شنبه, اپریل 27, 2024
Home+زما ليکوالي او بېلابېلې پروسې يې! / امنه عزيزي

زما ليکوالي او بېلابېلې پروسې يې! / امنه عزيزي

زما ليکوالي او بېلابېلې پروسې يې!

که د انسان خلقت ته فکر وکړو نو ټول انسانان یو ډول نه دي پیدا شوي. لکه: ټول انسانان لوستي نه دي، ټول ملايان نه دي، ټول شاعران او ليکوالان او انځورګران، عکاسان يا هنرمندان نه دي.

همداسې د انسانانو فطرت او طبيعت هم له يو بله جلا دی.ځينې يې ډېر نازک، ظريف او حساس دي، ځينې يې ډېر سخت دي او په اسانۍ د اغېز لاندې نه راځي.

هغوی چې ډېر نازک او حساس دي، په چاپېريال او طبيعت کې يې ډېرې لويې او وړې پېښې، بدلونونه او غبرګونونه حساسيت ته ګوتې ور وړي او راپاروي يې. هغه بيا د دې لامل کيږي چې يادو پېښو او بدلونونو ته د خپلو حساسيتونو ځواب په شعر، ليک، عکس، رسامۍ يا په يو بل هنر ورکړي.

ما ته مې ملګرو تېره شپه پيغام وکه چې موږ ته پښتو نثر ليکل را زده که.يوه چې ډېره ښه عکاسي کوي، ور نه مې وپوښتل؛ که ته د ورځې په لړ کې حتی د څو شېبو لپاره هم ښه احساس ولرې څه کوې؟
ويل عکس اخلم او ما ته خپله الهام کيږي چې له دغه زاويې داسې عکس واخله.
مال ګوره ستا هنر ښه عکس اخيستل دي، خو زه ښه عکس نه شم اخيستی.همداسې ته به ښه نثر نه شې ليکلی، خو ښه عکس اخيستی شې.
بيا مې ورته وويل هر کله چې دې عکس واخيست، له هغې وروسته پر عکس له څو زاویو تصبره وکړه، هغه خپل احساسات چې له عکس اخيستو دې مخکې لرل يا يې وروسته لرې؛ وليکه، کېدی شي د ښه نثر ليکلو هنر هم ولرې او که يې ونه لرې زده به يې کړې.

راځم د خپلې ليکوالۍ طرز او پروسو ته. د نورو لیکوالانو په پرتله زما لپاره ليکل جلا دي.

زه ډېره نازکه او حساس طبيعتې نجلۍ يم. په چاپېريال او طبيعت کې ډیرې وړې پېښې، چلندونه او بدلونونه زما حساسيتونو ته ګوتې ور وړي. هر کله چې دغو پېښو او بدلونونو زما له پنځو حواسو يو يې هم لمس او متحرک کړو زه بيا ليکل کولی شم.
زما په شاوخوا کې ډېرو وړو مسايلو ته پام کيږي. هر څه چې په لومړي ځل ښه يا بد حس راکړي يا کوم نوی حس راکړي چې ما کله نه وي تجربه کړی، هغه ما ته د ليکلو لپاره سوژه ده.

تر ډېره په طبيعت کې غير ژوندي شيان ما ته جالب وي او زه هغوی ته د ژونديو په څېر انعکاس او ارزښت ورکوم. لکه: باد، خاوره، اوبه، د ونو پاڼې، د باران د څاڅکو غږ، تيږي، خوږ بوی او… .

کله چې يو سوژه راته پيدا وي او غواړم ليکل پرې وکړم، په خپله خونه يا د کور په انګړ کې له طبعیت سره نزدې قدم وهم، د سوژې اړوند خپل احساسات او د زړه خبرې ځان ته په لوړ غږ وايم، ځان يې په جزيياتو قانع کوم او له هغې وروسته يې په مبايل کې ليکم. ځکه کمپيوټر ته کېناستل زما ذهن خوروي.
نه شم کولی ليکلو لپاره مې حواس او فکر راټول کړم.
او ځينې وختونه له ما هم سوژه ورک کيږي يا د ډېرو ليکوالانو په څېر له جام حالت سره مخ کيږم، ښايي اکثر ليکوالان کتاب ته وخت ورکري. مطالعه وکړي چې يو نوې سوژه يا يو نوی فکر د ليکلو لپاره ورته پيدا شي او يا د کتاب مسايل خپله بحث کړي. ځينې سفر کوي، ځينې موسيقي اوري يا په يو بل کار ځان بوختوي.
خو زما لپاره سفر سوژې راکوي. کله چې زه له کور د ډېر لنډ واټن لپاره هم وځم ما ته سوژه پيدا کيږي يا يو نوی فکر راته راځي.
خو اوس تر ډېره د کور چاپېريال او طبيعت زما لپاره تکراري شوی او کوم ليکل چې ما بايد کړي وو، هغه ما په کور کې کړي. نور زه فکر کوم چې لنډو يا اوږدو سفرونو ته اړتيا لرم، د نويو ځایونو او نويو خلکو او چلندونو ليدلو ته اړتيا ده چې زه ډېر وليکم.

