خوب مې لید: په یوه کوټه کې یم. پر کټ غځېدلې یم. له کړکۍ اسمان څارم. د غروب وخت دی او د رنګونو ارامه نڅا ده. د خپلو ساګانو ریتم اورم. په رګونو کې د وینې جریان احساسوم. په هېڅ فکر نه کوم. حتا کوښښ نه کوم د غروب رنګونو ته نوم پیدا کړم، یوازې یې څارم. په کوټه کې سپینې پاڼې او قلمونه ډېر دي خو کتابونه نشته.
– – – – – –
سر مې ګرېده، راویښه یې کړم. تړلو ویښتانو مې خوله کړې وه، خلاص مې کړل. کړکۍ مې پرانیسته. ګرده سپوږمۍ لا په اسمان کې وه او د راختونکي لمر کم رنګه غوندې سرخي پر افق خپره وه، لکه په یوې سوربخونې تابلو چې پیړۍ تېرې شوي وي. په کوڅه کې د ګاونډي د تراس بل څراغ د شنه سهار تیارې ته ځلېده. د کابل پریمانه سپي غلي ول خو د مرغانو اواز تېره او لوړ و. ته وا د ښار ټول مرغان زموږ د کور په سپیدارو را ټول دي.
ساعت ته مې وکتل. څلور بجې دي. پرېوتم ، په بل اړخ شوم. سر مې پټ کړ. د مرغانو شور و. کړکۍ مې بیرته بنده کړه.
« څو ساعته وروسته به کار ته ځم. مصروفه ورځ مې په مخ کې ده. که مې خوب ګډوډ شو بیا به مې په سر درد وي او آمر به راته بونګېږي»
بالښت مې پر سر کېښود. خپل خوب رایاد شو. چېرته به وم؟ بله دنیا؟ ښه ځای و، نه پرون لیکل شوي کتابونه ول چې ښه او بد تعریف کړي او نه هم انسانان ول چې توضیح به درنه غواړي، نصیحت به درباندې لوروي خو په پای کې به د خپلې خوښې قضاوت کوي. که بله دنیا داسې وي بیا خو قربان له مرګه.
سترګې مې پرانیستې. « اوف که خوب رانه شي بیا به مې په سر درد وي، او که آمر ته ووایم راته وايي به:« په دې وطن کې چې د ملیونونو ځوانانو سترګې په کار پسې وختې، ته له سردردۍ شکایت کوې!»
مبایل مې راواخیست چې که ارامه سندره واورم خوب به مې یوسي. یوه سندره مې چالانه کړه. موسیقي یې داسې لګېږي لکه د دوبي په ټکنده غرمه کې د کابل یوه ګوښه کوڅه. نور یې نو په ټکي هم نه پوهېږم. حتا نه یم خبره چې کومه ژبه ده. هغه سندرې مې اراموي چې په مانا یې نه پوهېږم، چې په مانا پوهه شم، فکر پرې کوم او چیرته چې فکر پیل شي بیا نو سکون کله پاتېږي.
سندره مې درې ځلې واوریده خو خوب الوتی دی، لکه کوتره چې له قفسه والوځي ،په هر ښاخ کښیني، په هر بام تیرېږي خو خپل قفس ته نه نژدې کیږي.
خوب خو هسې هم نه راځي، زړه مې غواړي له ځایه را پاڅم ، یوه پیاله چای جوړ کړم، بام ته وخېژم او د لمر خاته سیل وکړم خو که اوس سیل وکړم بیا به مې ټوله ورځ په دفتر کې په سر درد وي.
پلار تل وايي: «هغوی چې له لمر خاتو، لمر لوېدو او سپوږمۍ خوند نه اخلي سادګان دي.» د پلار دې خبرې ته معمولا سر ښوروم او مسکېږم مګر دا ورته نه وایم چې د انسان یوه بله سادګي دا ده چې خپل ژوند له طبیعت سره تړي. د سپوږمۍ شپه جنتي، د لمر لوېدل او ختل شهکار خو زما په ژوند کې څه بدلوي؟ د لمر خاته تازګي د یوې کم خوبه شپې سردردي نه شي کمولی. د غرونو د ښار شفق د یوه خودخواه، سرټمبه، وچ فکره آمر شخصیت نه شي اصلاح کولی او نه هم د سپوږمۍ بی بی نوراني مخ زما کار تضمینولای شي نو زما یې څه چې د سپیدار پاڼې سهارني باد ته ناڅي؟
– – – – –
مبایل مې ځکه نه را اخیست چې ډارېدم له خوبه به مې وباسي خو اخر مې خلق په تنګ شو او انسټګرام ته ورغلم. نه پوهېږم څومره وخت مې پکې تیر کړ خو چې ساعت ته مې پام کیدل ۶ بجې وې. پاڅېدم چې اوبه وڅښم او یوه بله بې خوبه ورځ پیل کړم.
پای
۶/۲۹/۲۰۲۱
نقاشي د هیلې ومان ده. *