Home+خيال | آرين تسل

خيال | آرين تسل

نجلۍ پوزه کش کړه، اوښکې یې پاکې کړې، ویې ویل: «هسې د ښوونځي خاطرې مې را یادې شوې.»
بیا یې پر چت ځوړندې رسۍ ته وکتل او په نرۍ موسکا یې وویل:
«مرګ مې خوښ دی.»
مخ یې موبایل ته راواړاوه او ویې ویل:
«تاسې پوهېږئ؟ پرون مې فکر کاوه چې زه هلک یم. سهار له خپلې کورنۍ سره یوځای ناشته کوم، چای په بیړه څښم او ولاړېږم، څو د ښوونځي بکس راواخلم. مور مې راته وایي: زویه، کېنه! دومره ژر مه پاڅېږه!
زه په خندا ورته وایم: مورې، ښوونځي ته ناوخته کېږم!
بیا مې په بیړه بکس پر اوږو واچاوم او له کوره ووځم. څومره خوند به يې کاوو! او…»
د نجلۍ زړه ډک شو. په ژړا یې وویل:
«پرېږدئ یې! هسې یو خیال دی.»
نجلۍ ولاړه شوه، پر مېز ایښی موبایل یې پر چت راځوړندې رسۍ ته کوږ کړ. څوکۍ یې راکش کړه، د رسۍ لاندې یې ودروله او پر څوکۍ ورپورته شوه. مخ یې رسۍ ته دننه کړ، څوکۍ ته یې په پښه ټېله ورکړه. پر اړخ ولوېده، د انجلۍ پښې د يوې شيبې لپاره ورپېدې پر مېز ایښي موبایل کې انجلۍ پر رسۍ ځوړنده ښکارېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارماني (ارماني) ځانګړتیاوې| غني حسن

(خاکه) په کندهار کي څلور تنه نعمت الله نالان، محمدیار یار،  سیداحمد او محب الله ارماني او یو بل ملګری په نیمروز کي محمدعوض محمدي؛...