– ما نه غوښتل هر څه دومره بدل شي.
– نو چا وغوښتل؟
پاڅېده د کړکۍ څنګ ته يې اوږه ووهله.
– شرایطو.
– موږ باید د شرایطو تابع وو؟
خبره مې ښه پرې ونه لګېده.د چای پیاله يې ور واخیسته.د پیالې په ژۍ يې ورو ورو ګوته کشوله.مخ يې راواړاوه:
– ژوند د چا په خوښه نه درومي.
له چایه يې غوړپ وکړ:
– نه د چا په اشارو دی.
– که تابع وو هر وخت به مو راڅرخوي.
– تابعیت مانا نه لري.انسان به یوازې ګوري چې باد کوم لور ته ځي.
– یانې څه؟
غږ يې ونه کړ.په پیاله کې يې کاچوغه ووهله.غټ غوړپ يې وکړ.
– شرایط خو انسانان جوړوي.
– انسانان یوازې لوبېږي.
راغله کښېناسته.سترګې يې بې نمه وې لکه وچه چینه.له غابه يې یوه ټوټه کېک ور پورته کړ.څو غوړپه چای يې ژر ژر له مرۍ تېر کړ.
– موږ د دنیا په اشارو چلېږو.
د کړکۍ پرده تېزه تېزه باد ووهله.سیوری يې پر مځکه ګډوډ پرېووت او ورک شو.
پای
د ډسمبر ۲۸مه ۲۰۱۹