جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد یونان له ساحل ساتونکو سره د کډوالو بیړۍ په ټکر کې...

د یونان له ساحل ساتونکو سره د کډوالو بیړۍ په ټکر کې ۱۵ تنه مړه شوي

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۶ مه) د یونان اوبو ته نژدې، د پناه غوښتونکو یوه تېزه کښتۍ د یونان د ساحلي ګارد له ګزمې سره د ټکر شوې او له کبله یې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، په دا بېړۍ، چې ډېری سپاره کسان یې افغانان وو، د یونان خیوس ټاپو ته نژدې ټکر شوه.

د یونان ساحل ساتونکو لږ تر لږه ۲۵ پناه غوښتونکي، چې اووه سړي، اووه ښځې او ۱۱ ماشومان پکې شامل دي، ژغورلي دي.

د یونان ساحلي ګارد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پېښه هغه مهال وشوه چې د دوی د ګزمې کښتۍ د شپې د مأموریت پر مهال یوه ربړي بېړۍ ولیده چې د سمندري تګ راتګ څراغونه یې نه لرل او د خیوس ټاپو ختیځو ساحلو ته روانه وه.

د ساحلي ګارد د راپور له مخې، د پناه غوښتونکو کښتۍ سپرلیو له دې سره سره چې دوی د درېدو خبرداري ورکړل، ونه درېده او ناڅاپي یې خپل مسیر بدل کړ چې له کبله یې د دوی له کښتۍ سره ټکر شوه.

د یونان دولتي تلویزیون راپور ورکړی چې ټولټال ۲۵ پناه غوښتونکي ژغورل شوي، چې اووه سړي، اووه ښځې او ۱۱ ماشومان پکې شامل دي.

خو ۱۴ کسان د پېښې په ځای کې مړه شوي او یوه ښځه بیا روغتون ته تر رسولو وروسته د ټپونو له امله مړه شوې ده.

د یونان ساحلي ګارد ویلي چې د ورکو شویو کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي. په په عملیاتو کې څلور د ګزمي کښتۍ، د هوايي ځواک دوه څرخکې او د غوټه وهونکو ډلې برخه لري.

عیني شاهدانو د کښتۍ د سپرلیو شمېر شاوخوا ۳۵ کسان اټکل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...