Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کندوز د قلعه زال ولسوالي د سرو زرو کان د استخراج...

د کندوز د قلعه زال ولسوالي د سرو زرو کان د استخراج قرارداد له ۲ کمپنیو سره لاسلیک شو

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۲۱ مه) د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د کندوز ولایت د قلعه‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج قرارداد یې له یوې کورنۍ او یوې آذربایجاني کمپنۍ سره د ۲۰.۲ میلیون ډالرو په ارزښت لاسلیک کړی دی.

د یاد وزارت په وینا، دغه پنځه کلن قرارداد له «سبحان مومند» شرکت او د آذربایجان له «ریف ګروپ» کمپنۍ سره شوی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دا پروژه د شاوخوا ۵.۹۷ کیلومتره مربع سیمې د سرو زرو استخراج رانغاړي.

وزارت وایي، قراردادي شرکتونه به د کان د عوایدو ۳۰ سلنه امتیاز (رویالټي) حکومت ته ورکوي او سربېره پر دې به ۲۰۰ زره امریکایي ډالر په ټولنیزو خدمتونو لګوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت پر اساس، د دې پروژې له عملي کېدو سره به شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت زیاته کړې چې د آذربایجان او قرغیزستان سفیرانو د قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې د افغانستان د کانونو په برخه کې د اقتصادي همکاریو او پانګونې د پراختیا هرکلی کړی دی.

طالبانو تر دې وړاندې هم د افغانستان، چین، ترکیې، ایران او بریتانیا له شرکتونو سره د کانونو د استخراج اووه نور قراردادونه لاسلیک کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب