تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۱۳ مه) د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال دفتر وايي، له روسیې سره د افغانستان د اقتصادي همکاریو د همغږۍ غونډه د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوه.
د یاد دفتر په وینا، په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو د ګډ اقتصادي کمېسیون د هوکړو د عملي کېدو بهیر او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې فرصتونه او لومړیتوبونه څېړل شوي دي.
په دې غونډه کې د افغانستان د مالیې وزارت هم له روسیې سره د ګډ اقتصادي کمېسیون د وروستۍ غونډې په اړه راپور وړاندې کړ.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال دفتر ویلي چې له روسي لوري سره د اقتصادي همکاریو سند د تاتارستان په کازان ښار کې د وروستۍ غونډې په څنډه کې نهايي شوی او ټاکل شوې په نژدې راتلونکي کې د دواړو لورو له خوا لاسلیک شي.
په دې غونډه کې د سوداګرۍ، برېښنا، ترانسپورت، کانونو، لوړو زدهکړو، کرنې، روغتیا، سوداګریزو ویزو او مخابراتو په برخو کې د ګډې همکارۍ او پانګونې پر فرصتونو خبرې شوې دي.
روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی. مسکو هم د لوېدیځو هېوادونو د بندیزونو په شرایطو کې هڅه کوي چې د سیمې له هېوادونو او افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
د روسي چارواکو په وینا، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه دوه برابره شوې ده.
تر دې مخکې د افغانستان د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم له روسي سوداګرو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی و.