تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۲۰ مه) د په چین کې د ویډیو شریکولو مشهور پلاتفورم «بیلي بیلي» (BiliBili) په نړیواله کچه د خپل حضور د پراخولو او له یوټیوب سره د سیالۍ لپاره هڅې چټکې کړې دي.
دا چینایي پلاتفورم په ټوله نړۍ کې د کاروونکو او منځپانګې جوړوونکو د راجلبولو لپاره بېلابېل اقدامات کوي. د بهرنیو کاروونکو لپاره د نوملیکنې بهیر هم اسانه شوی او د هویتي اسنادو د تایید شرط یې له منځه وړی دی.
بیلي بیلي د چین له سترو ویډیو پلاتفورمونو څخه شمېرل کېږي او په ځانګړې توګه د ځوانو کاروونکو او د بېلابېلو ډیجیټلي منځپانګو د لرلو له امله شهرت لري.
په نړیواله کچه د منځپانګې جوړوونکو لپاره د عاید او پیسو ګټلو فرصتونه کولی شي د دې پلاتفورم په راتلونکې بري کې مهم رول ولوبوي. خو بیلي بیلي به د نړیوالو کاروونکو او منځپانګې جوړوونکو د باور د ترلاسه کولو په برخه کې د یوټیوب پرتله له ګڼو ننګونو سره هم مخامخ وي.
اوس به ولیدل شي چې بیلي بیلي به په نړیوال بازار کې د یوټیوب پیاوړی موقعیت تر کومه حده وننګولی شي.