جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه پېکینګ کې افغان سفیر له چینايي چارواکو سره د واخان سړک...

په پېکینګ کې افغان سفیر له چینايي چارواکو سره د واخان سړک په اړه خبرې وکړې

تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۱۷ مه) د طالبانو حکومت په واخان کې د چین تر پولې د سړک جوړولو چارو ته د دوام ورکولو ترڅنګ هڅه کوي چې چینايي چارواکو ته هم قناعت ورکړي چې له خپل لوري د دې سړک چارې پرمخ یوسي.

په دې لړ کې په پېکینګ کې د طالبانو سفیر، د چین د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د واخان دهلېز د استفادې په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو سفارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې د قونسلي چارو او د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه هم بحث شوی دی.

بلال کریمي د چهارشنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د څانګې له مشر لیو جین‌سونګ او د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیاو یونګ سره لیدلي دي.

په پېکینګ کې د افغانستان د سفارت د خبرپاڼې له مخې، چینایي چارواکو په دې کتنه کې د افغانستان حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته پر درناوي ټینګار کړی او د دواړو لورو ترمنځ یې د همکاریو د دوام غوښتنه کړې ده.

د طالبانو استازي د چین له دریځ څخه مننه کړې او د افغانستان او چین ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراخېدو یې ټینګار کړی دی.

د واخان دهلېز د بدخشان ولایت په شمال ختیځ کې یوه تنګه او ستراتیژیکه تراډه ده. دا دهلېز د افغانستان او چین ترمنځ د نښلونې یوازینۍ نقطه ده او د افغانستان لپاره چین ترمنځ د مځکني اتصال یوازینۍ لاره بلل کېږي.

په واخان دهلېز کې ۵۰ کیلومتره سړک د جوړولو کار د پخواني حکومت پر مهال پیل شوی و، خو وروسته ودرېد.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د دې سړک د جوړولو چارې بېرته پیل کړې او تازه د دوی د بدخشان والي اعلان کړی چې دا پروژه به ډېر ژر بشپړه شي.

تېر کال هم ویل شوي و چې دا سړک د چین پولې ته تقریباً رسېدلی دی.

د افغانستان او چین ترمنځ د واخان سړک شاوخوا ۵۰ کیلومتره اوږد دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...