په پارک کې بل هیڅوک نه و، لکه سترګې چې یې ړندې وي نه یې خوځولې مخامخ یې د کږې ونې ډډ ته نیولې وې. د اوږدې چوکۍ پر پښو به له شمال سره رژیدلې پاڼې ایسارې شوې، بیا به خوشې شوې پر پخې پلې لارې به یې غرژی وکړ، خو دی داسې و لکه کوڼ په غږ پسې یې مزغی نه کږاوه. د پترې نیولو شونډو اوښتی پوست یې د ژبې پرڅوکه بهر تو کړ، غځونې یې وکړې. پر موبایل یې د اخیستي مړه موږک تصویر ته وکتل، یودم پورته شو، د کور په خوا رهي شو.
دی چې به کله له پارکه کور ته راغی، یوازې به نه کښیناست یو نیم وخت خو به یې لا له میرمنې سره تلویزیون لید. د ډوډۍ په وخت به هم هرڅه چې تیار و په پټه خوله به یې خوړل.
نن له پارکه ژر راوګرځید، سیخ د خوب کوټې ته تیر شو. ور یې کلک پسې پورې کړ. د کوټې یوه کړکۍ پرانیستې وه، هغه یې بنده کړه، پردې یې کش کړې. کوټه څه تیاره شوه خو د موبایل له لګیدو سره د کوټې همدا کونج چې دی پکې کښیناست لږ روڼ شو. په موبایل کې یې د مړه موږک پر عکس ګوتې تیرې کړې:
«ښه دلته به په ډوډۍ پسې سرګردانه وې هاغه ښه و که اوس»
«له خلکو پټیدې، د پيشو له میو سره دې څه حال و»
«که ژوندی وی لمر ته به دې کتل هاغه خو دې کتلی»
«سپوږمۍ به دې لیده چې لویه شي لویه شي بیا دومره کۍ شي»
«د اوبو غږ به دې اوریده دا خو چې شمال وي داسې غږ دی لکه د پارک د ونو د پاڼو»
د موبایل شیشه یې پر ورانه وموښله، بیا مړه موږک ته ځیر شو:
«څو وخته وروسته به د خلکو له پښو سره خاورې درباد شي، ډيرې پاڼې به دې پر سر راشي، بیا به دې دا رنګ هم څوک نه ګوري چې له تا یې بد راشي ته به یې ځان به دې وي جهان به دې وي»
سړي د کوټې په کونج کې ځان د دیوال خواته جوخت کړ. د دروازې کړپ شو، میرمن یې راننوته. پردې یې کش کړې:
-څرنګه تیاره ده
ده موبایل شاته ونیو. دې ورته وویل:
-راځه چمن ته ولاړ شو زه به چای درته راوړم
ده نیغ نیغ ورته کتل. دې ورته وویل:
– خوږ چای درته دموم
سړی اوچت پاڅید. په چمن کې یې سترګي د نرۍ وریځ شاته پټ شوي لمر ته وبریښیدې. سترګو ته یې لاس ونیو. میرمن یې کور ته ننوته. دی اوږد وغځید د موږک عکس ته یې وکتل د تصویر په څير یې پاڼې پر سر کتار کړې:
-کاشکي کوچینی وای زه په پاڼو نه پټیږم
میرمنې یې د دروازې له شا موبایل غوږ ته نیولی و، ډاکټر ته یې په نیولي غږ ویل:
-دغه اوس هم په چمن کې پروت دی مخکې یې په تیاره کوټه کې ځان بند کړی و، بستر یې کړه ماهسې ویل چې مه یې بستروه.
پای