پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+د سنسال "هراګا"/ د نوي ژوند په لټون | مستنصرحسین تارړ

د سنسال “هراګا”/ د نوي ژوند په لټون | مستنصرحسین تارړ

ژباړه: ع_ ارمان

نو پوښتنه دا ده چي ایا زموږ ټولنه تر الجزایر (الجیریا) او سعودي عرب هم ډیره نتګ نظره شوې ده؟

زه یو داسي ادیب پيژنم چي روښانخیاله خو دی مګر د حضرت رسول په عشق کي هم مبتلا دی، په اسلامي تاریخ برلاسی دی او له اسلام سره تړون یې په وینه کي اخښلی دی.

ما احساس کړه چي هغه له تیر یوه – دوه کاله څخه د اسلامي تاریخ او سیرت النبوي په اړه له لیکلو څخه ډډه کوي، او څه غیر جانبداره لیکنو ته یې ملا تړلې، کله چي ما له هغه څخه وپوښتل چي محترمه! تا خو په یوه زمانه کي د سیرت النبي او اسلامي تاریخ په هکله مختلف او نادره لیکنې کولې خو اوس څه وشول چي له لیکلو مو لاس واخستی؟

نو هغه وویل، زه وډار شوم، ما څادر په ځان نه و راپیچلی دا وجه وه چي هر پرهیزګار به زما له یوه نه یوه تحریر څخه د خپلې خوښې معنا و ایسته او زه به یې په دار د راځوړندولو لایق وګڼلم.

دا چي زما هم دا دوې پریشانۍ دي، اوله دا چي یوه مسلمان ادیب ته د نوبل جایزه ولي نه ورکول کیږي او دوهمه دا چې د الجزایر، مراکش،  تیونس او ان د سعودي عرب په څیر ملکونو کې هم د حکومت مخالف او د مذهبي دهشتګردۍ خلاف ږغ پورته کوونکي ناولنګار زغمل کیږي او موږ داسي یو چې دوی د پاکیزګۍ او د بهارت (هند) د تکبر په “دُورو” وهو مګر بیا هم واجب القتل شمیرل کیږو.

دا بحث او زما دا پریشانۍ هغه وخت په وجود کي راغلې کله چي ما  د “سنسال” ناول «هراګا» ولوستلی، او د سنسال جادويي نثر زه په ځان کي ونغښتم، ما احساس کړه چي سنسال ته نه د یوه “پلاټ” یا کیسه اورولو حاجت شته، د دې ضروت هم نه شته ورته چي کومې منصوبې یې جوړې کړي، د هغه د بیان طرز خپله سحر الکلام دی.

د الجزایر په پخوانۍ حصه کې د عثماني امپراتورۍ (عثمانیه سلطنت) د یوه باچا یو ښایسته د حویلۍ په څیر کور وو، چي بیا وروسته د یوه فرانسیسي عبادت ځای شو، له هغه وروسته د یوه یهودي او بیا له غرونو راکښته شوې یوه خاندان دا کور واخستی؛ او اوس هلته “لامیا” اوسي د هغې ځواني ورځ په ورځ د خزان باد وهي، په یوه مشهوره روغتون کي ډاکټره ده او په لوی لاس د تنهائۍ ژوند تیروي، د هغې په خاندان کي د هغې له ورور “سفیان” بغیر نور ټول مړه وي، سفیان هم یوه ورځ ناڅاپه ورک شي هغه د الجزایر د نورو ځوانانو په څیر له دې تنګ نظره او بې ایمانه ټولنې څخه د تېښتې لاره خپله کړي او په غیر قانوني لاره غواړي يورپ ته ولاړ شي، یعني د ځائي یا مقامي متل مطابق هغه «هراګا» شوی وي یعني د نوي ژوند په لټه وتلی وي. لامیا د هغه په لټون پسي د لیونیو په څیر ګرزي، هغه فکر کوي چي زما د یوازیتوب په ژوند کي یوازي خوشحالي سفیان وو.

سنسال وائي د الجیریا ښځې د ټولنې د جبر شکار شي او ډیری ځوانان ئي «هراګا» شي، په یوه زمانه کي چي کله د افریقه او ایشیا په محکومه هیوادونو کي د ازادۍ تحریکونه راپورته کیدو، او کولونيئل طاقتونو په ډیره بیدارۍ سره د هغو سرونونه وهله، په هغه زمانه کي په څه هیوادونو کي داسي انقلابي مشران هم راپورته شوه چي هغو د یورپ له ټول نظام څخه د بغاوت او ازادۍ ږغ پورته کړی دا د داسي مشرانو یو کهکشان، او د هغه وخت سوپر هیروز وه چي ځوان نسل ترې سخت متاثره شو.

په دې انقلابي مشرانو کي  « له ویتنام څخه هوچي منه، له انډنیشیا څخه سوکارنو، له کانګو څخه پیټرس لوممبا، له کینیا څخه جوموکنیاټا چي د ماؤ ماؤ تحریک مشر وو، د کیوبا فیډرل کاسټرو او چی ګویرا، د فلسطن یاسر عرفات، له چین څخه ماؤزي تنګ، د مصر جمال عبدالناصر او له الجیریا څخه بن باالله» شامل وو او دا ټول انقلابي مشران له سوشلیزم څخه په دې هم متاثر وه چي په دې وخت کي یوازي سویت یونین وو چي د دوی حمایت ئي کړی، په مصر باندي چي کله فرانس، برطانیه او اسرائيل په دې جواز حمله وکړه چي “جمال عبدالناصر د نهر سویز د قومیانې علان کړی” په هغه وخت کي یوازي “خروشچوف” وو چي له مصر سره ودریدی او بریدکونکو قوتونو په شاتګ اختیار کړی.