زه اوس هم لنډ لنډ ليکل کوم خو پخوا مې ډېر کولی شول، اوس کله کله هغه لنډ ليکل هم په مياشتو مياشتو نه شم کولی، کله چې يو څه ولیکم، فکر کوم؛ دا به زما وروستي ليکل وي او نور به ونه شم، خو له هغې وروسته زه له هغې هم ډېر ښه ليکل کولی شم.
کله هڅه کوم خپل ورځني يادښتونه خوندي کړم.
هر کله چې زه يو يادښت ليکم، ما ته په کې حتماً يو سوژه يا نوي څه د نورو ليکلو لپاره پيدا کيږي.

حتی زه چې د خپلې خوښې کوم کار هم ترسره کوم، هغه خوند چې زه يې له کار اخلم، ما ته نوي څه راکوي.
مثلاً زه هره جمعه ماسپښين د خپلو رسمي کارونو پر وخت قهوه چکم او د قهوې له چکلو کله کله دومره خوند اخلم چې په يو يادښت کې يې خوندي کوم يا نوي څه پرې ليکم.

يو مهمه خبره د ليکوالۍ په اړه دا ده چې ليکوال هېڅکله په يو حالت او يو سبک کې نه پاتې کيږي. ممکن د ځينو لپاره داسې نه وي، خو زما لپاره هر کال يا هر عمر کې مې د ليکوالۍ طرز هم بدل شوی.

کله چې ما د ښوونځي په دوارن کې لومړی ځل ليکل پيل کړل، هغه به رانه سياست کې کېدل. ځکه هغه وخت ما ټلويزيون ډېر څارلو او هيله مې وه خبرياله شم، کټه مټه سياسي ليکواله شوې وم.
بيا چې يو څو کلونه تېر شول، ما له زده کوونکو سره د ښوونځي د ادارې تاوتريخجن چلند او د‌ زده کوونکو غبرګونونه ليدل، زه وهڅېدم چې ماشومانو ارواپوهنې برخه کې ليکل وکړم. ما د ماشومانو روزنې په برخه کې هم کورنيو، هم ښوونځيو او هم ټولنې ته لارښوونې وړاندې کړې.
کله چې مې د ښوونځي وروستی کال شو، لا فارغه نه وم خو د کرونا له کبله درسونه ودرېدل. ما چې بيا په دې دمه کې ليکل کول، په ټولنيزو موضوعاتو رانه کېدل. کله کله هم ادب او سياست څنګ ته ور نزدې کېدم، خو زما ليکل د تېر يو کال په پرتله بيخي بدل شوي وو.
چې له ښوونځي فارغه شوم دا دی اوس زما ليکل بيخي بدل او له هېڅ قالب سره جوړ نه دي. زه
او زما د ليکنو لوستونکي فکر کوي، يوه ډېره فلسفي ډوله موضوع لولي؛ نو زه هم په دې فکر شوم چې زما ليکل نور فلسفې ته ننوتي.

زه ډېرو لويو او کلشه يي سوژو پسې نه ګرځم. وړې وړې را اخلم، هغه‌ له ټولو ډېرې خوندوری وي. ځکه هغو ته د هر ليکوال پام نه وي.

خو که بيا هم وغواړم لکه د نورو ليکوالانو په څېر په هر ډول عمومي موضوع ليکل وکړم راته خوندور به نه وي. ځکه هغه ډول موضوعات راته اوس تکراري ښکاري او په کوم څه چې نور ليکل کولی شي زه نه غواړم ويې ليکم، حتی کتابونو مطالعې کې مې هم ذوق اوښتی. هر کتاب خوند نه راکوي چې ويې لولم. فکر کوم په دې کتاب زه پوهېږم، بايد بل او د خپل ذوق مطابق کتاب واخلم.
همداسې لکه ليکوالۍ کې چې غواړم نوي څه ولیکم چې زموږ په پښتو ژبه يا نړيوالې ليکوالۍ کې نه وي ليکل شوي او که ليکل شوي هم وي، نو کم وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب