پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د بل وطن مرغان |عتیق امېد

د بل وطن مرغان |عتیق امېد

پردي ملکونه پرې اباد شول

په پښتنو وړکو بولۍ روانې دینه

له هندوستانه مې راستون کړې

له قبرستانه به د خدای راستنوینه

د پښتو ولسي ادب په څو لویو او مهمو موضوعاتو کې یو د زلمیو پردېسي ده. له لنډيو را واخله بیا تر ولسي کیسو او ان تر دیواني شاعري پورې له کوره د پښتنو ځوانانو په ورکه ډېر ویر شوی. په پخواني ادب کې له کوره دا ورکه له بېلابېلو لاملونو ده. فتح خان د رابیا مینې هندوستان ته په مخه کړ، ښادي خان هم د بیبو مینې له هنده تر ایرانه سرګردانه کړ. مګر د مومن خان ورکه د پښتون ټولیز لاشعور د سرګردانۍ ورکه وه. مومن خان باید د شېرینۍ د خپلولو لپاره ولور ګټلی وای او د ولور پوره کولو دی هندوستان ته په مخه کړ.

د نړۍ په ادبیاتو کې د جګړو له امله د ځوانانو ویر شته خو پښتو ادب پر جګړې سربېره د ځوانانو د مسافري او پردېسي ویر هم کړی. په جګړو سربېره یې د ورکې یو لامل د پښتون خوار وطن دی چې ډېر ځوانان یې له کوره ورک کړي دي. پښتانه ځوانان له ډېر پخوا له مسافري سره بلد دي. تېرې دوې پېړۍ پښتانه هند او خپلو ګاونډ سیمو ته په مزدوري پسې تلل خو اوس چې د نړۍ کارګري بازار پراخ شوی، د عربي نړۍ لویه برخه کارګر پښتانه ځوانان دي. د ایران، ترکیې او اروپایي بازار په کارګرو کې هم د پښتنو برخه مالومه ده.

پر ولسي ادب سربېره پخواني تاریخونه چې پر واقعیتونو ولاړ دي، راته وایي چې پښتنو ځوانانو به یا ولجې کولې او یا به د غنیمتونو لپاره جنګېدل. په دې تاریخو کې یو تاریخ مرصع دی. تاریخ مرصع د پښتنو د شووکو او ولجو جګړې یادې کړې دي او د پښتنو د بې اتفاقي یو لامل د مال او پیسو شوق ګڼي. افضل خټک په تاریخ مرصعه کې لیکي چې پښتانه د هر څه د ټینګي و خو د پيسو د ټینګې نه و. تر افضل خټک ډېر وروسته غفارخان همدا خبره کړې او وایي چې پښتانه د پیسو د ټینګې نه دي. پخوانیو تاریخونو تر موږ یوازې کیسې او پېښي رارسولې دي، په علتونو پسې یې ډېر نه دي ګرځېدلي. د افضل خټک په وخت کې چې د نورې دنیا د پرمختګ په اړه دومره څېړنه نه وه نو هغه دا د پښتنو خوی ګاڼه خو غفارخان چې له معاصرې نړۍ سره بلد و د پیسو شوق د پښتنو له دربدره ورځې ګڼي. د انګرېز استعمار پر وخت هند د تکامل ګامونه وهل. هندي وګړو کسبونه زده کړل، په تجارت پوه شول، زده کړې او هنرونه یې تر لاسه کړل، د دنیا پر اړتیاوو پوه شول او د نړۍ د سیالي لارې ور مالومې شوې. پاچاخان ته چې هماغه وخت او په راتلونکې کې د خپل قام د برخلیک مالومات کېده، د ولسونو پر اړتیاوو پوه و، نو په دې لار کې یې ځان ډېر ستړی کړ. پښتانه یې زدکړې ته وهڅول، تجارت او کرنې ته یې وهڅول. ده په خپله تجارت پیل کړ، په خپله به په بزګري بوخت و، کور په کور او کلي په کلي وګرځېد چې خلک پوه کړي، له راتلونکي برخلیک او اړتیاوو یې خبر کړي.

ارواپوهنه وایي چې د یوې ټولنې یا ژبې له ادبیاتو موږ د هماغه زمانې د خلکو لاشعور ته لاره کولی شو. زموږ ولسي ادب چې د ځوانانو د مسافري او پردېسي کیسې راته کوي نو ترشا علتونه یې د هغه وخت مجبورۍ وې. ځوانانو د نفقې، ولور، سیالي او نوم لپاره مسافري ته ملا تړله. هغه وخت چې د پښتنو ځمکې د هند په شان ابادې او کرنه یې نه وه، دوی د ګټې لپاره هند ته مخه کوله یا به په لښکرو کې داخلېدل. خو اوس چې ثابته ده چې زموږ ځمکې حاصلخېزه دي، خاوره مو په کانونو او معدنونو ډکه ده نو له پښتنو سره نه مسلکي پوهه شته او نه هم تخنیکي وسایل. د پښتنو په خاوره نور مزې کوي، له خاورې یې نور خلک زر چاڼي، خو پښتانه ځوانان د نورې نړۍ د اقتصادي بازار بشري قوه تولیدوي. د پښتنو ځوانانو د ورکې لاملونه ولور، نفقه، سیالي او مجبوري نه ده، بلکې د دې مجبوري تر شا پراته علتونه دي. د سیاسي، ټولنیز او قومي یوالي بې شعوري پښتانه له خپل وطنه ورک کړي دي. د پښتنو خاوره چې کومې ښیرازۍ لري د خپلو اوسیدونکو لپاره بشپړه بسنه کوي. مولانا خانزیب په خپل کتاب (شتمنه پښتونخوا) کې د پښتنو د دې دربدري لاملونه ټول څېړلي. مولانا په دې کتاب کې په پښتون وطن کې تر شلو زیاتو د لویو قیمتي کانونو چې د اوسني نړیوال مارکېټ د ګرم بازار برخه دي، د لویو سیندونو چې پرېمانه برېښنا تولیدوي او د پاکستان تر نیامایي زیاته بريښنا پوره کوي، د ابادو ځمکو، شتمنو غرونو او ځنګلونو یادوونه کړې، خو د ده په وینا له دې ټولو سره سره پښتانه د بوږنوکي فقر او بدبختیو ښکار دي، له څلوېښتو کالو یې په خاوره جنګ دی او د پښتنو ژوند ژواک رنځور دی.

