لنډیز
د ژبپوهنې د معاصرو نظریو په لړ کې د حاکمیت او مرجع ټاکنې نظریه (Government and Binding Theory) د ۱۹۸۰ – ۱۹۸۱ کلونو کې نوام چامسکي رامنځته کړه. دغه نظریه د ژبپوهنې د تحویلي ګرامر په جریان کې رامنځته شوه، او د ژبې جوړښت او ګرامري اصولو د توضیح لپاره کارول کېږي. د حاکمیت اومرجع ټاکنې نظریې اصلي موخه د نحوې د حوزې تدوین او همدارنګه د ژبې د نحوې او د نړیوال ګرامر تطبیق او پلی کول دي. د حاکمیت او مرجع ټاکنې نظریې بله موخه دا ده چې د ژبې پېچلي جوړښتونه په ساده او منظم ډول توضیح کړي. دا نظریه هڅه کوي چې د نړۍ بېلابېلو ژبو ګرامري مشترکات کشف او تعریف کړي، تر څو په دې توګه د انساني ژبې د اساسي اصولو یوه جامع نقشه چمتو کړي. د حاکمیت او مرجع ټاکنې نظریه دوه مهمې برخې لري. ۱ حاکمیت ۲ مرجع ټاکنه
حاکمیت (Government) په دې برخه کې توضیح کیږي چې څنګه یو کلمه (معمولاً یو فعل) کولی شي پر یو بل کلمه (معمولاً یو اسم یا ضمیر) حاکمیت ولري. په بله وینا، دا برخه په دې اړه ده چې کوم الفاظ په یوه جمله کې پر نورو الفاظو نفوذ لري او د هغوی ځانګړنې ټاکي.
د حاکمیت نظریه ((Government Theory دا نظریه په نحوي جوړښت کې هغه اصول دي، چې د هستې او د هستې د نورو اړوندو توکونو ترمنځ اړیکه ټیګوي. البته د حاکمیت او مرجع ټاکنې په نظریه کې ټول بحث د نحوې او د نحوي توکو اړوند دي.
مرجع ټاکنه (Binding): مرجع ټاکنه د ضمیرونو او نومي عبارتونو ترمنځ اړیکې توضیح کوي. مثلاً، څنګه یو ضمیر کولای شي خپلې مرجع (هغه اسم یا نومي عبارت چې ضمیر یې ورته اشاره کوي) پیدا کړي. د مرجع ټاکنې لپاره درې قواعد موجود دي.
سریزه
د هر علم بنسټ په نورو علومو او تیوریو پورې تړلی دی، چې د څېړنې په مټ یې له نویو زاویو سره اشنا کېږو؛ خو له نورو علومو سره یې باید تړاو پیدا او د خبرواترو په وسیله یې د چاپېریال په رڼا کې له ټولو اړخونو سره مطالعه کړو. ژبپوهنه د معاصر علم په توګه د ډېرو ناویل شویو ځوابونو لپاره بېلابېلې لارې غوره کړې دي، چې پخوا د کلمو او جملو بحث ګرم و؛ خو د نورو حوزو او تیوریو په رامنځته کېدو سره ډېرو پوښتنو ته په علمي لحاظ ځوابونه وموندل شول. نويو بحثونو او نظریاتو نویو کارونو ته لارې پرانیستلې، چې له دې سره په ژبه او ژبپوهنه کې د هغه پخواني تصور پر خلاف نوې لارې راخلاصې شوې. پکار ده، چې د خپلې ژبې جوړښت ته د ژبپوهنې د نویو حوزو او تیوریو په رڼا کې وګورو، چې له موضوعاتو سره يې زموږ ژبه سازښت وکړي او د ژبې ګرامر د نویو تیوریو پر اساس ولیکو او د ژبپوهنې حوزې هم پکې له مختلفو زاویو وکاروو؛ چې له علمي لحاظه ژبه پرمختګ وکړي او هم ورته د ځان بسیاينې لپاره اساسات وټاکل شي. په لیکنه کې مو د معاصرو نظریو له جملې د حاکمیت او مرجع ټاکنې په نظریه باندې لنډ بحث کړی دی.
