تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۱۲ مه) د هسپانیا د تینریف فوټبال لوبډلې د سېشنبې په ورځ، د نومبر په درېیمه، اعلان وکړ چې د دې لوبډلې ۳۰ کلن فارورد خېسوس دې میګل له خپلې سیالې لوبډلې له ګولساتونکي سره تر سخت ټکر او د زړه له درېدو یوه ورځ وروسته مړ شوی دی.
دا پېښه د هسپانیا د دوهمې درجې لیګ د تینریف او اندورا لوبډلو ترمنځ په سیالۍ کې وشوه. د لوبې په ترڅ کې د اندورا لوبډلې ګولساتونکی خېسوس اوونو، چې د میدان منځ ته راوتلی و، د ګول نه خوړولو او د توپ د دفاع لپاره بې پروا حرکت وکړ او زنګون یې د تینریف لوبډلې د فارورد له سینې سره ولګېد.
له ټکر وروسته (دې میګل) بېحرکته ولوېد. د روغتیايي ډلې له هڅو او روغتون ته له لېږدولو سره سره، هغه بله ورځ ساه ورکړه.
د لوبې لوبڅار سیالي ودروله او د اندورا ګولساتونکي ته یې سور کارت ورکړ.
د هسپانیا پولیسو د دې پېښې په اړه د غیرعمدي وژنې د احتمال په تړاو څېړنې پیل کړې دي؛ خو قضايي چارواکو ټینګار کړی چې دا د ناڅاپي او غیرطبیعي مړینو د څېړلو یوه عادي کړنلاره ده او په خپله د جرم د ترسره کېدو معنا نه لري.
د هسپانیا د فوټبال فدراسیون د دې پېښې له امله د سېشنبې ورځې ټولې سیالۍ، د نارینهوو او ښځو د هسپانیا جام لوبې هم وځنډولې.
د اروپا د فوټبال اتحادیې (یوفا) هم اعلان کړی، چې د دې لوبغاړي د درناوي په پار به د روانې اوونۍ د ټولو اروپايي سیالیو له پیل مخکې یوه دقیقه چوپتیا غوره شي.
د ریال ماډریډ او بارسلونا فوټبال کلبونو هم په جلا پیغامونو کې د دې لوبغاړي پر مړینې خواشیني څرګنده کړې او د هغه له کورنۍ او دوستانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.