د پښتنو ځوانانو له کوره ورکې او پردېسي تر شا د پښتون سیاسي، ټولنیز او قومي شعور ورکه پرته ده. پاچاخان چې کور په کور ګرځېده او خپل قوم ته یې د ځان پېژندلو ویل موخه یې همدا شعور پیدا کول و. دی وایي په پښتنو کې تجارت او کسب د شرم کار و. دی لیکي چې ما خپله په اتمانزو کې د ګوړې منډيي خلاصه کړه خو ډېرو خانانو او تربورانو راپورې خندل چې غفارخان تجارت کوي او د بڼياګانو کار ته یې لاس اچولی. د باچاخان په وینا چې دا وخت زموږ تجارت د هندوانو او پراچګانو په لاس کې و. ده به خپل ولس ته ویل چې د پښتنو په بې تعلیمه او ناپوهه ساتلو کې د ډېرو ملتونو او هیوادونو موخې دي، راتلونکي نسلونه به مو تباه او د بل محتاج وي. هغه وخت چا نه منله او اوس یې موږ پایلې وینو. مولانا خانزیب په خپل کتاب کې د یوې دردناکې واقعې بیان کړی. مولانا لیکي؛ پاچاخان به خلکو ته ویل چې ویښ شئ، سبا به اباسین چا په بډه درنه وهلی وي تاسې به خبر نه یاست. د پاچاخان خبره نن رښتیا شوه او د اباسین د اوبو مخه د غازي بروټها په نوم د یوې پروژې په لړ کې د پښتنو له ځمکو د پنجاب په لوري واړول شوه او د اباسین اوبه اوس پنجاب ته ځي.

د پښتنو پر شتمني چې نورو خلک مزې کوي او پښتانه یې د استعمار او استثمار په پړي زیندۍ کړي، د هغو ملتونو د پرمختګ له امله ده. له خپلې شتمني ګټل اخیستل پوهه، مهارت، وسایل او تخنیک غواړي چې په پښتون وطن کې یې کمی دی. پښتانه د خپلې شتمني لپاره جنګېدلی شي خو ګټه نشي ترې اخیستلی. د نړۍ په اقتصادي او پوځي بازار کې یورانیم قیمتي عنصر دی. د افغانستان د اټومي انرژي پوه او څېړونکي محمد تنها له بي بي سي سره په یوه مرکې وايي چې خام یورانیم څوک د خاورې په بیه هم نه غواړي، افغانستان به یوارنیم لري خو قیمت یې نشته. یورانیم هغه وخت یورانیم دي چې غني شي او غني یورانیم وسایل او تخنیک غواړي چې په افغانستان کې نشته.

داسې ټول معدنونه او طبیعي شتمني درواخلئ، افغانان باید له دې شتمني د ژوند د غنا لپاره د هغوی د استعمال چل او تخنیک زده کړي، وسایل یې ولري کنه په ازاد وطن کې به هم د نورو خوراک وي. یو مثال یې د افغانستان د سرو زرو، اوسپنې او نور اوسني کانونه دي چې د نړۍ لوی شرکتونه یې باسي.

 مومن خاني ځوانان سره له دې چې د وطن ځمکه یې اباده ده خو دوی اوس هم په ولور پسې نادرکه دي. یوازې د لویي پکتیا (پکتیا، خوست، پکتیکا، شمالي او جنوبي وزیریستان) د مسافرو ځوانانو شمېر به سلګونو زرو ته رسېږي. د پښتو ولسي سندرغاړو په سندرو کې تر ټولو ډېرې ټپې د مسافرو دي. ما د دوو پښتنو سندرغاړو؛ نعمت الله ارګوني او سیدولي وزیر په سندرو کې تر هرڅه د مسافرو د یاد ټپې ډېرې اورېدلې دي. نعمت الله اورګوني او سیدولي وزیر دواړو د ژوند ډېره برخه په خپل کلي و وطن کې تېره کړې. د دوی د دې ټپو د سوز یو لامل دا هم دی چې یوه ورځ یې مجلس له ځوانانو ډک وي، خو بله ورځ یې د مجلس نیمایي ځوانان د مسافري په دیار وي. دا سوز او درد یوازې د سیدولي وزیر او نعمت الله اورګوني په ټپو کې نه دی، بلکې د دې قوم د حقیقت زخم او سوز دی چې که څوک پرې فکر وکړي نو څړیکې به یې احساس کړي. که پښتانه شعوراً ويښ نشي، ځوانان به یې د بل د مارکېټ مال وي او نه به دا فکر او احساس ختم شي چې:

وړکي د بل وطن مارغان دي ولاړ به شینه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...