیدجیلاني جلان

کابل

۷ زمری ۱۳۹۹


د زمری 7
فهیم لمر

دا تور, سور او زرغون رنګ
سپینوي هر رنګ په رنګ
دا د غازیانو عمل نامې
هر رنګ یې بیانوي بیلې کارنامې

دا تور,سور او زرغون رنګ
له ډېره نازه د هرې پېغلې پړونی تنې اخلي رنګ
دې رنګونو کې پریوتی داسې طلسم
غلیم یې مات کړی دم په دم

دا تور, سور او زرغون رنګ
د هر لښکر یې ماغزه کړل شرنګ شرنګ
څوک یې بولي لوا څوک علم
احساس یې دونه لوړ وچ يې کړ قلم

دا تور, سور او زرغون رنګ
هر رنګ یې په یوه رنګ, رنګ
چاته وحشت, وینه او ښکلا
چاته ښکېلاک, مینه او ښکلا
چاته توره سحرا د مزار
چاته انار د قندهار
چاته ښیرازه د ننګرهار

داتور, سور او زرغون رنګ
د تاریخ پاڼه پرې رنګ په رنګ
زرغون ده زردشتیانو او طاهریانو
وایي سور یې د غوریانو
او دا تور یې د عباسیانو

داتور, سور او زرغون رنګ
مکیزونو یې نښان کړو رنګ رنګ
کله توره, ټوپک, محراب او منبر
کله غر, لمر, محراب او منبر

فهیم لمر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب