Homeخبرونهپه یوه اوونۍ کې په پاکستان کې ۵۱۷ افغانان نیول شوي دي

په یوه اوونۍ کې په پاکستان کې ۵۱۷ افغانان نیول شوي دي

تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۳ مه) د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په یوه ګډ راپور کې ویلي چې د اکتوبر له ۱۱مې تر ۱۷مې پورې په پاکستان کې ۵۱۷ افغانان نیول شوي او د نیول کېدو وېره لا هم د ډېرو افغانانو د بېرته ستنېدو اصلي لامل دی.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر ۱۷مې پورې، له پاکستانه ټولټال ۲ میلیونه او ۷۴۴ زره او ۶۸ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. په دې شمېرو کې په خپله خوښه او په زور ستانه شوي کسان دواړه شامل دي.

د راپور له مخې، یوازې د تېرې اوونۍ په لړ کې ۳ زره او ۸۸۳ افغانان د تورخم، چمن او بهرامچې له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي. په دوی کې ۸۳ سلنه بې‌اسناده وو، ۹ سلنه د افغان تابعیت کارتونه او ۸ سلنه د کډوالۍ د ثبت کارتونه لرل.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو ستونزې زیاتې شوي؛ د نیولو او ستنولو بهیر چټک شوی

د ملګروملتو ادارو د بې‌اسناده افغانانو او د تابعیت کارت لرونکو ۹۵ سلنه کسانو د بېرته ستنېدو اصلي لامل د نیول کېدو وېره بللې ده. دا شمېر د کډوالۍ د ثبت کارت لرونکو ترمنځ ۶۸ سلنه وه.

په راپور کې ویل شوي چې په همدې اوونۍ کې ۴۹۹ افغانان له پاکستانه شړل شوي دي. د اکتوبر له ۴مې تر ۱۰مې د تېرې اوونۍ په پرتله، افغانستان ته د ستنېدونکو افغانانو شمېر ۱۰ سلنه او د شړل شویو کسانو شمېر ۴۸ سلنه کم شوی دی.

د بېرته ستنېدونکو افغانانو بشري وضعیت

افغانستان لا هم له سخت بشري ناورین سره مخامخ دی او میلیونونه وګړي د خوړو، روغتیايي خدمتونو او نورو اړینو اسانتیاوو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي. له پاکستانه د افغانانو پراخه ستنېدا پر هغو ټولنو لا ډېر فشار راوړي چې له بېوزلۍ، بېکارۍ، بې‌ځایه کېدو او د عامه خدمتونو له کمښت سره مخ دي.

هغه کورنۍ چې له خوندي استوګنځي، عاید او کافي مرستو پرته افغانستان ته ستنېږي، له زیاتو ستونزو سره مخ کېدای شي او په ټولنه کې د بېرته ځای پر ځای کېدو بهیر یې ستونزمنېږي.

د بشري حقونو سازمانونو او نړیوالو ادارو هم د هغو افغانانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې چې داسې هېواد ته ستنېږي چې پکې د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه لګول شوي دي.

د راپور له مخې، په ځانګړي ډول یو شمېر کسان د خپلو پخوانیو دندو، دریځونو یا شخصي شرایطو له امله افغانستان ته د ستنول کېدو په صورت کې له خطر سره مخامخ کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...