د سترګو له نم څخه راولاړې شوې وړې وړې قطرې چې کله د بڼو له غشو تېرېږي، لومړی یوه شېبه تم شي بیا ورو ورو د مخ پر کاسې راتوئ شي، ترڅو خپل پټ درد څرګند کړي. دلته هر څاڅکی یوه کیسه لري؛ داسې کیسه چې ښايي ژبه یې د ویلو توان ونه لري. بیا چې د ګریوان له تارونو سره د ګیلو مانو مزي وتړي، نو د خپلو چوپو سلګیو ټول نا ویلي رازونه ورسره شریک کړي.
ډېر ځلې، اوښکې د غم، حسرت، پښېمانۍ، بېوسۍ او نامراده هیلو استازیتوب کوي؛ خو کله نا کله د خوښۍ، وصال او بریا پېغامونه او سوغاتونه هم ور سره وي. ځینې اوښکې د چا د تللو لپاره وي، ځینې د چا د نه راتلو په خاطر او ځینې د هغو خوبونو لپاره څڅېږي چې انسان یې کلونه کلونه انتظار باسي، خو ژوند یې د پوره کېدو فرصت ورنه کړي.
د مور په سترګو کې اوښکې بیا جلا بیه لري. هر څاڅکی یې د یوې دعا، د یوې شوګیرې، د یوې پټې قربانۍ او د اولاد لپاره د زرګونو اندېښنو تابلو ګانې وي. د مور د سترګو یوه اوښکه د کوه نور له الماسو هم قیمتي وي؛ ځکه الماس یوازې ځلېږي خو د مور اوښکه د مینې او ازمېښت له نغري راوتلې وي او د سکروټو خوږلن یې تر شا پرېښې وي.
مګر دلته څو پوښتنې داسې دي چې د هر باشعوره انسان د وجدان پر تندي ټالۍ وهي: موږ ولې د نورو له کړاو څخه خوند اخلو؟ ولې د یو انسان د اوښکو ننداره راته د تماشا په څېر ښکاري؟ ولې د یو بېوزله یتیم لوڅې پښې، د یوې کونډې محرومیت او د یو سپین ږیري رپېدلي لاسونه زموږ د وجدان دروازې نه راټکوي؟ آیا زموږ انساني شعور دومره ستړی شوی چې د بل چا درد، درد نه ګڼي؟
ښايي زموږ د احساساتو پر هنداره د بې پروایۍ دومره دوړې پرتې وي چې د اوښکو انعکاس په کې نه ښکاري. ډېر څه وینو، خو لږ څه احساسوو؛ ډېرې خبرې اورو، خو د زړه غږ لږ اورو. د بل چا د لوږې، یوازیتوب او بېوسۍ پر وړاندې مو احساس په مزه مزه دومره مړاوی شوی چې آن د یو انسان اوښکه هم راته عادي ښکاري. خو اوښکې عادي څاڅکي نه دي. ځینې اوښکې د غُربت نښه وي، ځینې د ماتې شوې ارادې او ځینې د غیرت بڅرکي وي. کله چې د مظلوم له سترګو اوښکه راووځي، دا مازې د بېکسۍ اوبه نه وي، بلکې هغه د خاموش احتجاج یوه ناره وي چې غږ نه لري؛ ولی که وجدان ژوندی وي، نو انګازې یې زړونه لړزوي.
د یو ماشوم اوښکه د لوږې کیسه کېدای شي؛ د یوې مور اوښکه د قربانۍ او د یو پلار اوښکه به د بې وسۍ سمبول وي؛ البته د وطن اوښکې د نسلونو د زخمونو تاریخ وي. ځینې اوښکې پرمخ تویېږي او د انسان پر وجدان داغ پرېږدي. انسان بیا هغه وخت رښتینی انسان پاتې کېږي چې د بل اوښکه یې پر زړه ولګېږي؛ ټکان یې څو چنده تېز شي او لاس یې د مرستې لپاره وغځېږي. ممکن د انسانیت وروستنی څرک یې همدا یوه اوښکه وي؛ هغه اوښکه چې لا یې زموږ د زړه په تیارو کې رڼا ژوندۍ ساتلې ده.
په یوې ټلویزیوني ډرامې کې، یو سپین ږیږې د خپلو اولادونو لپاره ډېرې خوارۍ ګالي، خو یوه لور یې ترې خپله لاره بېلوي او د پلار دا هرڅه ورته یوه شش پولۍ ارزښت نه لري. ستومانه پلار د یوې کوڅې په آخر کې د یو ړنګ دېوال چنې ته کښېني، په چغو چغو ژاړي او سر په زنګون ږدي.
ناڅاپه، یو تن دوست یې راځي ورته وايي: اشنا خېر خو دی؟ بوډا په ژړغوني غږ ځواب ورکوي: « نور څه نه لرم چې هغې ته یې ورکړم؛ ډېر څه مې وکړل خو زما په قدر پوهه نه شوه. اوس راته همدا څو اوښکې پاتې دي، پرېږده چې د هغې په خاطر یې تویې کړم، ګوندې یوه ورځ به زما ارمان ورشي چې پلار څه ته وايي او د اوښکو بیه څه ده ؟».
الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!