جمال عبدالناصر په هغه وخت کي د پاکستاني ځوانانو هم هیرو وو او د بن باالله عکسونه هم په پاکستان کي عام وه… لنډه دا چي له یوې اوږدې او له مرګونې ژوبلې ورسته فرانس مجبوره شو چي الجیریا ته ازادي ورکړي، دا هغه زمانه وه چي فیلسوف “سارتر” د فرانسي حکومت خلاف د الجیریا د ازادۍ په مظاهرو کي په خلاصو تڼیو ګډون کړی. هغه وخت به د فرانسي صدر “چارلز ډیګال” مشاویرو خپل صدر ته ویله: «سارتر د فرانس غدار دی تاسو ولي هغه نه زنداني کؤی؟» او چارلز ډیګال به ئي په ځواب کي ویله: «ساتر فرانس دی، زه څنګه کؤی شم چي فرانس زندان ته واچوم؟»

الجیریا هم سوکه سوکه د نوي ازاد شوو ملکونو په څیر د امریت او مذهبي تنګ نظرۍ شکار شوي، لامیا د دې زوال پذیره ټولنې په یوه زاړه کور کي د خپل ا«هراګا» شوي ورور سفیان د بیا راتلو په انتظار ژوند تیروي، او یوه ورځ یوه شپاړس کلنه نجلۍ چي ماشوم ئي هم په نس وي “شریفه” د سفیان په نامه د هغې کور ته راشي.

 نجلۍ معصومه هم وې او بې لارې هم، لامیا هغې ته د لور په څیر مینه ورکوي. شریفه کله کله له خپل راوړي یوه کڅوړه سامان سره ناڅاپه ورکه شي، چي کوم سړی ئي غلطه کړي له هغه سره روانه شي، مګر څه موده پس بیرته د لامیا کور ته راشي، د شریفې کردار ډیر عجیبه وي د لوستلو په وخت که سړی (لوستونکی/لوستونکې) ځای ځای د هغې د ماشومانه معصومیت همدرد شي خو بل ځای بیا د هغې لاپروا ورځ د هغې له کرداره څخه بیزاري او نفرت کولو ته اړ کړي، داسي بې پروا او شوخ کردار په نثر کي ډیر کم معلومیږي.

ما هم په خپلو څه ناولونو کي او بیا خاص په «اے غزال شب» ناول کي ځای ځای “نثري نظم” د اظهار ذریعه جوړ کړی، سنسال هم په ډیر خوندور انداز سره د نثر په میان کي له نظم څخه کار اخستی، د ناول په فعل کي د یوه نظم وړه حصه څه داسي ده:

یوه مرغۍ

د ښایست یوه استعاره ده

مګر

افسوس

چي د یوې مرغۍ وزر هم وي

وزر مرسته کوي

له هغې سره

و مځکې ته

د راکښته کیدو

په وخت

وزر مرسته کوي

له هغې سره

په اسمانونو کي

د الوتو

 په وخت

دا مقدر دی د مرغانو

د ناول په اختتام کي شریفه په یوه کانونټ(هغه درسګاه چي د عسائیت درس پکښې ورکول کیږي) کي د خپل ماشوم د ژیږون په وخت مړه شي.

لامیا د شریفې ناجایز اولاد په غیږ کي واخلې او د یوې کنډواله شوي هدیرې په لور روانه شي، هدیرې ته له رسیدو پس یوه قبر ته ودریږي، د قبر په شنخته/کتبه “شریفه” لیکلي وي، لامیا د یوه مارکر په ذریعه په کوپله ولیکي:

“د شریفې مور چي له هغې سره مینه کړم”

د شریفې د لور نوم “لوتزا” وي، لامیا هغې ته له کتلو پس ووائي:

لوتزا! زما لورکۍ

کله چي یو نوی لمر راخیژي

ستا د شونډو په اولنۍ مسکا

موږ به دواړې

مسافرې

شو

 د هراګا شوړ په څیر

لوتزا! زما مینې

موږ به یوه بدقسمتي

شاته پریږدو

او

هیر به کړو

یادونه

اې

دا هر څه به

زموږ په لاره کي

په راتلونکو دریابو کي

ومنځو

لکه هراګا شوي چي کوي

لوتزا! زما خوږې

موږ به په نابلدو لارو سفر وکړو

وبه وینو هغه ځایونه

چیرته چي د ګلونو غوټۍ غوړیږي

چیرته چي مرغان ځي

څنګه چي هراګا ځي

لوتزا! زما ژونده

کله چي لمر را خیژي

د پسرلي په اولني موسم کي

موږ به ډیر لیري تللي یو

څنګه چي لوفران ځي

زما لورې!

زه ستا مور

او ته

موږ دواړه هراګا یو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...