هغه نجلۍ چېرې ده؟
سهار درواغ وايي
د کړکۍ سترګو باندې
شپې دې لاسونه ایښي
د سپېدو سپین لاسونه
تیارو تر شا تړلي
د زندانونو پنجرو ته رسېدلای نه شي
سهار درواغ وايي
هغه نجلۍ چېرې ده؟
چې د بڼو په څوکو
د وړانګو ښکار ته ځي
کیږدۍ په توره دربېله کې ډوبه
کوچۍ د خپلو بڼو ځنګل کې
لار ورکه کړه
د انځورګر تابلو کې
د سحرونو نسیم طلایي ساه غواړي
شپې یې د ساه پر غاړه
پڅه چاړه ایښې ده
هغه نجلۍ چېرې ده
چې په ټول ښار کې ګرځي
سپین، سپین لفظونه پېري
د څانګو څانګو پلوشو د پاره
ډیوه ډیوه څراغ څراغ
سپین کاغذونه پېري
هغه نجلۍ چېرې ده؟
چې ماتې ماتې آئینې پتری کوي
د لمر څېرې جوړوي
مکتب ته ځي،
د مرغلرو او سېپیو نندارې جوړوي
په لپو لپو د سپوږمۍ د څاڅکو،
سپینې دانې جوړوي
سهار درواغ وايي
د کړکۍ سترګو باندې شپه اوریږي
د ونو هسکې څوکې
د لمر د عشق سندره نه وايي
د شپو د څڼو په تیارو یې،
ګڼې منګولې ډکې
د روڼا شرنګ نشته
شرنګ د زنځیر او زولنو راځي
د درد زګېروی د طلايي وړانګو
او لمرختو راځي
کذب دي کذب توري
جملې سراب او کتاب
د قلم ژبه وچه
تنده ده، تنده روژه
ګناه ګناه ناکرده
سیلیو وړی کلام
چوپتیا ږغېږي،
لارې ستړي رهنما نه راځي
ماه تابان یوسف،
د زلیخا نه راځي
۲۰۲۶ / ۸ / ۹
یوه شنه اروا
ګڼ ځنګل پر سر یې
شنې ارواوې ناڅي
پاڼې پاڼې یې
د باد غېږ کې رپېږي
نښترونه یې د غرب شهزاده ګان دي
په لاسونو کې پیالې دي د شرابو
طلایي وړانګې،
د لمر پکښې ډوبېږي
زما زړه هم پاڼې پاڼې
زخم زخم یې،
د باد سره سپړیږې
غشي غشي خوري خوږېږې
څراغ بل دی،
د شپې پل دی
هلته کړي چوپتیا، چوپتیا سره خبرې
ستوري ژاړي
د کړکیو حوصلو کې نینې کیږي
دروازو روژه نیولې
زنځیرو یې په چوپتیا طهارت کړی
د څلورو دېوالونو ساه الوتې
د ساه ږغ مسافر شوی
یو ګل رخ مازدیګر تېر شو
دلته شپه شوه
د سپوږمۍ باڼه پر سیند پرانیستل کېږي
سیند د آس په شان شیشنېږي
سیند بهېږې، سیند بهېږي
سپوږمۍ سر پر څپو کښېښود
د اوبو غېږ کې زنګېږي
څراغ بل دی،
د شپې پل دی
دلته شپه ده، هلته شپه ده
د ګرېوان تڼۍ مې سوځي
غوړپ اوبه دې زهر شوې
پښې مې مځکه باندې اور اخلي سوځېږي
سیوري، سیوري
ما لمبې له سوزه سوځي
په فریاد فریاد مې ژبه ګونګۍ شوې
دلته شپه ده
باڼه ډک له بارانونو
پر ګرېوان ګرېوان اورونو
د هوا پښو کې تڼاکې نینې کېږي
یو خوب وینم، راویښېږم
زما د پلار د کور نښتر راچپه شوي
خړو خاورو باندې شین اور لګېدلی
خړو خاورو باندې،
شنې لمبې تاویږي
له خوبونو شنه دودونه رابهېږي
له خوبونو شنه دودونه رابهېږي.
۲۰۲۶ / ۳ / ۹
غزل
په وچو شونډو د ساحل تروې اوبه لولمه
ژونده! در پوه نه شوم ستا سترګې او لېمه لولمه
څاڅکي مې ټول کړه د بڼو څپرکي، خوب راغلی
شپه شوه، باران راغی، د ستورو قافله لولمه
تا د ځوانۍ خیرات د خړو خاورو پښو ته یووړ
زه یې په خړ او تور پوړني کې کیسه لولمه
خدای به زموږ د طلایي دانو زکات ومني
خدای به لوستونکې وږمې راولي وږمه لولمه
د درد په کیف د سوز پر پلونو باندې وختمه
سفر اسان شو راته عشقه! ستا اسره لولمه
خدای پاماني وه پروین! زخم کې مې لمر پرېوتی
تر غرونو واوښتمه اوښکې اوښکې شپه لولمه
۲۰۲۶ / ۷ / ۹