د ۱۳۷۱ کال د ژمې سخته میاشت وه. د دلوې میاشت تر نیمايي هم اوښتي وه. د کاله مشرې میرمنې خپلې مخې ته ایښی چای چایجوش او دوه ګیلاسونه ور پورته کړل او د کوټې په کړکۍ یې د ایښي پتنوس په منځ کې کیښودل. له کوچنۍ کړکۍ له ایینو څخه یې انګړ ته وکتل، له ځانه سره یې وویل:
– څیله هم ګومان کوم چې نیمايي ته به رسیدلي وي. یخونه به په کوچنۍ څیله کې ډیر سي ځکه چې زاره یې چوې. د کاله مشرې میرمنې هماغسې دوه سترګې بهر ته نیولې وې. یوه شیبه غلې شوه. بیا یې ورو وویل:
– ناوی دی وچ سه. داسې اورې ته وا ورڅخه تیره شوه.
د کوټې په تاوخانه ځواني پرتې ښځې د دې په خبره سر ونه ګراوه. ترخوا یې په ورڼي کې نوی زیږیدلی ماشوم ورپورته کړ او تي ته یې واچاوه.
خو د کوټې په برسر کې ناستې پیغلې چې د ستن کار یې کاوه ورته وویل: – ابۍ خیر یې غواړه، واوره خو ښه ده چې اوورې اُبادې ده.
– لورې که اُبادې که نه ده. یخ اوکه کړې یمه. د تاووخانې سر خو هم ناوې اجاره کړی دی. ( د تاوو خانې سر خو ناوې اجاره کړی دی) دا نو تش خبره نه وه بلکې بم وو، چې د ځواني ښځې په سر را پریوت.
ماشوم یې بیرته په لیندۍ کې کیښود. سر یې لوڅ کړ او په لوړ غږ یې چې د ژړا بڼه یې درلوده وویل: – ترڅو به دا هر څه په پټه خوله تیروم. خدایه! پلار مې مه بښه. ما او مور مې په هغې ورځ ډیر ورته وژړل او ورته ومو ویل: چې مه کوه، پلاره مه مې ورکوه. دا د ظالم په کور کې مې مه ورکوه. خو ده پیسو ته وکتل او ویل: – ظابط صاحب عبدالوهاب خان مې په مکتب کې همصنفې و. ښه سړی دی. مجاهد دی. خو زه یې په سره اور کې واچلوم، اي خدایه!…
خدای خبر چې دې به لا نور څه غوښتل ووايي، خو پیغلې یې په خوله کې خبره ور وچه کړه.
– شرم وکړه، نه شرمیږي.! دا خبره دغومره وه، لکه تا چې ویرجوړ کړ.؟ خدای به د تا له ښیرا پرته هم هغه خلقي ونه بښي. ته په کومه خوله د ما مجاهد پلار ته ظالم وايي، خوله دې وچه سه. ناوې ته داسې خبرې نوي نه وي. هغې ډیر ځله داسې خبرې اوریدلې وي. له ژړا سره یې دې ته وویل: شکر دی چې پلار مې خلقي و. خوني او د ښځو سوداګر خو نه و لکه د تا پلار…
– د پلار بلا مې در وګرځه، د سره خلقي لورې.
ناوې یې لکه د نور کله په څیر خبره ور غبرګه کړه. د شنه مجاهد لورې، ته اول ځان ته میړه پیدا کړه. خدای پاک د ده له وجې په تا هم میړه درولی. د دوئ خبرو کش واخیست یوې او بلې ته یې د پیغورونو ورکولو لړۍ روانه وه چې ناڅاپه له کلا څخه د باندې د کلاشنکوف اوږده ضربه او بیا څو ډزې واوریدل شوې. مور او لور یې دواړو د انګړ خواته مندې کړې. څو نورې ډزې هم وشوې. وروسته، یوه ډله هلکان په کلا ور ننوتل، یوه یې وویل:
– ابۍ ابۍ زیری مې در باندې ابا بله ښځه هم وکړه، د شاه باران کاکا لور….