جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد طالبانو د حکومت استخباراتو د شمشاد تلویزیون نشرات بند کړل

د طالبانو د حکومت استخباراتو د شمشاد تلویزیون نشرات بند کړل

تاند (جمعه د تلې ـ میزان ۲۵مه) تاند ویب پاڼې ته باوري سرچینو وویل، چې د طالبانو د حکومت استخباراتو شمشاد ټلوېزیون بند کړ.

سرچینې وايي، د یاد تلویزیون ادارې ته د طالبانو استخباراتو ویلي، چې له کندهاره ورته امر شوی چې خپلې خپرونې بندې کړي.

سرچینه زیاتوي، چې طالبانو د شمشاد ادارې ته ویلي، چې په ټولنیزو رسنیو کې دې هم خپل نشرات بند کړي.

تر اوسه د طالبانو حکومت له لوري د یاد ټلوېزون د بندولو لامل نه دی په ډاګه شوی او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي دي.

د یاد ټلویزیون تړل کېدو په خواله رسنیو کې بیلابیل غبرګونونه راپارولي.

ځینو په اوسنیو حالاتو کې د یاد رسنیز مرکز پر تړلو اندېښنه ښودلې خو ځینو نورو بیا د دې پرېکړې ملاتړ کړی دی.

د بلال په نامه د یاد ټلوېزیون یوه پخواني کارکوونکي په خپله فېسبوک پانه لیکلي: “شمشاد غوندې لوی رسنیز سنګر تړل، هغه هم داسې شرایطو کې، چې رسنیزې جګړې تر بل هر وخته ډیر زور اخیستی له رسنیو سره ستره جفا ده او خپله ځان په رسنیز ډګر کې دښمن ته کم راوستل دي.”

بل لورته بیا خبریال عطاءالله خوګیاني لیکلي: “په دې حساس وخت کې د کندهار په امر د شمشاد تلویزیون نشرات تړل کېدل نهایت خواشینوونکي دي.اوسنۍ جګړه کاملا تقریبا رسنیزه ده، یو پیاوړی سنګر باید داسې حساس وخت کې نه وئ ، خاموش وی.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...