د حاکمیت او مرجع ټاکنې نظریه (Government and Binding Theory)
د معاصرې ژبپوهنې په چوکاټ کې، د حاکمیت او مرجع ټاکنې نظریه (Government and Binding Theory) یوه له مهمو نظریو څخه ده چې نوام چومسکي (Noam Chomsky) په ۱۹۸۰مو کلونو کې وړاندې کړه. دغه نظریه د ژبپوهنې د تحویلي ګرامر (transformational grammar) په جریان کې رامنځته شوه او د ژبې جوړښت او ګرامري اصولو د توضیح لپاره کارول کیږي. د حاکمیت اومرجع ټاکنې نظریې اصلي موخه د نحوې د حوزې تدوین او همدارنګه د ژبې د نحوې او د نړیوال ګرامر تطبیق او پلی کول دي. د حاکمیت او مرجع ټاکنې نظریې بله موخه دا ده چې د ژبې پېچلي جوړښتونه په ساده او منظم ډول توضیح کړي. دا نظریه هڅه کوي چې د نړۍ بېلابېلو ژبو ګرامري مشترکات کشف او تعریف کړي، تر څو په دې توګه د انساني ژبې د اساسي اصولو یوه جامع نقشه چمتو کړي. د حاکمیت او مرجع ټاکنې نظریه دوه مهمې برخې لري. ۱ حاکمیت ۲ مرجع ټاکنه
حاکمیت (Government) په دې برخه کې توضیح کیږي چې څنګه یو کلمه (معمولاً یو فعل) کولی شي پر یو بل کلمه (معمولاً یو اسم یا ضمیر) حاکمیت ولري. په بله وینا، دا برخه په دې اړه ده چې کوم الفاظ په یوه جمله کې پر نورو الفاظو نفوذ لري او د هغوی ځانګړنې ټاکي.
د حاکمیت نظریه ((Government Theory دا نظریه په نحوي جوړښت کې هغه اصول دي، چې د هستې او د هستې د نورو اړوندو توکونو ترمنځ اړیکه ټیګوي. البته د حاکمیت او مرجع ټاکنې په نظریه کې ټول بحث د نحوې او د نحوي توکو اړوند دي.
مرجع ټاکنه (Binding): مرجع ټاکنه د ضمیرونو او نومي عبارتونو ترمنځ اړیکې توضیح کوي. مثلاً، څنګه یو ضمیر کولای شي خپلې مرجع (هغه اسم یا نومي عبارت چې ضمیر یې ورته اشاره کوي) پیدا کړي. د مرجع ټاکنې لپاره درې قواعد موجود دي:
قاعده A: یو انعکاسي ضمیر باید په خپل حاکم شوي کچه کې له خپلې مرجع سره تړاو ولري.
قاعده B: یو شخصي ضمیر باید په خپل حاکم شوي کچه کې له هېڅ مرجع سره تړاو ونلري.
قاعده C: یو آزاد نومي عبارت باید له هېڅ بند شوي کچې مرجع سره تړاو ونلري.
مرجع ټاکنې نظریه ((Binding Theory دا نظریه هغه اصول دي چې، د مرجع کلمو، ضمیرونو او ارجاعي عبارتونو تعبیر او څرنګوالی ټاکي. د مرجع ټاکنې نظریه دا نظریه د تېرو نظریو د بیاکتنې پایله او نتیجه ده. د دې نظریې تحول شوې یا بدله شوې بڼه د اصل او پارامترونو نظریه ده. دا د اصل او بارامترونو د نظریې یادونه مو وکړه ښه ده چې د دې نظریې په اړه هم لنډه تبصره ولرو. د اصل او پارامترونو نظریه: چامسکي په دې اند چې ژبې یو شمېر اصول او پارامترونه لري. چې اصول په ټولو ژبو کې یو ډول دي، خو دا پارامترونه دي، چې سره توپیر لري او ژبې یې سره بېلې کړې دي. مثلآ: په ټولو ژبو کې فاعل، مفعول او فعل شته دی، چې دا اساسات یا اصلونه دی. اما دا چې اول فعل راځي، فاعل راځي یا مفعول راځي دا بیا پارامترونه دي. او هغه څه چې د نړۍ ژبې یې سره بېلې کړې دي دا پارامترونه دي. د دې نظر یې په وړاندې کولو سره په ژبه کې برسیرن او ژور ررغښت له منځه لاړ. د حاکمیت اومرجع ټاکنې په نظریه کې مفهوم او مانا ته په کتو د نحوي جوړښت د توکو او عناصرو ځای مشخص کېږي. مثلآ: ۱ چه کسی می آید شنیده ای؟ د دې بلې جملې سره پرتله کړئ. این خبر را شنیده ای؟ ۲ شنیده ای چه کسی مې آید.
پایله
د حاکمیت او مرجع ټاکنې نظریه د معاصرې ژبپوهنې په ډګر کې یوه له بنسټیزو نظریو څخه ده چې د ژبې جوړښت او ګرامري اصولو په اړه ژور درک وړاندې کوي. دا نظریه د ژبپوهنې د نورو نظریو بنسټ هم جوړوي او د نوام چومسکي د نورو کارونو لپاره هم د بنسټ په توګه ګڼل کیږي.
مأخذونه:
حمیدزی، راحله. (۱۴۰۲)، نظریه های زبان شناسی، انتشارات، سمون کابل.
- Chomsky, Noam. “Lectures on Government and Binding.” Foris Publications, 1981.
- Chomsky, Noam. “The Minimalist Program.” MIT Press, 1995…